>


Web - Amazon

We provide Linux to the World


We support WINRAR [What is this] - [Download .exe file(s) for Windows]

CLASSICISTRANIERI HOME PAGE - YOUTUBE CHANNEL
SITEMAP
Audiobooks by Valerio Di Stefano: Single Download - Complete Download [TAR] [WIM] [ZIP] [RAR] - Alphabetical Download  [TAR] [WIM] [ZIP] [RAR] - Download Instructions

Make a donation: IBAN: IT36M0708677020000000008016 - BIC/SWIFT:  ICRAITRRU60 - VALERIO DI STEFANO or
Privacy Policy Cookie Policy Terms and Conditions
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) - Wikipedia

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP)

د Wikipedia لخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ټولو پښتنو د یوالی او خپواکی ( ازادۍ ) ګوند دی چې د یوی داسی ټولنی د جوړولو هڅه کوی چې هر څوک پکی په ازادانه توګه خپل شخصیت ته وده ورکوی او د انسانانو په خدمت کی د ټولنی په سیاسی، اقتصادی او کلتوری ژوند کی برخه اخلی. پښتونولی ، ټولنولی او ولسولی د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند تاداو او بنسټ جوړوی. پښتونولی او ټولنولی د ولسولۍ په واسطه چې ګډ خوی ئی دی یو د بل پوری تړلی او نه بیلیدونکی دی. پښتونولی په اولسی ټولنولۍ کی او ولسی ټولنولی په پښتونولۍ پیاوړی او بشپړیږی. ازادی عدلت ( انصاف) او ورورولی د پښتنی ټولنیزی و لسولۍ غوښتنی دی. لدی کبله پښتانه ټولنیز ولسولی وال هر ډول امیرولی ( ډیکتاتوری) مطلقه ټولواک او یو ګوندیز حاکمیت نه منی چې د انسانانو ازادۍ او حقوق د مینځه وړی.


نيوليک

[سمادول] بنسټی ارزښتونه

۱ـ د پښتنو او د پښتنو د وطن پښتونخوا ویش سوله په خاطر کی اچولی ده. د سولی د ژوغورلو لپاره د ټولو پښتنو یووالی او د پښتنو د خپل خپلواک هیواد (سټیټ دولت ) پښتونخوا جوړونه د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند تر هر څه مهمه تر ټولو ستره دنده او بنسټی غوښتنه ده.

۲ـ د پښتونخوا د هیواد (سټیټ دولت ) واک به د اولس په لاس کی وی. ددی د پاره په کار دی چې د پښتونخوا د پښتنو د اولس ویش،جغرافیائی او اداری اسانتیاووله مخی په سیمو (سوبو / ایالتونو ) وویشل شی او هره سیمه بیا په لویو ولسوالیو ( ضلعو ) او ولسوالیو ( تحصیلونو ) ویشل شوی وی. هره سیمه ( سوبه / ایالت ) به ځانته سیمه ایزه جرګه (سوبائی / ایالتی جرګه ) او سربیره پر دی به د پښتونخوا یوه ملی جرګه (قومی جرګه ) او بله د مشرانو جرګه (سینټ ) وی. د سیمی ( سوبا ئی / ایالتی ) جر ګه به د خلپو غړو څخه د سیمی (سوبا ئی / ایالتی ) حکومتونه او ملی جرګه ( قومی جرګه ) به د خپلو غړو څخه مرکزی حکومت ټاکی. د مشرانو جرګه ( سینټ ) به د سیمو ( سوبو / ایالتونو ) د حکومتونو د مشرانو او د هری سیمی ( سوبی / ایالت ) د وګړو په حساب د سیده ټاکل شوو نماینده ګانو څخه جوړه شوی وی. د ملی (قومی ) اوسیمه ایزو ( سوبائی / ایالتی ) جرګو په پریکړو به غور کوی او جمهوریس به نوموی او د تا ئید لپاره به ئی لویه جرګه راغواړی د ملی ( قومی ) او سیمه ایزو ( سوبا ئی / ایالتی ) جرګو غړی په سلو کی اتیا ( ۸۰ ) د ولسوالیو ( تحصیلونو ) په حساب د ولسوالیو (تحصیلونو ) د وګړو له خوا په سیده توګه د ازادی ټاکنی د لاری او په سلو کی شل ( ۲۰ ) د هغه ګوند ونو د لاری چې په سلو کی ئی پنځه ( ۵ ) رائی ګټلی وی په غیری سیده توګه ټاکل کيږی. د پښتونخوا هر اوسیدونکی چې عمر ئی د اتلس ( ۱۸ ) کلونو څخه کم نه وی د دوه ووټونو حق لری چې یو به ګوند او بل به کاندید ته ورکوی خو خپله دملی ( قومی ) او سیمه ایزو ( سوبائی / ایالتی ) جرګو لپاره هله خپل ځان کاندید ولی شی چې عمر ئی د دیرش ( ۳۰ ) کلونو څخه کم نه وی.

