Web Analytics Made Easy - Statcounter

See also ebooksgratis.com: no banners, no cookies, totally FREE.

CLASSICISTRANIERI HOME PAGE - YOUTUBE CHANNEL
Privacy Policy Cookie Policy Terms and Conditions
ډاکټر نجيب الله - Wikipedia

ډاکټر نجيب الله

د Wikipedia لخوا

ډاکټر نجيب الله
">ډاکټر نجيب الله
د زېږېدو نېټه: اګست، ١٩٤٧
د مړينې نېټه: ٢٧ د سېپتمبر، ١٩٩٦
د افغانستان ولسمشر
د ور په غاړه دندو ترتيب: د افغانستان پينځم ولسمشر

( د خلق دموکراتيک ګوند څلورم مشر)

د کار موده: سېپتمبر ١٩٧٩ – ډېسمبر ١٩٧٩
مخکينی ولسمشر: ببرک کارمل
وروستنی ولسمشر: صبغت الله مجددي
د کار موده: نومبر ١٩٨٦ – اپرېل ١٩٩٢

ډاکټر نجيب الله (١٩٤٧– سېپتمبر ٢٧, ١٩٩٦) د افغانستان ډيموکراټيک جمهوريت په کمونېسټي وختونو کې څلورم او وروستنی ولسمشر وه.

د بېلابېلو ډلو ترمنځ د يوه منځګړي په توګه، د يوه اغېزمن ډيپلوماټ په توګه، د يوه هوښيارميرڅي په توګه، د يوه ډاډمن مدير او د يوه پياوړي وياند په توګه، څوک چې د خپل د حکومت په شپږو مسلسلو او بدلېدونکو ناکراريو سره مقاومت کوي، دا ټول هغه ښېګڼې او لاس ته راوړنې وې چې ډاکټر نجيب الله يې د افغانانو تر مېنځ غوره لارښود وګاڼه.

هغه د ثور د انقلاب د لومړۍ ورځو ټول ريفارمونه باطل کړل او د پرچميانو مارکسيستي مفکوره يې په هېواد کې پياده کړې وه. که څه هم چې د نوموړي حکومت پوځي برلاسي درلودله خو د اسلام پالو جنګياليو فشار ته يې حکومت ټينګ نه شو او همدا وه چې په (١٩٩٢ کال کې) يې واک له لاسه ووت او ډېر ژر کورنۍ جګړې پيل شوې.

نيوليک

پخواني وختونه، شخصي او سياسي ژوند

د ډاکټر نجيب الله د ولسمشرۍ دوره ٦ کاله وه.
د ډاکټر نجيب الله د ولسمشرۍ دوره ٦ کاله وه.

ډاکټر نجيب الله په کابل کې د احمدزيو غلزي پښتنو کورنۍ کې زېږېدلی. هغه خپلې زده کړې د حبيبيې په لېسه کې پای ته رسولي او وروسته بيا د کابل پوهنتون د طب پوهنځۍ کې ومنل شو او په ١٩٧٥ کال کې د هماغه پوهنځي نه طبيب وواته.

نوموړی په ١٩٦٥ کال کې د افغانستان د پرچم ګوند غړی شو، سره له دې چې دی يو ډېر پوه سړی وه خو د خپلو نورو ملګرو په مېنځ کې د تکړه جوسې له مخې د نجيب ګو په نامه مشهوره شوی وه. په ١٩٧٨ کال کې چې کله خلقيانو او پرچميانو پر سردار محمد داود خان کودتا وکړله او خلقيان د واک خاوندان شوه نو ښاغلی نجيب الله يې د هېواد نه دباندې ايران ته ولېږه او دی هلته په تهران کې د افغانستان سفير شو. خو بيا وروسته ډاکټر نجيب الله يې د دندې نه ګوښه کړ او نوموړی د روسانو تر راتګ پورې په اروپا کې اوسېده.

سياسي ډګر

په ١٩٧٧ کال کې ډاکټر نجيب الله د مرکزي کميټې غړی شو او په ١٩٧٨ کال کې د انقلابي شورا غړيتوب يې واخيست. کله چې د خلقيانو سياسي فشار پر پرچميانو زيات شو نو د هماغه وخت حکومت پرېکړه وکړه چې ډاکټر نجيب الله د هېواد نه دباندې واستوي او په همدې توګه يې نوموړی ايران ته د سفير په توګه ولېږه. او ډېرې لنډې مودې وروسته هغه د سفير له دندې نه ګوښه او په همدې توګه د افغاني طابعت نه هم بې برخې کړای شو.

