>


Web - Amazon

We provide Linux to the World


We support WINRAR [What is this] - [Download .exe file(s) for Windows]

CLASSICISTRANIERI HOME PAGE - YOUTUBE CHANNEL
SITEMAP
Audiobooks by Valerio Di Stefano: Single Download - Complete Download [TAR] [WIM] [ZIP] [RAR] - Alphabetical Download  [TAR] [WIM] [ZIP] [RAR] - Download Instructions

Make a donation: IBAN: IT36M0708677020000000008016 - BIC/SWIFT:  ICRAITRRU60 - VALERIO DI STEFANO or
Privacy Policy Cookie Policy Terms and Conditions
بهايي - Wikipedia

بهايي

د Wikipedia لخوا

ليكنه:عثمان منصور انصاري

مرزا حسين علي (بهاءالله)
مرزا حسين علي (بهاءالله)

بهايي لاروركه ډله د مرزا حسين علي بهاالله په واسطه چې په بهاءالله پېژندل كېږي، بنسټ اېښودل شوې دى. دا لاروركه ډله د انګريزي استعمار په پير كې د نني ايران له خېټې څخه راوزېږېده. او د نړۍ پر مخ خپره شوه. بهايان د نړۍ په ډېرو نړېوالو غونډو كې خپل ګډون په زبات رسولې، چې لدې ډلې څخه د ملګرو ملتونو سازمان، د يونيسېف سازمان او د شنې سولې په سازمان كې كارنده ونډه لري.

نيوليک

[سمادول] د پېداېښت ځاى

بهايي لاروركه ډله لكه د نورو ډلو (برېلويت، قاديانت، بوهريت، احمديت) په څېر د ښكېلاګرو ځواكونو لخوا د مسلمانانو د كمزوري كولو لپاره جوړه شوې ډله ده، چې د خپلو بادارانو د ښكېلاكي موخو د بشپړولو لپاره د هغوي د لاس اله جوړه شوې ده. دا ډله د مرزا حسين علي په لاس چې ځان يې په بهاءالله نوماوه، بنسټ اېښودل شوې ده. دا لاروركه ډله د انګريزي استعمار په پير كې د نني ايران له خېټې څخه راوزېږېده. او د نړۍ

په  حیفا (اسرائیل) كې د مقام اعلی په نامه سپېڅلې ودانۍ
په حیفا (اسرائیل) كې د مقام اعلی په نامه سپېڅلې ودانۍ

پر مخ خپره شوه. د خپلو ناوړه او بې لارې ګروهو خپرولو لپاره ساده ډوله مسلمانان په چل او دوكې سره خپل اړخ ته راماتوي، او په پاى كې يې په بشپړ ډول په دام كې راګېرېږي. دا ساده ډوله مسلمانان داسې خيال كوي چې دوي (بهاييان) به ددوي په څېر مسلمانان وي، خو دا ګومان يې بېځايه وي. كه څه هم دا ډله په خپلو بلنو كې د قرآن كريم ايتونه او نبوي وېناوې رانقلوي او په خپل هګټه ترې كار اخلي، خو بيا هم د ټول مسلمان امت په ټولييز ډول دا ډله كافره ګرځولې او له اسلام څخه يې جدا يوه ډله ګڼي. زياتره پوهان پدې ګروهه دي، چې بهاييان له اسلام څخه بېله ډله (فرقه) نه بلكه يو بېله لار (مذهب) يا (دين) يا ډله ده، چې له اسلام سره هېڅ سر او كار نلري. د اريانتيا خبره خو لا دا ده چې دا ډله له خپل كفر سره، سره، ټول مسلمانه نړۍ (له بهاييانو څخه پرته) كافره بولي. بټه دې نه وي، چې بهاييان خپلې زياتره ګروهې او اندود له نورو خلكو څخه پټ ساتي.

