>


Web - Amazon

We provide Linux to the World


We support WINRAR [What is this] - [Download .exe file(s) for Windows]

CLASSICISTRANIERI HOME PAGE - YOUTUBE CHANNEL
SITEMAP
Audiobooks by Valerio Di Stefano: Single Download - Complete Download [TAR] [WIM] [ZIP] [RAR] - Alphabetical Download  [TAR] [WIM] [ZIP] [RAR] - Download Instructions

Make a donation: IBAN: IT36M0708677020000000008016 - BIC/SWIFT:  ICRAITRRU60 - VALERIO DI STEFANO or
Privacy Policy Cookie Policy Terms and Conditions
ډاکټر نجيب - Wikipedia

ډاکټر نجيب

د Wikipedia لخوا

ډاکټر نجيب الله
ډاکټر نجيب الله
د زېږېدو نېټه: ١٥ د زمري، ١٣٢٥
د مړينې نېټه: ٥ د تلې، ١٣٧٥
د افغانستان ولسمشر
د ور په غاړه دندو ترتيب: د افغانستان پينځم ولسمشر

( د خلق دموکراتيک ګوند څلورم مشر)

د کار موده: سېپتمبر ١٩٧٩ – ډېسمبر ١٩٧٩
مخکينی ولسمشر: ببرک کارمل
وروستنی ولسمشر: صبغت الله مجددي
د کار موده: نومبر ١٩٨٦ – اپرېل ١٩٩٢

ډاکټر نجيب الله د اختر محمد زوی د ١٣٢٥ کال د اسد د مياشتې په ١٥ نېټه د کابل په «مراد خانيو» کې په يوی مسلمانه دينداری پښتنې کورنۍ کې زېرېدلی دی.

نيوليک

زده کړې

نوموړي په ١٣٣١ کال کې خپله لومړنۍ زده کړه د کابل د ده افغانانو په لومړني ښوونځي کې پيل او په ١٣٤٢ کال يې د کابل د «حبيبيې» لېسې څخه په اعلی درجه بکولريا لاس ته راوړه.
په ١٣٤٤ کال کې د کابل پوهنتون په «M.P.C.B» کورس کې شامل شو، د دغه کورس په بری سره تر بشپړېدو وروسته په پوهنځي کې شامل شو.

د سياسي ژوند پيل

په ١٣٤٤ کال کې کله چې لا د «M.P.C.B» د کورس محصل ؤو، عملي سياست ته يې ودانګل. د همدغه کال په بهير کې ؤ چې د همدې کورس د درې سؤو څخه زياتو زده کوؤنکو هغه د حکومت سره د خبرو لپاره د هغه کړکېچ په هکله چی د عقرب د مياشتې د درېيمې ورځې په پايله کې پيدا شوی ؤو، د کانديدولونه وروسته وټاکه. په دغه وخت کې نجيب الله لا د هېڅ يوه سياسی بهير غړی نه وو. وروسته بيا هغه د ١٣٤٤ کال د جدي په مياشت کې د افغانستان د خلک د دموکراتيک ګوند غړيتوب تر لاسه کړ.

د خپل ګوند په نمايندګئ يې په مظاهرو، غونډو او ميټنګونو کې فعاله ونډه اخيسته او د دغه دوران د پښتو او دري ژبو يو پياوړی او سر اېستلی وياند ؤ. په پښتو او دري ژبو يې روانې خبری کولې او په انګليسی او اردو ژبو هم پوهېده. د پوهنتون په ټول تحصلي ژوند کې د داکټر نجيب الله له نوم سره ځوانان آشنا ؤ او مينه يې ورسره لرله.

له يو شمېر نورو محصلينو سره يې د ١٣٤٨ کال په اوله نيمايي کې په سياست کې د فعالې برخې اخيستنې له امله څلور مياشتې بندي شو. ١٣٤٨ کال د افغانستان په تاریخ کې د مظاهرو او اعتصابونو د کال په نوم شهرت لري.