کله چې روسانو په ١٩٧٩ کال کې پر افغانستان يرغل وکړ نو پدغه وخت کې ډاکټر نجيب الله هم بېرته کابل ته راستون شو. په ١٩٨٠ کال کې د خاد د ريس په توګه وټاکل شو. داسې وييل کېږي چې د خاد رياست، د ډاکټر نجيب الله د مشرتابه په وختونو کې ډېر کسان بندي کړل او په زرګونو شمېر افغانان يې په زندانونو کې وزورول او په اعدام يې محکوم کړل. بيا په ١٩٨١ کال کې نوموړي ته د سياسي بېرو بشپړ غړيتوب ورکړ شو.

په ٤ د مۍ، ١٩٨٦ زېږيز کال کې ببرک کارمل خپل د دندې نه لاس په سر شو او پر ځای يې ډاکټر نجيب الله د افغانستان ولسمشر شو. که څه هم چې کارمل د يو څه مودې لپاره د ولسمشرۍ پر چوکۍ ناست وو خو ډاکټر نجيب الله ته د ولسمشرۍ واک ورسپارل شوی وو.
د شوروي لخوا نه د ډاکټر نجيب الله د ولسمشر کېدلو ټاکل په ښکاره توګه د خاد په رياست کې د هغه د کاميابه رياست نتيجه وه، په هغه وختونو کې د خاد څارګره اداره په ټول افغانستان کې يوه واکمنه او برلاسې اداره وه.

د افغانستان د جمهوريت ولسمشر ( نومبر ١٩٨٧ – اپرېل ١٩٩٧)

د ډاکټر نجيب الله په وخت کې د افغانستان د ډيموکراتيک جمهوري دولت بېرغ. د بېرغ په نښان کې سور ستوری لېرې شوی، ماشيني غاښۍ بېرته لاندې ځای شوې او د لمر لاندې زرغون افق هم پکې څرګندې نوې نښې دي.
د ډاکټر نجيب الله په وخت کې د افغانستان د ډيموکراتيک جمهوري دولت بېرغ. د بېرغ په نښان کې سور ستوری لېرې شوی، ماشيني غاښۍ بېرته لاندې ځای شوې او د لمر لاندې زرغون افق هم پکې څرګندې نوې نښې دي.

د ١٩٨٦ کال په نومبر مياشت کې ډاکټر نجيب الله د افغانستان ولسمشر وټاکل شو او په همدې توګه د افغانستان لپاره يوه نوې بنسټيزه کړنلاره (اساسي قانون) هم جوړه شوه. بيا په همدې وخت کې ځينې نوي ابتکارونو او زياتونو په اساسي قانون کې د افغانستا سياسي ډګر د يو ګونديز نظام نه څو ګونديز حکومتي نظام جوړ کړو، په بنسټيزه کړنلاره کې د بيان آزادۍ د ساتلو او د يو اسلامي قانون يا شرعيت پر بنسټ خپلواک قضايي نظام جوړ شو.
که څه هم چې ددغو اصلاحګانو سره سره ولسمشر چې د لوی واک او برلاسۍ خاوند وه چې د پوځ او د پوليسو د امر واکدار و خو دغه انډول د حزب وطن يا د وطن د ګوند بې توله کاوه او ددغه ګوند د کنټرول نه پرته يې هېڅ نه شو کولی. حزب وطن يا د وطن ګوند په ١٩٨٨ زېږيز کال کې جوړ شوی وه. په سېپټمبر د هماغه کال ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې په نامه يو کميسيون جوړ کړ، او ددغه کميسون دنده دا وه چې د حکومت ضد جنګياليو سره اړيکې ټينګې کړي او د حکومت او د حکومت ضدو جنګياليو ترمېنځ سوله راولي. په دغو وختونو کې څه د پاسه ٤٠٠٠٠ جنګياليو سره اړيکې ونيول شوې او هغوی د حکومت بلنې ته هرکلی وويل.
په همدې توګه نجيب الله په سيمه کې خپل سياسي حيثيت ټينګ وساته تر هغه حده پورې چې مسکو يې دې ته اړ کړ چې خپل پوځونه د هېواد نه وباسي او په ٢٠ د جولای ١٩٨٧ زېږيز کال کې د افغانستان له خاورې د روسيې د وروستي سرتېري د وتلو خبر خپور شو.
دا د ډاکټر نجيب الله د ولسمشرۍ وختونه وه کله چې په ١٩٨٥ او ١٩٨٦ کلونو کې په افغانستان کې د جړې ډګر ډېر تود وه. په همدغه کلونو کې روسي پوځونو د پاکستان پولې ته څېرمه د مجاهدينو پر ضد خپل تر ټولو لوی او ګټور عمليات پيل کړي وه. د همدغو عملياتو په پايله کې په هرات او کندهار کې هم مجاهدينو دفاعي عمليات ترسره کړل.