[سمادول] بهاییان او باب

د باب له مړينې څخه وروسته يې لارويان چې په (بابيانو) ياديده، د باب رسمي ځايناستي (مېرزا يحيى نوري) چې پدې ورځو كې د بغداد په لور تښېدلې ؤ راټول شول. يو څه وروسته د يحيى مشر ورور چې(مېرزا حسېن علي نوري) نومېده او هغه هم د ايراني بابيانو له ډلې څخه ؤ، له ايران څخه په تېښته بريالې او ځان يې د بغداد بابيانو ته چې دده د كوشني ورور تر مشرۍ لاندې راټول شوي ول، سره يوځاى شو.

مېرزا حسېن علي دا دعوه وكړه، چې ۱۱ كاله مخكې كله چې په ايران كې اوسېده، نو څښتن تعالى (العياذ باالله) په ده كې تجلى كړې وه. او له هغه وخت څخه دى پوهېده چې دڅښتن تعالى ريښوتونې دين بايد د زمكې پر مخ راوټوكوي. نو لدې امله حسېن علي د بابي لاروركه ډله، دده په وېنا په (بشارت) سره دبهاي په رېښتوني دين (لار وركې ډلې) لغو كړ، او عملا يې بابيزم لغو اعلان كړ. پدې ډول بابيان چې زياتره ايرانيان ول، په دوه ډلو ووېشل شول، لومړۍ ډله د تېر په څېر د (صبح ازل) پيروي كوله، او هغه يې خپل رېښتونې مشر په توګه مانه، او بله ډله د حسېن علي چې ځانته يې د (بهاءالله ) لقب غوره كړې ؤ پېروي پېل كړه، او دده شاوخوا راټول شول. ددې دوه ډلو ترمنځ له ډېرو سختو جنګ جګړو څخه وروسته عثماني خلافت و انګېرله چې دا فساد د تل لپاره ورك كړي، نو په همدې موښه يې دواړه ورونه جدا، جدا ښارونو ته ولېږل. عثماني خليفه (ازليان) له (بهاييانو) څخه بېلولو لپاره (صبح ازل) يې د قبرص په لورې ولېږه، او بهاءالله ) يې د عكا (فلسطين چې د صهيوني تاړاك لانې دې او اسراييل نومېږي) په لورې ولېږه. بل ټكې چې د يادولو وړ دى، هغه دا چې د بهايي لار وركه ډلې له ادعاؤ څخه داسې په زبات رسي، چې وايي: ((حسېن علي نوري نه دا چې د څښتن تعالى پېغمبر دى، بلكه هغه د څښتن د اروا تجلى ده، چې په بشري كالبوت كې زموږ لپاره رالېږل شوې. ددوي په وړاندې د څښتن تعالى او بهاءالله ترمنځ كوم توپير نشته)).

لكه څرنګه چې د عيسويانو ګروهه ده، چې څښتن د عيسى عليه السلام په څېره موږ ته راغلې ؤ، دارنګه بهاييان هم پدې ګروهه دي، چې څښتن په بهاءالله كې ورګډ شوې، او بهاييانو لپاره رالېږل شوې دى. خپله عيسى عليه السلام دا دعوه نه وه كړې، چې هغه د څښتن تعالى زوى دى، او يا څښتن پده كې دى، او يا دى د څښتن روح دى. دا دعوه د هغه له پورته كېدو څخه وروسته هغو يهودو وكړه، چې غوښتل يې د عيسى عليه السلام لارښوونو كې لاس ووهي او ګډوډې يې كړي. مګر بهاءالله دا دعوه وكړه چې څښتن په ده كې تجلى كړې او په ده كې ضم شوې دى. بهاييان پدې ګروهه دي، چې باب د دوي د نوي دين (بابي) مبشر دى. بهاءالله ، پېغمبر او د بهايي لاروركه ډله بنسټ اېښودونكې، د بابي له لارويانو څخه دى، چې بيا ددې خبرې دعوېدار شو، چې د بابي زېرې (بشارت) په ده كې متحقق شو.