بندي کېدل

يو ځل بيا محترم نجيب الله له يو شمېر نورو محصلينو سره د ١٣٤٩ کال د جدي په مياشت کې له دې امله پوره ٩ مياشتې بندي شو چې د کابل د ښاريانو له خوا د امريکا د جمهور رئيس ريچارډ نېکسن د معاون سپيرو اگنيو په موټر چې د افغانستان د حکومت مېلمه ؤو د خوسا هګيو ګزارونه وشول او د هغه مخې ته د امريکی بېرغ وسؤځول شو.
دوه ځله بندي کېدلو هغه د نورمال تحصلي بهير څخه درې کاله شاته وغورځاوه. په ١٣٥٤ کې د کابل پوهنتون د طب له پوهنځي نه فارغ شو او ورپسې يې د قرغې د احتياطو د ضابطانو په غنډ کې ٦ مياشتې د عسکري خدمت سر ته رسولی دی.
د ١٣٥٦ کال د اسد په مياشت کې يې د افغانستان د خلک د دموکراتيک ګوند د مرکزي کوميټې غړيتوب تر لاسه کړ او د کابل ښار د ښاري ګوندي کوميټی مشر وټاکل شو.

شخصي ژوند

په ١٣٥٣ کال کې يې واده کړی او درې لوڼی د هيلې، اونۍ او مسکا په نومونو لري. هغه د ١٣٥٧ کال د ثور د مياشتې له بدلون نه وروسته، په داسې حال کې چې د کابل ښار د ګوندي کميټی منشی ؤ، د کابل ولایت دولتی کميټی مسئوليت يې هم په غاړه درلود. له رژيم سره د سياسی اختلاف په وجه د ١٣٥٧ کال د سرطان په مياشت کې په ايران کې د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت د لوی سفير په حيث وګمارل شو او وروسته بيا د همدغه کال د تلې د میياشتې په نيمايي کې له رژيم سره د سياسي اختلاف د ژوروالي له امله د سفارت له دندې څخه ګوښه کړی شو. د همدې اختلاف له مخې اول (يوګوسلاويې) بيا (فرانسې) او بيا بېرته (يوګوسلاويې) ته ولاړ. شهيد نجيب الله د ١٣٥٨ کال د جدي د مياشتې په ٢١ مه نېټه بېرته خپل وطن ته راستون شو او د دولتي خدمتونو د اطلاعاتو (خاد = خدمات امنيت دولتي) د رئيس په توګه وټاکل شو او د دې تر څنګ يې د قبائيلي چارو د سمون د کميسيون مسئوليت هم په غاړه درلود.

د ١٣٦٠ کال د زمري په مياشت کې يې د ګوند د مرکزي کميټی په يوه پراخه غونډه کې د ا.خ. د. گ. د سياسي دفتر غړيتوب تر لاسه کړ.

سياسي وړتوبونه

د ډاکټر نجيب الله د ولسمشرۍ دوره ٦ کاله وه.
د ډاکټر نجيب الله د ولسمشرۍ دوره ٦ کاله وه.

محترم ډاکتر نجيب الله دخپل دوران يو سر ايستلی وياند او سياست پوه ؤ . دده په وينا عام خلک ښه پو هيدل او په خلکو کی يی ژوره جاذبه لرله. محترم نجيب الله دخپل وطن او خلکو زړه ورسپاهی ، مهربان ، صابر ، استوار او د يو پيش بين او نوښت گر شخصيت خاوند ؤ. هغه لکه په کوم ډول چه خلکو ته يی لارښؤونه کوله ، دخلکو او شرايطو څخه يی زده کړه هم کوله . دهمدغی زده کړی په نتيجه کی ؤ چې هغه د١٣٦٤ کال په اوږدو کې دافغانستان دبحران دحل دپاره دکورنی او بهرنی وضعی دعينی کرکتنې او تجزيې نه وروسته ځان ته معينی طرحی او نظريه پيدا کړی وه . دغه نظريه چې وروسته بيا په گوند او خلکوکې په يو فکري خط بدله شوه - دايديولوژيکي چوکاټونو نه فاصله نيول او په عمل کې دتيرو تپل شوو ايديالوژيکي چوکاټونو پريښؤول، په سوله ايز ډول د افغانستان دلانجی حل، په جگړه کې دښکيلو خوا و تر مينځ د ديالوگ او خبرواترو لاره پرانستل، دافغانستان څخه د شوروي دنظاميانو دوتلو دپاره زمينه برابرول، دسياسي پلوراليزم پر بنسټ ددموکراسۍ رواج او په عمل کی پلی کول - دغه نظريه دډاکتر نجيب الله له خوا دگوند دسياسی دفتر په غونډو کې او همدا راز دشوروی دوخت مقاماتوته په هر اړ خيزه ډول توضېح شوی وه او همدا راز يې دشوروي دوخت مقاماتو ته په ښکاره ويلي ؤ چې دغه نوی سياسی دريځ به د اړينو بدلونونو سره غبرگ د دواړو هېوادونو په گټه وي .