۳ ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خپل مقدس دین اسلام د پر مختګ او ټینګښت د پاره هلی ځلی کوی او د نورو دینی عقیدوته په درنه سترګه ګوری.

۴ـ ژبه او کلتور د قام او وطن په ابادۍ کی مهم رول لوبوی لدی امله د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خپلی ژبی او کلتور وده او پر مختګ خپله بنسټی دنده ګڼی او غواړی چې د هیواد ( سټیټ / دولت ) دری واړه قوی ( قانون جوړونکی ، اجرائیه او عدلیه ) د پښتونولئ په بنسټ ولاړوی او د پښتنو د جرګو پریکړې رسمی خوی پیدا کړی.

۵ـ د تولید په وسایلود خصوصی ملکیت د ژغورلو او تقویه کولو حق لری تر هغو چې د عادلانه ټولنیز نظم مخه ونه نیسی. د اقصادی او خصوصی ملکیت داسی تقو یه کول پکار دی چې د یوی خوا د کار ځایونه پیدا شی او دبلی خوا وطن صنعتی وګرځی خو صنعت به په ټول وطن کی خوراو ور وی او مرکزی بڼه به نلری.

۶ـ هر تن مجبور دی چې هیواد ( سټيټ / دولت ) ته د خپل عایدات په اندازه محصول ورکړی.

۷ ـ کار د پښتونخوا د هر اوسیدونکی حق دی او هیواد ( سټیټ / دولت ) د خپل وس سره سم د کار پیدا کولو ذمه واری په غاړه لری. هغه چا ته چې کار نه پیدا کیږی او یا د کار کولو توان نلری د هیواد( سټيټ / دولت ) له خوا دومره مرسته ورسره کیږی چې ګذاره پری وکړی.

۸ ـ د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند د انسانانو ژوند او انسانی درناوی ته تر هر څه زیات ارزښت ورکوی او غواړی چې ټول انسانان مساوی حق ولری او هیڅوک د مرګ په جزا محکوم نه شی او هم په غیر انسانی توګه جسمانی او ساوال ( نفسی / روحی ) ونه ځورول شی.

۹ ـ ټولنیز امن او د ژوندانه د هر ډول شرائطو ښه کول او په تیره بیا د انسانانو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول د پښتنو د ټولنیزاولسولنیز ګوند غو ښتنه ده.

۱۰ ـ پوهنه دپښتونخوا د هر اوسیدونکی بنیادی حق دی او په معیاری پښتو ژبه به وی. پوهنه با یده ده چې هر چا ته ددی امکان ورکړی چې خپل استعداد ته بی د کوم خنډ څخه وده ورکړی. په پوهنه کی ډیره پاملرنه مسلکی ښوونځیو او زده کړی ته پکار ده ځکه چې د یوی خوا د مسلکی زده کړی پواسطه وطن ابادیدلی شی او د بل خوا هر سړی په خپلو پښو ودریدلی شی. دلسم (۱۰) ټولګی پوری زده کړه جبری ده او چاری ئی د مرکزی حکومت په غاړه دی. پوهنیزه څیړنه بایده ده چې د مرکز حکومت له خوا غښتلی شی. او نتیجی ئی د عوامو په خدمت او د ټولنی په وده کی راوستل شی.

۱۱ـ د فکر، نظریو، مظاهرو، جلسو او اتساب ازادی بی د رنګ، نسل، ښځی او نر دا امتیاز څخه د پښتنی ټولنیزی ولسولۍ بنسټی غوښتنه ده.

۱۲ـ خپرونی،مطبوعات، راډیو، تلویزون او فلمونه عامه دنده اجرا کوی. دوی بایده دی چې په ازادانه او ناپیلی توګه د پښتنی دود او دستور سره سم په هر ځای کی معلومات راغونډ او په خپل مسؤلیت ( زمه واری ) خپاره کاندی.

۱۳ـ د ګوندونو او ټولنو د جوړولو او فعالیت ازادی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند غوښتنه او د هیواد ( سټیټ / دولت ) بنسټی دنده ده. خو رسمی ګوندونه هله ګڼل کیدلی شی چې د پښتونخوا د سیمه ایزی ( سوبائی / ایالتی ) یا ملی جرګی ( قومی جرګی ) په ټاکنه کی په سلو کی پنځه ( ۵ ) ووټونه ( رای ) ګټلی وی.

۱۴ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خپلو غړو کسبی اونور وعلایقو ته ډیر ارزښت ورکوی لدی امله د خپل ګوند مختلفو ټولنو لکه د بزګرانو ( دهقانانو ) مزدورانو ، کارګرانو، ترکاڼانو، پښانو ( لوهارانو )، قصابانو،موچیانو، نایانو، دوبیانو ، کولالانو، طبیبانو، حقوق پوهانو، ښوونکو ، لیکوالو، پوهیدونکو، او نورو د جوړولو هڅه کوی او يوه د « ځوان پښتون » په نامه ټولنه ضروری ګڼی. ددی ټولنی غړی د کوند نیالګی دی چې په اتلس ( ۱۸ ) کلنۍ کی د ګوند غړیتوب تر لاسه کولی شی او د دیرش ( ۳۰ ) کلنۍ پوری د ټولنی او ګوند غړی پاتی کیدلی شی او د دیرش (۳۰ ) کلنۍ څخه ورسته بیا یوازی د ګوند غړی دی.

۱۵ـ د خپل وطن پښتونخوا ازادی ، دفاع او ساتنه او د ډیرو ګوندونو د لاری د ولسولۍ ټینګونه د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند غوښتنه او د پښتنو دنده ده . وسله وال پوځ او لښکر به خامخا د ملی جرګی د کنترول او د حکومت د لاس لاندی وی.

۱۶ـ د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د نړۍ د ټولولنیزو ولسولیزو ګوندونو، ډلو، ټولنو، حکومتونو، او خلکو سره د نژدی اړیکو هڅه کوی.

۱۷ـ د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د ملګروملتونو د موسسی ( اقوام متحده ) د منشور او دانسانی حقوقو د اعلامیی او د ټولو اولسونو د خود اردیت او خپلواکۍ د حق دفاع او ملا تړ کوی او استعمار په کلکه سره غندی.

۱۸ـ د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د نورو ورونو قومونو سره د ازاد خود ارادیت دلاری د پښتونخوا اتحادی جمهوریت ( فدرالی جمهوریت ) جوړول غواړی.

[سمادول] ګوندی جوړښت ( تشکیلات / تنظیمی بڼه )

[سمادول] مر کز او فعالیت

د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند لوی مرکز په پښتونخوا کی دی او دټولی پښتونخوا په ګوټ ګوټ کی ډلګۍ،ډلی، ټپلی، او پری کار او فعالیت کوی چې یوه ډله د دوو (۲) بیا زیاتو ډلګیو او یوه ټپله د دوه (۲) یا زیاتو ډلو او یوه پره د دوو (۲) یا زیاتو ټپلو څخه جوړه شویده .سربیره پردی د پښتونخوا په دننه او بهر کی یو شمیر مسلکی او دعلایقو ټولنی لری او په ملګرو بهرنیو هیوادو کی د ګوند اویا د خپلو غړو ټولنو په نامه دفترونه لری.