[سمادول] د بهاييت ګروهې

بهاييان خپلې اصلي ګروهې نه ښكاره كوي، دوي چې څه هم ښكاره كوي په هغې ايمان نه وي، ان تردې چې په خپلو منل شويو كتابونو كې هم زياتره ګروهې ندي ښكاره كړې. دلته به يې يو څو ګروهې راواخلو:

  • د بهاء الله ليكلي كتاب (كتاب الاقدس) د ټولو اسماني كتابونو منسوخوونكې دى.
  • بهاييان د فرد د څښتنوالي ( الوهيت)، د وجود يووالي (وحدت الوجود) او حلول ګروهه لري.
  • بهاءالله لپاره په لاهوت او ناسوت كې بېلوالې نشته. ( چې له همدې وجې يې تل په مخ نقاب ځړولې ؤ).
  • بهاءالله په كتاب الاقدس كې داسې وايي:- چاچې زه وپېژندم، هغه خپل مرام او مقصد وپېژندو.
  • چا چې ماته پام وكړ، هغه معبود اړخ ته پام وكړ. العياذباالله.

د بهايي ګروهو لمخې، د وحې لړۍ تراوسه نده بنده شوې، او د محمد صلى الله عليه وسلم د (خاتم النبيين) څخه موخه دا ده چې هغه صلى الله عليه وسلم د نبيانو لپاره ښكلا ده، لكه څرنګه چې په چېله د ګوتې لپاره د ښكلا سبب كېږي.

بهاييان له مسلمانانو څخه ډېره كركه او نفرت كوي، او ددوي په اړه ډېرې ناوړه خبرې كوي. د بهاييانو د سپېڅلي كتاب (كتاب الايقان) څخه يوه ليكه را اخلو چې د مسلمانانو په اړه ددوي د ذهنونو ښه استازيتوب كوي. (دا ناپوهه هره سهار وختي فرقان (قرآن كريم) لولي، مګر تراوسه پورې د كار او مقصد ټكي ترلاسه كولو كې پاتې راغلي دي).

  • لدې څخه علاوه، بهاييان په عامه ځايونو كې د څښتن تعالى يادونه حرامه ګڼي، كه څه هم دا يادونه (ذكر) په پټه هم وي.

كتاب الاقدس كې وايي: ( هېچا ته روا نده چې د خلكو مخكې د څښتن تعالى يادونه وكړي، او د هغه لپاره خپله ژبه خلاسه كړي، كله چې هغه په سړكونو او رسټورانونو كې وي.

  • بهاييان د (۱۹) عدد سپېڅلې ګڼي. ددوي كال ۱۹ مياشتې وي. په هر مياشت كې ۱۹ ورځې وي.
  • ددوي په وړاندې قيامت د بهاءالله په شكل كې راتلونكې دى.
  • دا ډله جنت، دوزخ، پرېښتو او پېريانو وجود نه مني.
  • مرګ څخه وروسته د برزخ په ژوند ګروهه نلري، بلكه داسې ګروهه لري چې د محمد صلى الله عليه وسلم او باب شېرازي ترمنځ د برزخ موده ده.


[سمادول] د بهاييت عبادات

د بهاييانو د ګروهو په څېر ددوي عبادات هم عجيب او غريب دي. دلته به په لنډ ډول ددوي يو څه عباداتو څخه يادونه وكړو:

  • لمونځ: بهاييان د جنازې له لمونځ څخه پرته هېڅ لمونځ په ډله ييز ډول سره نه كوي. دوي درې وخته لمونځ كوي، چې له سهار، ماسپښين او ماښام څخه عبارت دي.

په هر لمونځ كې درې ركعته وي، مګر ددې لمونځونو څرنګوالې ندې ټاكل شوې. قبله يې عكا (د اسراييل يو ښار) په ښار كې د (بهجه) په نامه قصر دى. اودس كې يواځې مخ او لاسونه وينځي. د ګلابو په اوبو اودس كوي، كه چېرې د ګلابو اوبه ونه ميندل شي، نو بيا پينځه ځلې (بسم الله الاطهر) وايي بيا اودس كوي.