Najibullah made an expanded reconciliation offer to the resistance in July, 1987 including twenty seats in State (formerly Revolutionary) Council, twelve ministries and a possible prime minister-ship and Afghanistan's status as an Islamic non-aligned state. Military, police, and security powers were not mentioned.

The offer still fell far short of what even the moderate mujahedin parties would accept.

Najibullah then reorganized his government to face the mujahedin alone. A new constitution took effect in November, 1987. The name of the country was reverted to the Republic of Afghanistan, the State Council was replaced by a National Assembly for which "progressive parties" could freely compete. Mir Hussein Sharq, a non-party politician, was named Prime Minister.

On June 7, 1988, President Najibullah addressed the UN General Assembly for peace solution of crisis in Afghanistan.

د روسانو وتل او کورنۍ جګړه

ډاکټر نجيب الله د روسانو د وتلو نه وروسته د افغانستان ملي جرګې ته د وينا پر مهال.
ډاکټر نجيب الله د روسانو د وتلو نه وروسته د افغانستان ملي جرګې ته د وينا پر مهال.

Immediately after the Soviet departure, Najibullah pulled down the façade of shared government. He declared an emergency, removed Sharq and the other non-party ministers from the cabinet. The Soviet Union responded with a flood of military and economic supplies. Sufficient food and fuel were made available for the next two difficult winters.

Much of the military equipment belonging to Soviet units evacuating Eastern Europe was shipped to Afghanistan. Assured adequate supplies, the Afghan Air Force, which had developed tactics minimizing the threat from Stinger missiles, now deterred mass attacks against the cities. Medium-range missiles, particularly the Scud, were successfully launched from Kabul in the defense of Jalalabad, 145 kilometres miles away.

Victory at Jalalabad dramatically revived the morale of the Kabul government. Its army proved able to fight effectively alongside the already hardened troops of the Soviet-trained special security forces. Defections decreased dramatically when it became apparent that the resistance was in disarray, with no capability for a quick victory.

Soviet support reached a value of $3 billion a year in 1990. Kabul had achieved a stalemate which exposed the mujahedin's weaknesses, political and military. Najibullah's government survived for another two years. Eventually divisions within his own ranks, including the defection of General Abdul Rashid Dostam fatally weakened the government's resolve.

In March 1990, his Government successfully withstood a Khalqi coup, headed by Defense Minister Shahnawaz Tanai. Gulbuddin Hekmatyar was one of the main supporters of the coup.

Najibullah had been working on a compromise settlement to end the civil war with Ahmad Shah Masood, brokered by the United Nations. But talks broke down and the government fell, and by 1992 Najibullah agreed to step down in favor of a transitional government. He also announced that a bicameral parliament would be established "within a few month," on the basis of "free and democratic elections."

The regime collapsed while it still possessed material superiority. Its stockpiles of munitions and planes would provide the victorious mujahedin with the means of waging years of highly destructive war. Kabul was short of fuel and food at the end of winter in 1992.

Najibullah announced his willingness on March 18 to resign in order to make way for a neutral interim government. On April 16, having lost internal control, was forced to resign by his own ruling party, following the capture of the strategically important Bagram air-base and the nearby town of Charikar, by the Jamiat-i Islami guerrilla group.

د کابل نيول او د ده وژل کېدل

په ١٩٩٦ کال کې چې کله  طالبانو کابل ونيو، نو ډاکټر نجيب الله يې وواهه، وټکاوه، په ګولۍ يې وويشته او وروسته يې بيا په سولۍ وځړاوه.
په ١٩٩٦ کال کې چې کله طالبانو کابل ونيو، نو ډاکټر نجيب الله يې وواهه، وټکاوه، په ګولۍ يې وويشته او وروسته يې بيا په سولۍ وځړاوه.