[سمادول] غړیتوب

هر څوک چې عمر ئی د اتلسو (۱۸) کلونو څخه کم نه وی او په پښتو ژبه خبری کوی او د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند بنسټیزه ( منشور ) ومنی او په یوه وخت ( عین وخت ) کی د بل ګوند او یا مخالفی ټولنی غړی نه وی کولی شی چې د ډلګۍ مشر ته د غړیتوب غوښتنلیک ورکړی او د ګوند د دوه (۲) غړو په سپارښت د ګوند د مرکزی جرګی د مربوطه څانګی له خوا په غړیتوب منل کیدلی شی. دا چې کومی ټولنی د ګوند مخالفی دی د مرکز جرګی د پریکړی پوری اړه لری.

[سمادول] جرګی

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند اته (۸) جرګی لری چې پریکړه ئی په هغه وخت کی رسمی بڼه لری چې نیمائی غړی حاضر وی.

ـ د ډلګۍ جرګه دا جرګه ددغه ډلګۍ د غړو مشر او د مرستیالانو څخه جوړه شوی ده.

ـ د ډلی جر ګه دا جرګه ددغه ډلی د مشر او مرستیالانو او ورسره تړلو ډلګیو د مشرانو څخه جوړه شوی ده.

ـ د ټپلی جرکه دا جرګه ددغی ټپلی د مشر مرستیالانو او ورپوری ډلو د مشرانو څځه جوړه شویده.

ـ د پری جرګه دا جرګه ددغه پری د مشر، مرستیالانو د پری د څانګو د مشرانو او غړو او ددغه پری پوری د تړولو ټپلو د مشرانو څخه جوړه شویده.

ـ د پری ستره جرګه دا جرګه د دغه پری د مشر، مرستیالانو د پری د څانګو د مشرانو او غړو او ددغه پری د ډلو، ټپلو ، د جرګو دغړو او د هری ډلګۍ او ټولنی د نیغو ټاکل شوو نماینده ګانو څخه جوړه شویده.

ـ مرکزی جرګه د ګوند د مشر، مرستیالانو او سلاکارانو او دهغه څانګو د مشرانو او غړو څخه جوړه شویده چې شمېر ئی د لوړی جرګی له خوا د مختلفو مرکزی چارو د سرته رسولو د پاره د ضرورت سره سم ټاکل شوی وی. ـ لوړه جرګه

دا جرګه د مرکزی جرګی او پرو د جرګو دغړو څخه جوړه شویده. ـ د ګوند ستره جرګه

دا جرګه د ګوند د ډلو د جرګو د غړو، دټپلو د مشرانو د مرستیالانو او د لوړی جرګی د غړو او دهری ډلګې او ټولنی د سیده ټاکل شوو نماینده ګانو څخه جوره شوی ده. د ډلګیو او د ټولنی د نماینده ګانو شمېر ددغه ډلګیو او ټولنو د غړو د شمېر او څرنګوالی له مخی د مرکزی جرګی له خوا ټاکل کیږی.