  • طهارت (غسل): دوي د جنابت غسل نه مني، ځكه دوي پدې ګروهه دي، چې څوك بهاييت ومني، نو هغه له هرڅه څخه پاكېږي.
  • روژه: د بهاييانو په وړاندې په كال كې ۱۹ روژې دي، چې د جون له دويمې څخه تر ۲۱مې نيټې پورې دي.

د بهايي ډلې دا مياشت د (العلا) په نامه يادېږي. روژه د ۱۱ كلو څخه تر ۴۲كلونو پورې خلكو باندې فرض وي. د روژې وخت د لمر له راختلو څخه پېل او د لمر تر پرېوتلو پورې دوام مومي. كارګرانو او ناراسته خلكو ته روژه بخښل شوې ده.

  • [[حج]]: د بهايي دلې حج يواځې په سړو فرض دى، په ښځو حج نشته. دا حج د عكا د ښار په (قصر البهجه) كې ترسره كېږي، چې د بهاءالله زيارت پكې موقعيت لري، او ددې قبر څخه حج كېږي.
  • [[سزا]]: له ديت څخه پرته نورې ټولې سزاوې بخښل شوي دي.
  • واده: سړې يو يا دوه ښځې كولې شي. ددوي په ځينو كتابونو كې دې خبرې ته اشاره شوې چې سړي او ښځې دواړه له خپلو همجنسو سره واده كولې شي. ګونډه ښځه د يو ټاكل شوې اندازې پېسو وركولو څخه وروسته بيا واده كولې شي. فاحشه له ۹۰ ورځو څخه وروسته او كونډه ۹۵ ورځې وروسته د واده حقدارې دي.

[سمادول] د بهايي لارښوونې

بهاييان علي محمدباب د بهاء الله د راښكاره كېدونكي د خبر وركوونكي په توګه مني. او د ځينو په ګروهه، بهاءالله هماغه د وخت امام دى، بهاييان پدې ګروهه دي، چې بهاءالله د څښتن د روح تجلى ده د انسان په كالبوت كې . د بهاءالله لومړني اثارو څخه اېقان، هفت وادي، كلمات مكنونه. د لارويانو د وېنا لمخې بهاءالله يو عرفاني شخص ؤ، او صوفيانه تعبيرات يې ډېر زيات لرل. وېل كېږي، چې بهاءالله ۲ كاله د عراق په سلېمانيه كې د عارفانو او ملنګانو ترڅنګ ژوند تېر كړې. بهاييانو لارښوونې په ۱۲ څپركيو كې پېژندل شوي، چې پدې ټولو پوره، پوره عمل كول لازمي دي. دا لارښوونې په لاندې ډول دي:

£رېښتيا لټونه. £په مورنۍ ژبې برسېره د بلې نړېوالې ژبې او ليك زده كړه د اړيكو لپاره د اسانتيا لپاره. £د ښځو او نرانو د حقوقو برابرښت. £عمومي سوله £د ټولييز اقتصاد تعديل، او د اقتصادي ستونزو لمنځه وړنه. £نړېوال بشر د روح القدس د ..... غوښتونكې دى. £ښوونه او روزنه عمومي كونه او اجباري كونه. £د نړېوالې سترې محكمې جوړونه. £د انساني نړۍ يووالې. £ دين بايد د مينې او محبت سبب وي. £ دين بايد د علم او عقل سره مطابق وي. له بلې مخې زياتره مسلمان پوهان پدې ګروهه دي، چې د (دين) كلېمه د بهاييت لپاره يوه ستره تېروتنه ده. ددوي لپاره بايد د نورو لاروركو ډلو په څېر د ډلې (فرقې) كلېمه وكارول شي. د بهايي لاروكې ډلې اداري نظام د بهايي لاروركې ډلې له اداري اصولو څخه يو اصل ده دى، چې هېڅ ځانګړې مذهبي ډلې نلري.

