>


Web - Amazon

We provide Linux to the World


We support WINRAR [What is this] - [Download .exe file(s) for Windows]

CLASSICISTRANIERI HOME PAGE - YOUTUBE CHANNEL
SITEMAP
Audiobooks by Valerio Di Stefano: Single Download - Complete Download [TAR] [WIM] [ZIP] [RAR] - Alphabetical Download  [TAR] [WIM] [ZIP] [RAR] - Download Instructions

Make a donation: IBAN: IT36M0708677020000000008016 - BIC/SWIFT:  ICRAITRRU60 - VALERIO DI STEFANO or
Privacy Policy Cookie Policy Terms and Conditions
لرغونپوهنه - Wikipedia

لرغونپوهنه

د Wikipedia لخوا

لرغونپوهنه يا ارکيا لوجي Archaeology يو نوۍ او تازه علم دۍ چي د نولسمي پيړۍ په لومړيو کالونو کي منځ ته راغلۍ او د همدي پيړيو په ورستيو کالونوکي د يوي خپلواکي پوهي په توګه وپيژندل شوه . په دغه لږي موده کي دي علم راوښودله چي د علومو د لويو کورنيو په غړو کي يو ډير مهم او ګټور غړۍ دۍ . دا دخپلي کورنۍ له ځينو غړو سره نږدي دوستانه او متقابلي او له ځيني نوروسره يو جانبه روابط لري يا په بله مانا ځني علوم له دي علم نه مرسته غواړي لکه تاريخ ، قبل التاريخ ، انتروپولوجي ،کرونولوجي ، سوسيولوجي ... او بيا ځيني نور علوم له دي سره مرسته کوي لکه جيولوجي ، مساحت ، کيميا ، بيو لوجي ، فزيک او نور.

دې علم د ځمکي پرمخ د انسان د منځ ته راتلو او خوريدو په متعلق پخواني ذهنيتونه او تصورات سم کړل او هم يې د بشر عمر مليونونو کالو پخوانيو زمانو ته په ثبوت ورساوه . همداسي د لرغونو تمدنونو په اړه يې هم پخواني خيالات او انګيرني تصحيح کړلې ، او دا يې ثابته کړل چي د پخوانيو تمدنونو زانګو په لويديځ کي نه بلکي په ختيځ کي ده . دي علم په همدي توګه ډيرنور مهم او ګټور کارونه کړيدي چي زه يې دلته نه څيړم .

لرغونپوهنه داسي يو علم دۍ چي د انسانانو مادي پاته شوي اثار په خبرو راولي او په دي توګه له تاريخ او ماقبل التاريخ او نورو علومو سره مرسته کوي . زياتره مورخين په دي عقيده دي چي ليکلي اثاراو کتيبې د تاريخ ليکني او ماضي د احيا لپاره د اهميت له پلوه په لومړۍ درجه کي راځي ، ځکه چي هغوي ژبه لري او خبري کوي او د خپل وخت حالات بيانوي . خو زه وايم چي د هغو په خبرو او بيان کي هومره فصاحت او بلاغت نه شته او دا د لوستونکو کار دۍ چي څه مطلب تري نه اخلي او څرنګه يې تعبيراو تفسيرکوي . موږ پوهيږو چي هر لوستونکۍ تري عين مطلب نه اخلي او د دوي په تعبير ، تفسير او استنباط کي هم توپيرونه ضرور ليدل کيږي ، نو په دي صورت کي ليکلي اثار دومره زيات د اعتماد او اطمنان وړ نه ګڼل کيږي . برعکس مادي پاتي شوني اثار او ابدات که څه هم لکه چي ليکل شوي اثار ژبه نه لري خو د خپل وخت حالات په ډير فصاحت ، بلاغت او وضاحت سره بيانوي او د هغوي د بيان په تفسير او تعبير کي د لرغونپوهانو تر منځ هومره اختلاف نه ليدل کيږي او زياتره توافق لري ، مثلا يوه مجسمه را واخلۍ او په ځير ورته وګورۍ هغه به درته ووايې چي کله جوړه شوې ده ؟ څه يې اغوستي دي ؟ نژاد يې کوم دۍ ؟ او دين او مذهب يې څرنګه دۍ ؟ ږيره لري که نه ؟ زوړ دۍ او که ځوان ؟ د سر ويښتان يې څرنګه جوړ شويدي ؟ په غاړه غوږ او لاسونو کي يې څه راز ګاڼې اچولي دي ؟او په دي توګه به د خپل عصر او زمانې ښکلا پيژندنه ، رسوم ، عادات ،معتقيدات ، هنر او صنايع او ډير نور څه بيان کړي ، او خپل دغه بيان کي هم صداقت لري او له همدې کبله اکثره لرغونپوهان په خپل بيان کي سره موافق دي .