[سمادول] ټا کنی

د ډلګۍ مشر د خپلی ډلګۍ د جرګی، د ډلی مشر د خپلی ډلی د جرګی او د ټپلی مشر دخپلی ټپلی د جرګی له خوا د دریوو (۳) کلونو د پاره ټاکل کيږی او د ضرورت سره سم کولای شی چې د مختلفو چارو دسر ته رسوولو د پاره دوه (۲) یا زیات مرستیالان د خپلو جرګو په خوښه ونیسی. د پری مشر د پری د ستری جرګی له خوا د څلورو (۴) کلونو د پاره ټاکل کیږی او بیا د پری مشر خيل مرستیالان او د پری د مختلفو څانګو مشران او غړی د پری ستری جرګی ته ورپیژنی او د پری د ستری جرګی له خوا ټاکل کیږی. د پری د څانګو او غړو شمېر د ضرورت سر سم د مرکزی جرګی له خوا ټاکل کیږی، خو د پری د مشر د مرستیالانو شمېر د ضرورت سره سم د پری د مشر په خوښه سره دی. د ګوند مشر د ګوند د ستری جرګی له خوا د پنځو ( ۵ ) کلونو د پاره ټاکل کیږی او بیا د ګوند مشر خپل مرستیالان، سلا کاران او د ګوند د مرکزی جرګی د اداری ، مالی ، سیاسی او نورو څانګو مشران او غړی د ګوند ستری جرګی ته ورپیژنی او دګوند د ستری جرګی لخوا ټاکل کیږی. د مرکزی جرګی د څانګو او غړو شمېر د ضرورت سره سم د لوړی جرګی لخوا ټاکل کیږی خو د ګوند د مشر د مرستیالانو او سلا کارانو شمېر د ضرورت سره سم خپله د ګوند د مشر په خوښه دی. ټاکنه د رایو په قطعی ډیره کی سره کیږی. که چیرته یوازنی کاندید په سلو کی د پنڅوسو (۵۰) رایو څخه زیاتی ونه ګټی نو بیا ټاکنه تکراریږی او که پدی پیره ئی هم ونه ګټله او په مقابل کی بل کاندید نه وو نو بیا د یوه کال د پاره ټاکل شوی ګڼل کیږی.د ډیرو کاندیدانو په حالت کی که چیرته یو کاندید هم په سلو کی د نیمائی څخه زیاتی رای ونه ګټی نو بیا ټاکنه تکراریږی او که دا پیره هم کوم کاندید په سلو کی د نیمائی څخه زیاتی رائ ونه ګټلی نو بیا نسبتی رائ اعتبار لری. د مساوی رایو په حالت کی خڅړی (پچه) اچول کیږی.

[سمادول] ګوندی محکمه

کله چې یو غړی یا د ګوند دنده لرونکی غړی د ګوند د علایقو په خلاف کار کوی او دګوند کړنلاره او اصول نه مراعات کوی او یا د نورو ګوندونو او مخالفو ټولنو د پاره فعالیت کوی نو د ګوند د مرکزی جرګی د مربوطه څانګی لخوا محکمه کیږی او د ګوندی دندی او یا غړیتوب څخه د څه مودی او یا د تل د پاره لری کیدلی او ویستل کیدلی شی. دی کولی شی چې د ګوند مرکزی جرګی ته شکایت وکړی خو د مرکزی جرګی پریکړه د منلو وړ ده. د پری مشر د خپلی پری د ستری جرګی او مرکزی جرګی غړی د لوړی جرګی او د ګوند د مشر د ګوند د ستری جرګی لخوا محاکمه کیدلی شی.