اداري نظام د بهاءالله د ليكنو له مخې بايد د مشرۍ په پايه چې (ولي امر الله) دى، وي او دا بايد يو د بها الله له خپلوانو څخه وي. په همدې ډول د كتاب اقدس له مخې بايد يو ټاكونكې نظام د (بيت العدل) په نامه د ولي امر الله تر نظر لاندې د بهايي ټولنې د مسائلو او ستونزو د حل او فصل لپاره وي. ولي امر الله يواځينې كس دى، چې د بها الله وصيتونه او ليكنې تفسير او تاويل كولې شي.

د وروستي ولي امر الله (شوقي افندي) په مړينې سره د بهايي ټولنه د بهاءالله د نسل په وركېدو سره له سرمشرۍ څخه خلاصه شوه. نن سبا د بهايي ټولنه په هر ښار كې يوه ۹ نهه كسيزه ډله د ځايي روحاني محفل (محفل روحاني محلي) په نامه ټاكي، پدې ترتيب د غړو ټاكنه په پټه او ښكاره ډول سره ترسره كېږي. او بې له تبليغاتو او ټكنو څخه هرڅوك چې د چا خوښ شو، او د هغه په نظر پوره وخوت، نوم يې دې ۹ كسيزه ډله كې ورزياتوي. او دده له راى وركونې څخه هېڅوك نه خبرېږي. آن تردې چې ښځه او مېړه هم يو د بل له راى وركونې څخه نه خبرېږي.

دا راى په صندوقونو كې راټولېږي، او په يوه ورځ كې شمېرل كېږي. هغه ۹نهه كسه چې ډېرې راى يې وړي د ۹ نهه كسيزه ډلې د غړو په توګه ټاكل كېږي. دا ۹ نهه كسيزه ډلې په وار سره د ټولې بهايي ټولنې كې سره ټاكنې كوي، او د (محفل روحاني ملي) په ټاكنه لاس پورې كوي. او لدې څخه پورته د (بيت العدل اعظم) لپاره د (محفل روحاني ملي) لخوا ټاكنې كېږي. د شوقي افندي د وېنا لمخې ځايي محفلونه او ملي محفلونه د ځايي بيت العدلونو او او ملي بيت العدلونو تر امادګۍ پورې پر خپل ځاى باقي پاتې وي. د محافلو غړي كولې شي، چې نران يا ښځينه اوسي. د كتاب اقدس لمخې يواځې نران كولې شي، چې د بيت العدل (اعظم) غړيتوب ترلاسه كړي.

د بيت العدل اعظم ماڼۍ د حيفا په ښار چې د نني اسراييلو په منځ كې دى، موقېعيت لري، چېرې چې بها الله او د هغه كورنۍ د يوې اوږدې مودې لپاره په تبعيد او زندان كې ژوند تېر كړ. بهاييان په تېرو ۱۵۰ كلونو په موده كې د ځينو سياسي پيرونو كې د مذهبي ګروهو د فشار لاندې پاتې شوي، په ايران كې د اسلامي اووختون څخه وروسته ډېركي بهاييان د وخت د واكمنو لخوا زندانونو ته اچول شوي. ځينې په دار ځړول شوي. ځينې يې د اروپايي هېوادو پر لورې خوځېدلي. نن سبا د بهاييانو شمېر د نړۍ پرمخ څه اندازه نده مالومه، خو ددې ډلې لارويانو اندازه په ايران كې د ۳۰۰ زرو شاوخوا ويل كېږي.