لرغونپوهنه دهري منطقې او هر هيواد په تيره بيا د افغانستان لپاره ډير اهميت لري ، په افغانستان کي دغه علم د نولسمي پيړۍ په دويمه لسيزه کي په علمي او رسمي توګه خپل قدم ايښۍ دۍ ، او له همدې وخت نه را په ديخوا يو زيات شمير لرغونپوهان افغانستان ته په رسمي او نارسمي توګه راغلي دي او دغه هيواد يې د خپلو څيړنو او کيندونو لپاره يو جنت ګڼلۍ دۍ او دومره اثار يې د ډيرو لږو سيمو نه را برسيره کړي او لاس ته راوړي چي د شرق او غرب موزيمونه پري ډک شويدي .

په افغانستان کي د کار او زيار په نتيجه کي را ښکاره شوه چي دا هيواد يو ډير لرغونۍ هيواد دۍ . او له زرګونو کالو راهيسي په لومړنيو انسانانو اباد او په خپله منطقه کي ديو شمير زړو تمدنونو ، عقايدو ، اجتماعي سيستمونو ، هنري مکتبونو او مقتدرو امپراتوريو د منځته راتلو ، انکشاف او پراختيا مرکز ګڼل کيږي . د نورو هيوادونو تاريخي ابدات زياتره د ځمکي پر سر په خپل ځای کي لاتراوسه پوري په هم هغه رنګ ولاړدي ، خو په افغانستان کي د تاريخي ابداتو يو لږ شمير دلته تر سترګو کيږي ، او نور ټوله ترځمکي لاندي پټ پراته دي . دا ځکه چي افغانستان د خپل اوږده تاريخ په ترځ کي د مهاجمينو ، متعارصينو او يرغلګرو په لاس څوځله وران ويجاړ شويدۍ او زياتره ابدات يې له خاوروسره خاوري شوي ، نو ځکه نن له سترګو پټي او څوک يې نه ويني .

په تيره بيا د افغانسان د اولسونو او لرغونپوهانو دنده ده چي د افغانستان د خلکو فرهنګي شتمني را برسيره او خوندي کړي ، او جهان ته وښايې چي افغانان که نن په ګيډه ماړه او په تن پټ نه دي خو د فرهنګ او کلتور له پلوه دومره شتمن او ماړه دي چي د ليري او نږدي هيوادونو سره يې بيدريغه او سخاوتمندانه مرستي کړي او دهغوي خصوصي او ملي موزيمونه يې ډک او ماړه کړيدي .

دافغانستان هره دره ، غونډۍ او هره دښته لرغونپوهان ځان ته رابولي چي راشي او ويې سپړي تاريخي اثار او ابدات را برسيره کړي . دا رساله د همدي مقصد لپاره ډير اهميت ځکه لري چي افغانان د لرغونپوهني د اساساتو او ميتودونو او اصطلا حاتو سره اشنا کوي ، او هغوۍ دي ته رابولي چي که له يوه ځايه بل ځاي ته ځي نو دلاري په ترځ کي بايد خپل شا اوخوا ته په دقت وګوري او قدمونه هم په احتياط کيږدي ، ځکه خدای مه کړه چي کوم تاريخي او قيمتي اثر تر پښو لاندي نه شي

