تاريخ
د Wikipedia لخوا
تاريخ، چې پېښليک هم بلل کېږي په ټوليز ډول د انسانانو يا وګړو د ژوند پېښې څېړي په تېره بيا د دوی د تېرمهال او پخواني ژوندانه د پلټلو په موخه. دغه پوهنه د ټولنيزو علومو په کتار کې راځي او له نورو نژديو او گاونډيو پوهنو څخه گټه اخلي لکه لرغونپوهنه، ادبيات او داسې نور. هره ټولنه او هر هېواد هڅه کوي چې خپل تاريخ وڅېړي او د خپلې ټولنې آر او تاريخي پس منظر وپېژني. هر ټبر ريار باسي تر څو د خپل ولس زانگو او د خپلو نيکونو رويات او کيسې تر لاسه کړي. په دې لړ کې تاريخپوهان د يو هېواد يا سيمې تاريخ په مختلفو مرحلو او دورو يا پېرونو وېشي. د اکثرو سيمو تاريخ په دې ډول وېشلی شو:
مختاريخي زمانه لکه د ډبرو پېر، د وسپنو پېر
تاريخي دوره چې هغه مهال پيلېږي کله چې ليکلي لاسوندونه شتوالی ولري
اوسمهال
[سمادول] Bibliography
- History & Mathematics: Historical Dynamics and Development of Complex Societies. Moscow: KomKniga, 2006. ISBN 5484010020
- کينډۍ:Gutenberg author