[سمادول] په نړۍ كې د بهاييانو شتون

د بهاييانو ستر تعداد په ايران كې شتون لرلو، چې د ايران له شيعه انقلاب څخه وروسته ددوي عامه وژنه ترسره شوه، چې دا ډله يې اخوا، دېخوا وشيندله. بهاييان په مصر كې هم مېشته ول. هورې يې خپل ځانګړې غونډې جوړې كړې وى. كال ۱۹۶۰زكې د مصر د وخت حكومت فيصلې لمخې ددوي ټول محفلونه وتړل شول. عراق كې هم بهاييان اوسېدل مګر وروسته بيا له هغه ځايه ورك شول. په كراچۍ ښآر كې د بهاييانو ډېره لويه ډله اوسېږي، او هورې يو لوى مركز هم لري، چې ددې مركز له لارې په پاكستان كې خپل ګمراه كوونكې دعوت پرمخ بيايي. امريكا او اروپا كې هم د انساني حقوقو د خوندي كوونكيو په نامه ددوي سرپرستي كېږي. شام او فلسطين كې هم دا ډله پېدا كېږي. نن سبا دا ډله د امريكا په متحده ايالاتو كې په ډېر تعداد ليدل كېږي، چې اندازه يې ۲۰ لكو ته رسېږي. هورې په امريكه كې يې ۶۰۰ ټولنې دي. د ځوانانو څخه جوړ يو مهم تنظيم چې (د ختيز او لوديز كاروان) نومېږي، مركزي دفتر هم د نيويارك په ښار كې شتون لري ، د نړۍ هر ګوټ ته ترې ګمراه كوونكي تبليغات كوي. دابهاييان په تېرو ۱۵۰ كلونو په موده كې د ځينو سياسي پيرونو كې د مذهبي ګروهو د فشار لاندې پاتې شوي، په ايران كې د اسلامي اووختون څخه وروسته ډېركي بهاييان د وخت د واكمنو لخوا زندانونو ته اچول شوي. ځينې په دار ځړول شوي. ځينې يې د اروپايي هېوادو پر لورې خوځېدلي.

نن سبا د بهاييانو شمېر د نړۍ پرمخ څه اندازه نده مالومه، خو ددې ډلې لارويانو اندازه په ايران كې د ۳۰۰ زرو شاوخوا ويل كېږي. د بهاييانو په اه د نړۍ د مسلمانو پوهانو نظر دا ښكاره خبره ده، چې بهاييت يوه خپلواك مذهب او ډله ده، نه د مسلمانانو يوه فرقه. نو لدې امله په ۱۹۲۵ز كال د مصر سترې محكمې دا فېصله وكړه، چې بهاييت د اسلام له دين څخه بېله يوه ډله او مذهب دى. شيعه او سني پوهانو دا ډله كافره وګرځوله، او د دوي ګروهې يې باطلې وګرځولې.

د اهل سنت او جماعت له پوهانو څخه ډاكټر محمد سعيد رمضان البوطي، ډاكټر يوسف قرضاوي، شيخ حمد متولي الشعراوي، دالازهر د پوهانو ټولنې، سعودي عرب، عراق، يمن او فلسطين پوهانو هم د دوي په كفر فتوى وركړې او دا خبره يې روښانه كړه چې: ( بهاييان كافران دي، له بهايي ښځې سره د مسلمان سړي نكاح نه ناروا ده. بهايي سړي ته ښځه وركول حرام دي. ددوي ذبيحه (حلاله) خوړل حلاله نده. د بهايي مړو ښخول د مسلمانانو په مړستون كې ناروا او حرام دي.

د شيعه پوهانو راى هم د اهل سنت له راى سره يو شې ده. دلته د بهاييانو په اړه يواځې د يوه شيعه عالم راى رااخلو: شيخ محمد السند ليكي: ( بهاييانو په اړه شرعي موقف دا دى، چې دوي په كفارو كې شمېرل كېږي، ځكه چې دوي د اسلام دين له غوره كولو څخه انكار كوي. دوي كې چې څوك لومړې مسلمان ؤ، بيا يې بهاييت ومنلو، نو مرتد شو، دارنګه كه چېرې دا كس شهادتين (اشهد ان لا الا الله و اشهد ان محمد رسول الله) هم وايي او لدې سره سره بهاييت هم مني، نو دا كس هم مرتد دى.

[سمادول] اداري نظام

مقر بیت العدل اعظم، حیفا، اسرائیل
مقر بیت العدل اعظم، حیفا، اسرائیل

کينډۍ:اصلی د بهايي دين د اداري نظام بنسټ كتاب اقدس دى. په دې ډول بهاءالله په كتاب اقدس او كتاب عهدي كې خپل مشر زوى عباس افندي(عبدالبهاء) خپل ځاېناستې او د اثارو سپېڅلې وټاكه. عبدالبهاء هم په خپل ژوند خپل مشر زوى ...


عبدالبهاء هم له ځانه وروسته په الواح وصایا، شوقی افندی (چې د بهاييانو په وړاندې په ولی امرالله ۱۹۵۷-۱۹۲۱ پېژندل كېږي) د خپل ځاېناستي په توګه ونوماوه.

په عين حال كې د کتاب اقدس او الواح وصایا د بیت العدل اعظم په نوم يو ټاكونكې نظام هم لري، چې دا نظام بۀ هم د ولی امرالله لخوا په ټولنيزو چارو كې پلى كېږي. د يادولو وړ ده، چې د بیت العدل اعظم لومړنۍ ټاكنې په ۱۹۶۳ز كال كې ترسره شوې دي.

[سمادول] د بهايي دين سپېڅلي كتابونه او ليكنې

کينډۍ:اصلی


[سمادول] د بهاءالله ليكنې

بهاييان پدې ګروهه دي، چې د بهاء الله ټولې ليكنې د څښتن له لورې وحې كړاى شوې دي.

  • کتاب اقدس (د بهايي دين ام الکتاب ،د شريعت او احكامو كتاب)
  • کتاب ایقان ( د اسماني كتابونو د ستونزو په حلونه كې كاروونكې) په پاړسي ژبه.
  • کلمات مکنونه پاړسي

د عبدالبهاء ليكنې

  • خطابات
  • رساله مدنیه (په پاړسي ژبه)
  • مفاوضات ( دا كتاب د فلسفي، روحاني او ځينې تفسيري ليكې او داسې نور.)
  • الواح وصایای مبارکه (وصیت نامه)

[سمادول] د بهايي دين په منځ كې انشعابات او د نورو ډلو ټپلو منځته راتګ

دین بهائی از زمان مرگ بهاءالله تا کنون چندین انشعاب داشته. مانند اخراج کلیه‌ی خانواده‌ی همسرهای دیگر بهاءالله و فرزندانشان از فرقه بنا بر «تعبیرات» عباس افندی (عبدالبهاء) کينډۍ:مدرک، گروه احمد سهراب{{مدرک|شعبه‌ای از دین بهائی؟|، بهائیان جدا شده‌ و وفادار به «چارلز مِیسون ریمی» و دیگرانکينډۍ:مدرک. گروه اکثریت که پیروان بیت‌العدل بهائی در اسرائیل هستند تمام گروه‌های دیگر را نامشروع و خارج از فرقه قلمداد می‌کنند ولی خود این گروه‌ها خود را بهائی شمرده و گروه اکثریت را مستبد و گمراه می‌دانند.[1] کينډۍ:مدرک -->


[سمادول] دا هم وګورۍ

[سمادول] باندنۍ تړنې

  • جنبش بابیان
  • از بابيگری تا بهائيگری
  • بررسی مختصری از تاریخ پیدایش آئین بابی و بهائی
  • سایت رسمی جامعه جهانی بهایی
  • کتابخانه آثار بهایی
  • مونا دخترک بهایی مقتول
  • تخریب قبرستان بهائیان توسط اسلامگرایان
  • تاریخ دیانت بهایی
  • سایت پیدا
  • سايت نگاه

د افغان بهاييانو وېبپاڼه

کينډۍ:د نړۍ د دينونو لړليك

[سمادول] سرچينې

[سمادول] اخځليكونه

  1. بهاييت: ګروهې، تاريخ او فعاليتونه يې (ترجمان القرآن مياشتېنۍ، ۲۰۰۶، اګست)
  2. www.wikipedia.org
  3. سلسله مراتب مذهبی در بهائیت.