محترم نجيب الله د١٣٦٤ کال دحوت دمياشتې په پيل کې ددولتي خدمتونو له اطلاعاتي ادارې نه ګوښه کړی شو او د دې سره د ګوند د مرکزي کميټې د دارالانشاء د منشي په توګه او بيا د ١٣٦٥ کال د ثور دمياشتې په ١٤ مه نېټه د ګوند په اتلسم فوق العاده پلنوم کې د ګوند دعمومي منشي په توګه وټاکل شو. د دې نوي مشرتابه له ټاکلو سره سم د ګوندي او دولتي سياست لور بدل شو . ډاکتر نجيب الله وروسته له دی چې د ګوند عمومي منشي وټاکل شو، د خلکو د غوښتنو او د ګوند په ليکو کې د سالم تفکر د خاوندانو په پلوي او دهېواد د عينی واقعيتونو پر بنسټ خپله طرحه چې په حقيقت کې دشخړو د هوارؤلو نوې لاره وه او د ژورې انساني محتوی په لرلو سره، له جګړې نه د افغانانو د ژغورولو او دتلپاتې سولې ور په برخه کولو یواځنۍ لاره وه، د ١٣٦٥ کال د مرغومي دمياشتې په ١٣ مه نېټه په ګوندي جلسه کې د يو ستراتيژيک هدف په توګه وړاندی کړه، چې په پای کې د غونډی دګډونکو له خوا تصويب شوه، او دهمدغې ورځې د غرمې نه وروسته په يوې درنې افغاني غونډه کې چې سرايستلي ګوندي او غېرګوندي مشران په کې راټول شوي وه، د ملي روغې جوړې دغه رغنده نوښتګر سياست د ډاکتر نجيب اله له خوا رسماً اعلان شو. او په عمل کې د ١٣٦٥ کال د مرغومي په ٢٥ مه نېټه يو اړخيز اوربند ېې اعلان او د دغې انساني مشی پلي کېدل يې پيل کړل. همدا ډول د نوي سياست څخه په پيروي د همدغه کال د دسلواغې د مياشتې په لومړۍ نېټه دسياسي بنديانو دآزادولو په هکله د ډاکتر نجيب الله له خوا دبښنې عمومي فرمان صادر شو، چې دهغه په اساس په زر ګونو بنديان خوشې کړی شول. د ملي روغې جوړې سياست هغه وخت په لاندنيو څلورو ستنو ولاړؤ  :

    1. له پوځي پلوه په ټول افغانستان کې دسولې بسيا کېدل (يعنې د وسلې ټولول او يوې قانوني افغاني مرجع ته ورسپارل .)
    2. په سياسي ډګر کې اېتلاف ، سياسي پلوراليزم، دموکراسي او پراخ بنسټه حقوقي اداره جوړول .
    3. له اقتصادي اجتماعي پلوه د اقتصاد دټولو ډولونو همزمان ممکنه وده او پر مختيا او د آزاد بازار د اقتصادي سيستم غښتنوالی .
    4. د ملي روغې جوړې په خپرونه کې درې مسئلې دړومبني عملي اقدام په توګه په ګوته شوي وې
      • يو شپږ مياشتنی يو اړخيز اوربند .
      • د وسله وال اپوزيسون په ګډون « دملي وحدت حکومت » جوړول.
      • تقريباً دپنځه ميليونو په شاوخوا کې دافغاني مهاجرينو له پاکستان او ايران نه بېرته خپل هیواد ته ستنېدل .

ددی سیاست معنی داوه چې د افغانانو تر منځ دوینی تویو لو او د ورور وژنی بهیر پای ته ورسیږی، خپل منځی مشکلات دتیریدنی او گذشت په روحیه دافغانانو دخپل منځی دیالوگ له لاری دحل امکان پیدا کړی، دقدرت له یو اړخیز انحصار نه ډډه وشي او یوه پراخ بنسټه ملی اداره جوړه شي او داسې فضا رامنځ ته شي چه تول افغانان په خپله دآزادو ټولټاکنو له لاری دخپل برخلیک د ټاکلو وس پیدا کړی . د ډاکتر نجیب الله د سیاست دپلي کولو په پایله کې وؤ چې دنوی اساسی قانون مسوده د١٣٦٦ کال دسر طان په میاشت کې خپره شو او دمخالفینو په شمول دټولو خلکو څخه غوښتنه وشوه چې په دغه مسوده کې دتغییر او بدلون په هکله خپل رغنده نظریات داساسی قانون کمیسیون ته ورواستوي.

څومیاشتی وروسته دنوی اساسی قانون په مسوده باندی دبحث، تأ یید او تصویب لپاره دټول افغانستان نه عنعنوی لویه جرگه دکابل تاریخی ښارته راوبلل شوه، پدی ترتیب دنوی اساسی قانون مسوده له یو لړ تغییراتو او بدلونونونه وروسته دلویی جرگی دبرخه والو له خوا دقوس دمیاشتی په نهمه نیټه د رایو په اتفاق تصویب شوه . همدا ډول دنوی اساسی قانون د حکمونوله مخی دلویی جرگی دبرخه والو له خوا، ډاکتر نجیب الله د رایو په اتفاق دافغانستان دجمهور رئیس په توگه وټاکل شو .

ملي روغه جوړه

ډاکټر نجيب الله د روسانو د وتلو نه وروسته د افغانستان ملي جرګې ته د وينا پر مهال.
ډاکټر نجيب الله د روسانو د وتلو نه وروسته د افغانستان ملي جرګې ته د وينا پر مهال.

دملی روغی جوړی دسیاست بله ستره بریا د١٣٦٧ کال دحمل دمیاشتی په ٢٤ مه نیټه دژنیو دتړونونولاسلیک کؤل ؤ چې دهغو په بنسټ دپخوانی شوروی پوځونو ته بیرته خپل هیواد ته دبشپړ ستنیدو لپاره لاره هواره شوه . شهید نجیب الله د دلوی دمیاشتی ٢٧مه نیټه چې دافغانستان څخه دروسی پوځیانو دوتلو د ورځی سره مصادفه وه دملی نجات ورځ اعلان کړه. شهیدنجیب اله د١٣٦٩ کال دسرطان دمیاشتی په شپږ مه نیټه دگوند ددویمی کنگری په ترځ کې دگوند دعمومی منشی په توگه یوځل بیا وټاکل شو . په همدغه کنگره کې دگوند په کړنلاری اوگوندی ژوندکې ژور بدلونونه رامنځ ته شول. گوند د کلیشه یی او دوچو ایدیولوژیکی شعار ونو څخه دوطن دخلکو دغوښتنو په بنسټ، دریښتنی دموکراسی، دجنگ جگړی دعملی ختمیدو اوملی مصلحت دپلي کولو په لور گذار وکړ . دگوند نوم د«وطن گوند» تصویب شو او دغه گوند نور دتل لپاره دبنیاد گری او غیر عملی شعارونوسره مخه ښه وکړه . ١٣٧٠کال دشهید نجیب الله او دهغه دملی روغی جوړی دسیاست دپلویانو لپاره دسختو ازمایښتونوکال ؤ . ډاکتر نجیب اله پراخ، نوښتگر او هدفمن اقدامات تر سره کول، په گوند کې یې دروغی جوړی تگ لاره په نوی روحیی سره سمبال کړه، دملگرو ملتونو د دفتر تر مستقیمی سر پرستی لاندی او دهغوی په ضمانت دقدرت دویش اویا بی طرفه شوری ته د لږدولو میکانیزم دخبرواترو مهمه موضوع وه، د دغو خبرواترو رغنده نتایج دملگرو ملتونو په پنځه فقره ییز پلان کې انعکاس وموند. ټول تدبیرونه په چټکه توگه سرته رسیدل اود١٣ کلنی جگړۍ له ناورین نه ستړي افغانان دهمیشنی سولی دبری لورته سترگی په لاره ؤ . ډاکتر نجیب الله دملگرو ملتونو دجنرال سکرټر پطروس غالی دغوښتنی په اساس اود هغه د ځانگړي استازي اومرستیال بنین سیوان دپنځه فقره ایز پلان له مخی ددولتی واک نه دگوښه کیدو او دقدرت دلیږدولو دژمنی په هکله د ١٣٧٠ کال دحوت دمیاشتی په ٢٧ مه نیټه خپله تاریخی اعلامیه صادره کړه، پدی ترتیب دملی روغی جوړی په لارکې ټولی بهانی اوخنډونه عملاً ایسته شول. شهید ډاکتر نجیب الله دملی روغی جوړی دسیاست اود ملگرو ملتونو دپنځه فقره ایز پلان دپوره عملی کیدو لپاره پخپل ټول توان او پوره ریښتینوالی او وفاداری کار وکړ . څو دملی روغی جوړی لاس ته راوړنی اوپه افغانستان کی دسولی دبهیر گړندي کیدل، چې په نتیجه کې به په افغانستان کې دانتخاباتو له لاری یو پیاوړی ملی حکومت رامنځ ته شوی وای، گاونډیو هیوادونو هر یوه دخپلو مغرضانه اهدافو له زاویې څخه داسی یو مرکزی پیاړی حکومت په افغانستان کې دخپلو گټو سره په ټکرکی لیده. په همدغه لحاظ ؤ چې دملگرو ملتونو دسولی دپنځه فقره ایز پلان د ناکامولو هڅی یې پیل کړی .

واک پرېښودل او مړينه

په ١٩٩٦ کال کې چې کله  طالبانو کابل ونيو، نو ډاکټر نجيب الله يې وواهه، وټکاوه، په ګولۍ يې وويشته او وروسته يې بيا په سولۍ وځړاوه.
په ١٩٩٦ کال کې چې کله طالبانو کابل ونيو، نو ډاکټر نجيب الله يې وواهه، وټکاوه، په ګولۍ يې وويشته او وروسته يې بيا په سولۍ وځړاوه.

پدی ترتيب يې دافغانستان دحاکميت په دننه کې يو شمېر پوځي جنرالان او دوطن ګوند په سياسي دفتر کې معلوم الحاله اخيستل شوی افراد د «مجاهدينو» دقومندانانو د يو شمېر وګړو او ډلو په مرسته په يو ګډ پلان کې يو ځای د ١٣٧١ کال د وري د مياشتې په وروستيو ورځو کې د شهيد نجيب الله او د ملګروملتونو دپنځه فقره ايز پلان په ضد يوه خاموشه کودتا تر سره کړه . ډاکتر نجيب الله په مرګ تهديد شو او علل اجبار د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په مرسته يې په کابل کې د هغوی دفتر ته پناه يوړه، او پوره څلورنيم کاله يې دملګرو ملتونو په مقر کی تېر کړل . او بلاخره د«١٣٧٥» کال د تلې د مياشتې په پنځمه نېټه کابل ته د طالبانو دلښکرو د ننوتلو سره سم د وحشت او بربريت په لاسونو په ډېره وحشيانه، غيرانساني، غيراخلاقي او غيراسلامي طريقې شهيد کړی شو .