دلرغونپوهني ډولونه


پوهنوال باوري

د لرغونو کلتوري دورو زماني وېش ته لنډه کتنه

د مځکي پر مخ د انسان ژوندمليونونه کاله وړاندي پيل شويدۍ ، هغه څيړني چي د لويس ليکي او ريچارد ليکي له خوا د افريقا په لويه وچه کي تر سره شويدي ، دا په ډاګه کوي چي څه ناڅه درې مليونه اوسوه پنځوس زره کاله پخوا انسانې ژوند د مځکي پر مخ پيل شوېدئ . انسان دخپل ژوند دالړۍ په سلوکي اته نوي برخي د ډبري پير او ابتدائې کلتور په دورو کي تير ه کړې ، او پا ته په سلو کي دوې برخي ژونديې د پر مخ تللي کلتور او تمدن سره پر مخ بيولۍ دئ . د همدې زيات زماني واټن د سپيناوي ، پوهېدلو او څرګندولو په اړه بيلا بيلي علمي څانګي او څيړونکي په پرله پسې توګه زيار باسي چي د هغه اوږد مهال ناڅرګندي برخي را وپيژني . ارخيوزو لوژي ( لرغوني ژويو پوهنه ) ، پاليو انتر و پو لو ژي ( لرغوني انسان پوهنه ) ، ارخيو لوژي ( لرغونپوهنه ) او يو شمير نوري څانګي د همدې موخي لپاره پر له پسې هڅي کوي . دپخوانۍ زمانې د ښه پيژندني په اړه د بيلا بيلو پوهنيزو څانګو څيړونکو هر اړخيزي څيړني او پلټني تر سره کړيدي . هر ليکوال او د هري څانګي څيړونکي د پخوانۍ زمانې د پيژندلو هڅي او څيړني د خپل مسلکي اند پر بنسټ ارزولي او وړاندي کړيدي . خو هغه ګډ او ورته ټکئ چي د ټولو پوهانو تر منځ بر ملا دئ ، هغه د لرغوني مهال او تر متمدن ژوند وړاندي زمانو ، دزيات زماني واټن شته والۍ دئ . د ياد شويو څانګو ټول پوهان پر دې ټکي يوه خوله دي چي د انسان د بيليز ( انفرادي ) اوټولنيز ژوند تر ټولو زيات زماني واټن هغه مهال تېر شوۍ چي پر مختللي کلتور او تمدن ته لا انسان مخامخ شوئ نه و . دلرغونو زمانو په تړاوبوختو څيړونکودا جوته کړې چي انساني کلتور او کلتوري دوري يوازي د هغو لاسوندو نو په مټ پيژندلای شو چي د سپړنو او څيړنو په ترځ کي د لرغونپوهانو له لوري تر لاسه شويدي . د همدي اصل له مخي يې د لرغونو انسانانو او د هغوۍ په کلتوري ژوند د ښه پوهېدلو په نيت ، د بيلا بيلو مهالونود وېش وړانديز کړېدئ . د بيلګې په توګه نامتو اتنولوجيست لوويس مورګن لرغونې زمانه په دريو برخو وېشلې ده ، چي لومړۍ دوره يې د وحشت ، دوهمه د بربريت او دريمه د مدنيت په نومو نو يادوي . انګلېسي ټولنپوه او فېلسوف جان لوبيک لرغونې زمانه په څلور مشخصاتو وېشلې ده ، د نوموړي په باور د انساني ټولني لومړۍ مهال د مور واکۍ سره يوځای پيل شوېدئ ؛ د ټولنيز ژوندانه دوهم پړاو ته يې د پلار واکۍ نوم ورکړئ ؛ دريم اوښتون يې د رئېس لرونکې ټولني په نوم ياد کړیدئ او څلورم پړاو هم د پاچاهيو دوران په نوم يادوي ؛ نامتو ټولنپوهانو کارل مار کس اوفريدريک انګلس د ټولنيزي ودي پر له پسې يون په پنځو پړاونو کي د پوهيدو وړ ګڼلي دئ چي