[سمادول] دندي، حقوق او مسولیتونه

هر غړی دا دنده لری چې د ګوند د پریکړو په عملی کوولو او د ګوند د کړنلاری په پرمختیا او سمسورتیا کی فعاله ونډه واخلی د ګوند راز وساتی او وفا داری ورته وښائی. هر غړی به د خپلی پتی (درک) د بدلیدو خبر مربوطه مقام ته ورکوی. هر غړی مجبور دی چې ګوند ته هره میاشت خپله د غړیتوب ونډه ورکړی. د ونډی اندازه د ګوند د ستری جرګی لخوا ټاکل کیږی. هر غړی د خپلو مربوطه جرګو په چارو کی د رائ او پیشنهادونو ( تجویزونو ) حق لری او په پریکړو کی برخه لرلی شی او کولی شی چې د خپل ګوند په مسلکی او د علایقو په ټولنو کی هم غړی شی. هر غړی د خپلی خوښی سره سم د ګوند څخه د وتلو لیکلی غوښتنه کولی شی. د ګوند څخه په وتلو او یا ویستل کیدلو دده حقوق په ګوند کی د منځه ځی او هم ئی په ګوندی ټولنوکی غړیتوب پای ته رسیږی. وتلی او یا ویستل شوی کسان د ګوند او یا د ګوند د غړو سره د هیڅ ډول دعوی او هم د ګوند د رازونو ښکاره کولو حق نلری او بیرته د مرکزی جرګی د رایو په ډیره کی سره د ګوند غړی کیدلی شی. د ګوند ستره جرګه د ګوند تر ټولو جګ واکمن مقام دی چې د ګوند کړنلاره ټاکی. د ګوند غړی، دنده لرونکی او نوری جرګی به د ګوند د ستری جرګی پریکړی عملی کوی. د ګوند عادی ستره جرګه د ګوند د مرکزی جرګی لخوا په هرو پنځو (۵) کلونو کی یو ځل او د ضرورت په حالت کی د ګوند ناڅاپی ستره جرګه په هر وخت کی د ګوند د مرکزی جرګی د رایو په اتفاق او یا د لوړی جرګی د رایو په ډیره کی سره راغوښتل کیدلی شی. لوړه جرګه په عادی توګه په هرو دوو (۲) کلونو کی د مرکزی جرګی لخوا راغوښتل کیږی او د ضرورت په حالت کی په هر وخت کی د ګوند د مرکزی جرګی د رایو په اتفاق سره راغوښتل کیدلی شی. لوړه جرګه د پښتونخوا د ملی جرګی ( قومی جرګی ) د ټاکنی د مبارزی لپاره تیاری نیسی او د پرو سیاست د ګوند د عمومی سیاست سره سموی او د ګوند د کړنلاری او د ګوند د ستری جرګی د پرکړو په عملی کولو کی د مرکزی جرګې سره مرسته سرته رسوی او سلا ورکوی. د پری ستره جر ګه د پری د جرګی لخوا په کال کی یو ځل او دپری ناڅاپی ستره جرګه د پری جرګی د رایو په اتفاق هر وخت راغوښتل کیدلی شی. مرکز ی جرګه د ګوند د مشر، د پری جرګه د پری د مشر، د ټپلی جرګه د ټپلی د مشر ، د ډلی جرګه د ډلی د مشر اود ډلګی جرګه د ډلګۍ د مشر لخوا د ضرورت سره سم راغوښتل کیږی. د ډلګۍ جرګه د خپلی ډلی ، د ډلی جرګه د خپلی ټپلی ، او د ټپلی جرګه د خپلی پری ، او د پری جرګه د پری د ستری جرګی، او د پری ستره جرګه د ګوند مرکزی جرګی ته او د ګوند مرکزی جرګه او لوړه جرګه بیا د ګوند ستری جرګی ته مسؤلیت ( زمه واری ) پغاړه لری. هره ټیټه جرګه به د خپلی پا سنۍ جرګی پریکړی منی. ټیټی جرګی کولی شی چې خپلی پریکړی او پیشنهادونه ( تجویزونه ) خپلی پاسنئ جرګی ته وړاندی کړی خو د پاسنئ جرګی پریکړه به هرومرو منل کیږی. ټيټی جرګی نه شی کولی چې د خپلو پاسنیو جرګو په چاروو کی ګوتی ووهی خو پا سنئ جرګی کولی شی چې د خپلو ټیټو جرګو په چارور کی لاس ووهی. ګوندی ټولنی کولی شی چې ځانته خپل منشور ولری خو دغه منشور به د ګوند د بنسټیزی سره په تضاد کی نه وی. د ګوند مشر د ګوند په دننه او بهر کی د ګوند نمایندګی کوی او حقوقی واک لری. سیاسی، اقتصادی ، کلتوری او نور تړونونه د ګوند په نامه کولی شی. او هم د ګوند د مختلفو چارو او پروګرامونو د سر ته رسولو د پاره نمایندګان نیولی او جرګه ګۍ جوړولی شی او هغوۍ ته واک ورکولی شی. د ګوند مشر یوازی د ګوند ستری جرګی ته مسولیت پغاړه لری او نه شی کولی چې په یوه وخت کی د ګوند او هم د حکومت او یا هیواد مشر وی.

[سمادول] خپرونی

د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند خپلی خپرونی په پښتو ژبه په «پښتونخوا» کی کوی او هم په نورو ژبو د « پښتونخوا» ځانګړی ګڼی راوکاږی.