اديان او ګروهې
اسلام | عيسويت | بوديزم | بهايي | تائو مت | جاينيزم | زردشتي | شنټويزم | سکهيزم | کنفیوشيزم| هندويزم | يهوديت | قاديانيت | تشيع


< Static Wikipedia 2008 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - en - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu -

Static Wikipedia 2007 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - en - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu -

Static Wikipedia 2006 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu

span style="font-weight: bold;">Our
"Network":



Project Gutenberg

href="https://gutenberg.classicistranieri.com">https://gutenberg.classicistranieri.com



Encyclopaedia Britannica 1911

href="https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com">https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com



Librivox Audiobooks

href="https://librivox.classicistranieri.com">https://librivox.classicistranieri.com



Linux Distributions

https://old.classicistranieri.com



Magnatune (MP3 Music)

href="https://magnatune.classicistranieri.com">https://magnatune.classicistranieri.com



Static Wikipedia (June 2008)

href="https://wikipedia.classicistranieri.com">https://wikipedia.classicistranieri.com



Static Wikipedia (March 2008)

href="https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/">https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/



Static Wikipedia (2007)

href="https://wikipedia2007.classicistranieri.com">https://wikipedia2007.classicistranieri.com



Static Wikipedia (2006)

href="https://wikipedia2006.classicistranieri.com">https://wikipedia2006.classicistranieri.com



Liber Liber

href="https://liberliber.classicistranieri.com">https://liberliber.classicistranieri.com



ZIM Files for Kiwix

https://zim.classicistranieri.com





Other Websites:



Bach - Goldberg Variations

https://www.goldbergvariations.org



Lazarillo de Tormes

https://www.lazarillodetormes.org



Madame Bovary

https://www.madamebovary.org



Il Fu Mattia Pascal

https://www.mattiapascal.it



The Voice in the Desert

https://www.thevoiceinthedesert.org



Confessione d'un amore fascista

https://www.amorefascista.it



Malinverno

https://www.malinverno.org



Debito formativo

https://www.debitoformativo.it



Adina Spire

https://www.adinaspire.com




atOptions = { 'key' : 'e601ada261982ce717a58b61cd5b0eaa', 'format' : 'iframe', 'height' : 60, 'width' : 468, 'params' : {} };

Our "Network":

Project Gutenberg
https://gutenberg.classicistranieri.com

Encyclopaedia Britannica 1911
https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com

Librivox Audiobooks
https://librivox.classicistranieri.com

Linux Distributions
https://old.classicistranieri.com

Magnatune (MP3 Music)
https://magnatune.classicistranieri.com

Static Wikipedia (June 2008)
https://wikipedia.classicistranieri.com

Static Wikipedia (March 2008)
https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/

Static Wikipedia (2007)
https://wikipedia2007.classicistranieri.com

Static Wikipedia (2006)
https://wikipedia2006.classicistranieri.com

Liber Liber
https://liberliber.classicistranieri.com

ZIM Files for Kiwix
https://zim.classicistranieri.com


Other Websites:

Bach - Goldberg Variations
https://www.goldbergvariations.org

Lazarillo de Tormes
https://www.lazarillodetormes.org

Madame Bovary
https://www.madamebovary.org

Il Fu Mattia Pascal
https://www.mattiapascal.it

The Voice in the Desert
https://www.thevoiceinthedesert.org

Confessione d'un amore fascista
https://www.amorefascista.it

Malinverno
https://www.malinverno.org

Debito formativo
https://www.debitoformativo.it

Adina Spire
https://www.adinaspire.com