لومړي پړاو ته يې د لومړي کمون ( لومړئ ګډژوند ) دوهم پړاو يې د مرئيتوب ، دريم پړاو يې د مځکه والۍ ( فيودالي) څلورم پړاو يې د سرمايه دارۍ او پنځم پړاو يې دسوسياليسم په نوم ياد کړيدي . همدا ډول نامتو لرغونپوه کرستين تامسن د انساني ژوند پر له پسې بهير په دريو دورو وېشلئ دئ چي لومړئ د ډبري دوره ؛ دوهمه د برونزو يا مفرغ او دريمه يې د اوسپني دورې په نوم ياده کړېده . دبيلا بيلو لرغونپوهانو له لوري د کرستين تامسن ويش ته زيات پام شوئ او د هغه وېش پر بنسټ يې د نورو دورو پيژندنه او وړانديز کړېدي : د ډبري پير (Stone Age) يې په دريو دورو وېشلئ دئ  : ١- د ډبري پير پخوانۍ دوره يا ، پاليو ليتيک ( Paleolithic ) ٢ - د ډبري پير منځنۍ دوره يا ميزو ليتک ( Mesolithic ) ٣ - د ډبري پير نوې دوره يا نيوليتيک ( Neolithic ) د لرغونپوهانوپه باور د ډبري پير لږ تر لږه د څلور سوه پنځوس زره کاله وړاندي زمانو څخه پيل شوې او تر څلور زره کاله وړاندي تر ميلاد يې دوام کړيدئ . د دې ټکي يادونه په کار ده چي دا نسان کلتوري ژوند له همدې مهاله را پيل شويدۍ ، ښايې دا ياده شوي نېټه او کلونه د راتلونکو څيړنو په ترځ کي ادلون بدلون ومومي ، خو تر اوسه چي کوم لرغوني توکي د لرغونپوهانو په وسيله تر لاسه شويدي ، همدا يادشوي کلونه په برکي نېسي .د ډبري تر پير وروسته د نړۍ په زياتو سيمو کي دبرونزو پير پيليږي ، خو يو شمېر لرغونپوهان په دې باور دي چي د برونزو پير وړاندي يوه لنډه کلتوري دوره د ډبرو او مس پير يا Chalcolithic په نوم تيره شوېده چي په يوشمېر لرغونو سيمو کي يې ځانګړي کلتورونه زيږولي او د څلورزره کاله وړاندي تر ميلاد کلونو څخه بيا تر دوه زره او يا دوه زره پنځه سوه کاله وړاندي تر ميلادکلونو يې پايښت کړيدي . دوهم د برونز پير يا Bronze age د زماني واټن له مخي تر ډبرين پير ډيره لنډه زمانه په بر کي نېسي . چي د دوه زره پنځه سوه کاله وړاندي تر ميلاد پيل کيږي او تر زرو يا اته سوه کاله وړاندي تر ميلاد پای ته رسيږي . دريم د اوسپني پير يا Iron Age دا پير له اته سوه کاله وړاندي تر ميلاد پيل شوې او د پرمخ تللو کلتورونو او تمدن په رامنځ ته کيدو سره د دې اصطلاح د کاروني مهال پای ته رسيږي . دا اړينه يادونه په کار ده چي د يادشويو دورو او مهالونو ياد شوئ تاريخ د نړۍ په هر ګوټ کي د پوره تطبيق وړنه دۍ، لرغونپوهان په دې باور دي چي د هري سيمي ميشتو اوسيدونکو د خپلو اړتياو له مخي د نوښت لوري ته لاره پرانېستېده ، په دې ډول د يوشمير سيمو اوسېدونکو د خپلي کلتوري او ټولنيزي ودي لپاره د خپلو شونتياو او اړتيا پر بنسټ ګامونه پورته کړيدي . د همدې اصل له مخي شونې نه ده چي يادشوي کلونه د ځمکي پر مخ د هري سيمي لپاره معيار وګرځول شي .


اخځونه :

    1. Marc deBie Leven in de Prehistorie Inssituut voor Archeologich Patrimonum. Bilgic.2001.
    2. Prisma van de Archeologie .Spectrum B V . Utrecht . 1996z
    3. J.Deeben and Drenth . Bijdragen aan het onderzoek naar de Steentijd in Nederland.1998.

د لرغونپوهني په هکله مقالې

منډيګک دپوهنوال باوري ليکني

لرغونې پکتيا

د فارياب لرغوني اوسيدونکي

د افغانستان په لرغوني تاريخ کي دزابل او زابليانو ونډه

د دهراوت د لرغونو ابداتو تاريخي څرک

هډه يا د لرغوني ګندهارا فرهنګي پلازمينه

د مرنجان غونډۍ يا د لرغوني کابل تاريخي پا ڼه

طلا تپه يا د افغانستان دوه زره کلنه لرغونې خزانه

د خير خانې کوتل يا د لمر نمانځني يوزر او اووه سوه کلن لرغونۍ معبد

باميان يا د لرغوني بودايې نړۍ سپيڅلۍ حرم


< Static Wikipedia 2008 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - en - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu -

Static Wikipedia 2007 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - en - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu -

Static Wikipedia 2006 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu

span style="font-weight: bold;">Our
"Network":



Project Gutenberg

href="https://gutenberg.classicistranieri.com">https://gutenberg.classicistranieri.com



Encyclopaedia Britannica 1911

href="https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com">https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com



Librivox Audiobooks

href="https://librivox.classicistranieri.com">https://librivox.classicistranieri.com



Linux Distributions

https://old.classicistranieri.com



Magnatune (MP3 Music)

href="https://magnatune.classicistranieri.com">https://magnatune.classicistranieri.com



Static Wikipedia (June 2008)

href="https://wikipedia.classicistranieri.com">https://wikipedia.classicistranieri.com



Static Wikipedia (March 2008)

href="https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/">https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/



Static Wikipedia (2007)

href="https://wikipedia2007.classicistranieri.com">https://wikipedia2007.classicistranieri.com



Static Wikipedia (2006)

href="https://wikipedia2006.classicistranieri.com">https://wikipedia2006.classicistranieri.com



Liber Liber

href="https://liberliber.classicistranieri.com">https://liberliber.classicistranieri.com



ZIM Files for Kiwix

https://zim.classicistranieri.com





Other Websites:



Bach - Goldberg Variations

https://www.goldbergvariations.org



Lazarillo de Tormes

https://www.lazarillodetormes.org



Madame Bovary

https://www.madamebovary.org



Il Fu Mattia Pascal

https://www.mattiapascal.it



The Voice in the Desert

https://www.thevoiceinthedesert.org



Confessione d'un amore fascista

https://www.amorefascista.it



Malinverno

https://www.malinverno.org



Debito formativo

https://www.debitoformativo.it



Adina Spire

https://www.adinaspire.com




atOptions = { 'key' : 'e601ada261982ce717a58b61cd5b0eaa', 'format' : 'iframe', 'height' : 60, 'width' : 468, 'params' : {} };

Our "Network":

Project Gutenberg
https://gutenberg.classicistranieri.com

Encyclopaedia Britannica 1911
https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com

Librivox Audiobooks
https://librivox.classicistranieri.com

Linux Distributions
https://old.classicistranieri.com

Magnatune (MP3 Music)
https://magnatune.classicistranieri.com

Static Wikipedia (June 2008)
https://wikipedia.classicistranieri.com

Static Wikipedia (March 2008)
https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/

Static Wikipedia (2007)
https://wikipedia2007.classicistranieri.com

Static Wikipedia (2006)
https://wikipedia2006.classicistranieri.com

Liber Liber
https://liberliber.classicistranieri.com

ZIM Files for Kiwix
https://zim.classicistranieri.com


Other Websites:

Bach - Goldberg Variations
https://www.goldbergvariations.org

Lazarillo de Tormes
https://www.lazarillodetormes.org

Madame Bovary
https://www.madamebovary.org

Il Fu Mattia Pascal
https://www.mattiapascal.it

The Voice in the Desert
https://www.thevoiceinthedesert.org

Confessione d'un amore fascista
https://www.amorefascista.it

Malinverno
https://www.malinverno.org

Debito formativo
https://www.debitoformativo.it

Adina Spire
https://www.adinaspire.com