[سمادول] بیرغ

د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند بیرغ طلا ئی رنګ لری چې د ګوند نښه چې د پښتون نیکه خوشحال خان بابا قلم او توره ده پکی د ورایه ځلیږی. د باچا خان جایزه: د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند د باچا خان په نامه چې زمونږ ژوندی تاریخ او سیاسی رڼا ده په هرو لسو (۱۰) کلونو کی هغه چا ته چې د قام او وطن د خپلواکۍ او ازادۍ په لاره کی ستر خدمتون کړی وی د باچاخان په نامه جایزه ورکوی. د جایزی د ورکولو جرګه ګۍ د ګوند د مرکز ی جرګی لخوا ټا کل کیږی. کورنی دود : ددی بنسټیزی سره یو کورنی دود مل دی چې دا بنسټیزه بشپړه وی او د ګوند چاری په ښه توګه سنبالوی.

[سمادول] په بنسټیزه کی تغیر او بدلون

پدی بنسټیزه ( منشور ) کی د ګوند د ستری جرګی د رایو په دری پر څلور (۴/۳) برخی ډیره کی سره تغیر او بدلون راتلی شی.

[سمادول] باندنۍ تړنې

د انټرنټ په مټ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند ځانګړې وېبپاڼه


< Static Wikipedia 2008 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - en - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu -

Static Wikipedia 2007 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - en - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu -

Static Wikipedia 2006 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu

span style="font-weight: bold;">Our
"Network":



Project Gutenberg

href="https://gutenberg.classicistranieri.com">https://gutenberg.classicistranieri.com



Encyclopaedia Britannica 1911

href="https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com">https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com



Librivox Audiobooks

href="https://librivox.classicistranieri.com">https://librivox.classicistranieri.com



Linux Distributions

https://old.classicistranieri.com



Magnatune (MP3 Music)

href="https://magnatune.classicistranieri.com">https://magnatune.classicistranieri.com



Static Wikipedia (June 2008)

href="https://wikipedia.classicistranieri.com">https://wikipedia.classicistranieri.com



Static Wikipedia (March 2008)

href="https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/">https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/



Static Wikipedia (2007)

href="https://wikipedia2007.classicistranieri.com">https://wikipedia2007.classicistranieri.com



Static Wikipedia (2006)

href="https://wikipedia2006.classicistranieri.com">https://wikipedia2006.classicistranieri.com



Liber Liber

href="https://liberliber.classicistranieri.com">https://liberliber.classicistranieri.com



ZIM Files for Kiwix

https://zim.classicistranieri.com





Other Websites:



Bach - Goldberg Variations

https://www.goldbergvariations.org



Lazarillo de Tormes

https://www.lazarillodetormes.org



Madame Bovary

https://www.madamebovary.org



Il Fu Mattia Pascal

https://www.mattiapascal.it



The Voice in the Desert

https://www.thevoiceinthedesert.org



Confessione d'un amore fascista

https://www.amorefascista.it



Malinverno

https://www.malinverno.org



Debito formativo

https://www.debitoformativo.it



Adina Spire

https://www.adinaspire.com




atOptions = { 'key' : 'e601ada261982ce717a58b61cd5b0eaa', 'format' : 'iframe', 'height' : 60, 'width' : 468, 'params' : {} };

Our "Network":

Project Gutenberg
https://gutenberg.classicistranieri.com

Encyclopaedia Britannica 1911
https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com

Librivox Audiobooks
https://librivox.classicistranieri.com

Linux Distributions
https://old.classicistranieri.com

Magnatune (MP3 Music)
https://magnatune.classicistranieri.com

Static Wikipedia (June 2008)
https://wikipedia.classicistranieri.com

Static Wikipedia (March 2008)
https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/

Static Wikipedia (2007)
https://wikipedia2007.classicistranieri.com

Static Wikipedia (2006)
https://wikipedia2006.classicistranieri.com

Liber Liber
https://liberliber.classicistranieri.com

ZIM Files for Kiwix
https://zim.classicistranieri.com


Other Websites:

Bach - Goldberg Variations
https://www.goldbergvariations.org

Lazarillo de Tormes
https://www.lazarillodetormes.org

Madame Bovary
https://www.madamebovary.org

Il Fu Mattia Pascal
https://www.mattiapascal.it

The Voice in the Desert
https://www.thevoiceinthedesert.org

Confessione d'un amore fascista
https://www.amorefascista.it

Malinverno
https://www.malinverno.org

Debito formativo
https://www.debitoformativo.it

Adina Spire
https://www.adinaspire.com