ډاکټر نجيب الله غوښتل چې د کابل نه وتښتي، خو د عبدالرشيد دوستم لخوا يې خنډ ونيول شو او هغه په تېښتې بريالی نه شو. په ١٧ د اپرېل نوموړي په کابل کې د ملګري ملتو دفتر ته پناه يووړله. ولسمشر برهان الدين رباني، ډاکټر نجيب الله ته د هېواد د پرېښودلو نه ډډه وکړه، خو هېڅ کله يې د هغه د نيولو او بندي کولو هڅه هم و نه کړه.
په کومه ورځ چې سروبي د طالبانو د واک لاندې شو، ډاکټر نجيب الله ملګري ملتونو ته په اسلام آباد کې يو پېغام ولېږه، او د هغوی نه يې د خپل او د خپل د ورور شاهپور احمدزي او دده د ځينو ساتونکو د ژغورنې او تخليې د مرستې غوښتنه وکړه، خو په دې مسله کې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی-اس-آی د لاسوهنې په سبب د ملګرو ملتونو دفتر هېڅ کوم ځواب ورنه کړ.
د ډاکټر نجيب الله ښځه فتانه او د هغه درې لورګانې د ١٩٩٢ کال نه په نوي ډېلي کې ژوند کاوه. هغه خپل د ژوند پاتې شپې ورځې په نظر بندۍ کې تېرولې او تر سېپتمبر ١٩٩٦ پورې کله چې طالبانو کابل ونيول هماغلته وو.
احمد شاه مسعود، د برهان الدين رباني د پوځي قطعاتو آمر خپل يو لوړپوړی جنرال ده ته ورلېږلی وه او د هغه نه يې غوښتنه کړې وه چې ددوی د جنګياليو سره يوځای مخ پرشا ولاړ شي، او د شمال پر لورې يې د خوندي تګ ژمنه کړې وه، خو ډاکټر نجيب الله ورسره نه وه منلې. ځينې خلک داسې ګونګوسی کوي چې هغه نه غوښتل د تاجکانو سره ولاړ شي دا ځکه چې هغه د پښتنو د غبرګون نه وېرېده.
نجيب الله د وروستي ځل له پاره په اسلام آباد کې د ملګرو ملتونو دفتر ته خپل بې سيمه پيغام واستاوه او د مرستې غوښتنه يې وکړه. خو دا ځل ډېر ځنډ شوی و. داسې وييل کېږي چې د طالبانو په نوم د پاکستان د آی اس آی د کسانو له خوا يو ٥ کسيزه ډله چې ددې دندرې لپاره ګومارل شوي وه او په وسلو سمبال وه د ملګرو ملتونو دفتر ته ورننوتل، ډاکټر نجيب الله يې د ملګرو ملتونو د دفتر نه دباندې په زور ووېسته. هغوی لومړی دی ډېر وکړاوه او هڅه يې دا وه چې د ښاغلي ولسمشر نه د ډيورنډ د کرښې د رسمي منلو په کاغذونو باندې لاسليک ترېنه واخلي. بيا يې د ولسمشر ورور او دی دواړه په ټويټا موټر پسې وتړل او د ولسمشر تر ماڼۍ پورې يې په موټر پسې راوکاږل. هغوی ډاکټر نجيب الله او د هغه ورور په ګولۍ وويشته او په آخر کې يې دواړه د د ملګرو ملتونو د دفتر نه يو څو متره لرې د ولسمشر د ماڼۍ مخې ته په ټرافيکي ستنه وځړول. دا هغه ځای وه چې ښاغلي ولسمشر د جلال آباد په جګړه کې د پاکستان په ښکېلتيا سخته نيوکه کړې وه.
پدې وخت کې بيا ملا محمد رباني چې د کابل د نيولو وروسته د طالبانو په واکمني کې د ولسمشرۍ دنده ور په غاړه شوه دا انګېرنې کولې چې ډاکټر نجيب الله ته د مړينې سزا د طالبانو له خوا ورکړل شوه او دا دليل يې وړاندې کړ چې هغه يو وژونکی او کمونېسټ وه. او بيا ملا محمد رباني په اسلامي توګه د پخواني ولسمشر د مړي پر خښولو هم بنديز ولګاوه.
د پخواني مشر د مړينې د خبر په خپرېدلو سره نړېوالو او په ځانګړي توګه اسلامي نړۍ د طالبانو دا بې رحمانه او وحشيانه عمل وغنده. تر اوسه پورې د پښتنو ملتپالو له خوا د هغه د ياد د تازه کولو په خاطر د هغه تلين لمانځل کېږي. د هغه مړی بيا د پکتيا ولايت مرکز ګردېز ته د احمدزيو د قوم له خوا ولېږدل شو او هماغلته خاورو ته وسپارلی شو. دا د هغه د زېږېدو ځای وه.

Preceded by:
حاجي محمد څمکنی
د افغانستان ولسمشر
September 1987 – April 1992
Succeeded by:
صبغت الله مجددي
Preceded by:
اسد الله امين

(د کام مشر)

د خاد ريس
1980 – می 1986
Succeeded by:
جنرال غلام فاروق يعقوبي
Preceded by:
ببرک کارمل
د افغانستان د خلق دېموکراتيک ګوند عمومي مرستيال
می 1986 – اپرېل 1992
Succeeded by:
هېڅوک نه - ګوند له منځه ولاړه
Preceded by:
ببرک کارمل
د انقلابي شورا ريس
می 1986 – نومبر 1987
Succeeded by:
None - انقلابي شورا په رياستي شورا بدله شوه

دا هم وګورۍ

باندنۍ تړنې


aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - en - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu -