مبارز ساپی
د Wikipedia لخوا
پیاوړی شاعراونامتو لیکوال ښاغلی خان محمد مبارز څاپی د لغمان ولایت د الیشنګ د ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې بیا ورسته ئې د بغلان په ولایت کې استوګنه غوره کړه.نوموړي د هیواد په مختلفو اداري څانګو کې کار کړی دی. وروستی ماموریت ئې د لغمان ولایت داداري مدیر په حیث سرته رسولی دی. د ۱۳۴۱ هـ ش کې ئې شعرو شاعري پیل کړې. په ۱۳۵۷ کال پېښور ته مهاجر شوی او د څه وخت د تېرولو وروسته جرمني ته تللی، چې لا تر اوسه پورې په جرمني کې اوسي او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP)پښتونخوا / افغانستان د مشرانو د جرګې غړی او د پښتونخوا مجلی د خپرونی جرګی عړی دی.
[سمادول] د لیکوال چاپ شوی کتابونه
- ژوبل احساس : ( د شعرونو ټولګه )
- ګلپاڼه : ( د شعرونو ټولګه )
- زرپاڼه : ( د شعرونو ټولګه )
- دین ژبه او ملت : (په دریـو بـرخو کښې چې دوه برخې ئې څیړنـیز نـثر اودریمه برخه ئې اشعار دی )
- کاوون او کډوالۍ : اوله برخه قیصه او دوهمه برخه ئې شعرونه