انالله واناليه راجعون
Preceded by:
حاجي محمد څمکنی
د افغانستان ولسمشر
September 1987 – April 1992
Succeeded by:
صبغت الله مجددي
Preceded by:
اسد الله امين

(as Head of the KAM)

د خاد ريس
1980 – May 1986
Succeeded by:
جنرال غلام فاروق يعقوبي
Preceded by:
ببرک کارمل
General Secretary of the د افغانستان د خلق دېموکراتيک ګوند
May 1986 – April 1992
Succeeded by:
هېڅوک - Party Dissolved
Preceded by:
ببرک کارمل
د انقلابي شورا ريس
May 1986 – November 1987
Succeeded by:
None - انقلابي شورا په رياستي شورا بدله شوه

دا هم وګورۍ

ډاکټر نجيب الله (د شهيد نجيب الله په هکله د ويکيپېډيا بل ژوندليک)

باندنۍ تړنې


< Static Wikipedia 2008 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - en - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu -

Static Wikipedia 2007 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - en - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu -

Static Wikipedia 2006 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu

span style="font-weight: bold;">Our
"Network":



Project Gutenberg

href="https://gutenberg.classicistranieri.com">https://gutenberg.classicistranieri.com



Encyclopaedia Britannica 1911

href="https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com">https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com



Librivox Audiobooks

href="https://librivox.classicistranieri.com">https://librivox.classicistranieri.com



Linux Distributions

https://old.classicistranieri.com



Magnatune (MP3 Music)

href="https://magnatune.classicistranieri.com">https://magnatune.classicistranieri.com



Static Wikipedia (June 2008)

href="https://wikipedia.classicistranieri.com">https://wikipedia.classicistranieri.com



Static Wikipedia (March 2008)

href="https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/">https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/



Static Wikipedia (2007)

href="https://wikipedia2007.classicistranieri.com">https://wikipedia2007.classicistranieri.com



Static Wikipedia (2006)

href="https://wikipedia2006.classicistranieri.com">https://wikipedia2006.classicistranieri.com



Liber Liber

href="https://liberliber.classicistranieri.com">https://liberliber.classicistranieri.com



ZIM Files for Kiwix

https://zim.classicistranieri.com





Other Websites:



Bach - Goldberg Variations

https://www.goldbergvariations.org



Lazarillo de Tormes

https://www.lazarillodetormes.org



Madame Bovary

https://www.madamebovary.org



Il Fu Mattia Pascal

https://www.mattiapascal.it



The Voice in the Desert

https://www.thevoiceinthedesert.org



Confessione d'un amore fascista

https://www.amorefascista.it



Malinverno

https://www.malinverno.org



Debito formativo

https://www.debitoformativo.it



Adina Spire

https://www.adinaspire.com




atOptions = { 'key' : 'e601ada261982ce717a58b61cd5b0eaa', 'format' : 'iframe', 'height' : 60, 'width' : 468, 'params' : {} };

Our "Network":

Project Gutenberg
https://gutenberg.classicistranieri.com

Encyclopaedia Britannica 1911
https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com

Librivox Audiobooks
https://librivox.classicistranieri.com

Linux Distributions
https://old.classicistranieri.com

Magnatune (MP3 Music)
https://magnatune.classicistranieri.com

Static Wikipedia (June 2008)
https://wikipedia.classicistranieri.com

Static Wikipedia (March 2008)
https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/

Static Wikipedia (2007)
https://wikipedia2007.classicistranieri.com

Static Wikipedia (2006)
https://wikipedia2006.classicistranieri.com

Liber Liber
https://liberliber.classicistranieri.com

ZIM Files for Kiwix
https://zim.classicistranieri.com


Other Websites:

Bach - Goldberg Variations
https://www.goldbergvariations.org

Lazarillo de Tormes
https://www.lazarillodetormes.org

Madame Bovary
https://www.madamebovary.org

Il Fu Mattia Pascal
https://www.mattiapascal.it

The Voice in the Desert
https://www.thevoiceinthedesert.org

Confessione d'un amore fascista
https://www.amorefascista.it

Malinverno
https://www.malinverno.org

Debito formativo
https://www.debitoformativo.it

Adina Spire
https://www.adinaspire.com