>


Web - Amazon

We provide Linux to the World


We support WINRAR [What is this] - [Download .exe file(s) for Windows]

CLASSICISTRANIERI HOME PAGE - YOUTUBE CHANNEL
SITEMAP
Audiobooks by Valerio Di Stefano: Single Download - Complete Download [TAR] [WIM] [ZIP] [RAR] - Alphabetical Download  [TAR] [WIM] [ZIP] [RAR] - Download Instructions

Make a donation: IBAN: IT36M0708677020000000008016 - BIC/SWIFT:  ICRAITRRU60 - VALERIO DI STEFANO or
Privacy Policy Cookie Policy Terms and Conditions
د وردګ ولایت - Wikipedia

د وردګ ولایت

د Wikipedia لخوا

دا يوه نابشپړه ليکنه ده. ددې په بشپړولو کې تاسو د ويکيپېډيا سره مرسته وکړی.

نيوليک

[سمادول] د وردګ ولايت

[سمادول] زمكنې جوړښت

[سمادول] نفوس

[سمادول] فرهنګي، علمي او اجتماعي حالت

[سمادول] محمدزبيرشفيقي

محمد زبير شفيقي د ارواښاد جنت ګل زوي دي چې له نن څخه پينځه ځلويښت كاله په خوا د وردګو ولايت دچك د ولسوالۍ دالي خيلو په كلي كې زيږدلى دى، زده كړې ېې د حضرت عمر فاروق په لېسه كې سرته رسولې او په ۱۳۵۶ كال كې فارغ شو او د همدې كال د كانكور په ازموينه كې د كابل پوليتخنيك ته بريالى شو او په ۱۳۵۷ لمريز كال د غوايي له كودتانه وروسته د پوليتخنيك په دوهم سمستر كې ؤ چې مهاجرت ته اړ شو او پيښور ته ولاړ د همدې كال په وروستيو كې د جهاد لپاره د پكتيا ولايت ته راغى او ۱۳۵۸ لمريز كال د نورومجاهدينو سره يو ځاي خپلې سيمې چك ولسوالۍ ته راغى په۱۳۶۳لمريز كال بيرته پيښور ته ولاړاو هلته يې په كلتور او ادبي هځو لاس پورې كړ محمد زبير شفيقي په تيرو شلو كلونو كې له مختلفو كلتوري او فرهنګي مركزونو سره تړاو درلود د زيادتره جهادي خپرونو ليكوال غړي يا مسؤل ؤ په شفق مجله، شهادت جريده، اميد، حريت، منبع الجهاد مجلو كې يې د ليكنې پلاوې غړيتوب درلود. د پيام آزادۍ رادېو تلويزيون مرستيال او د پرګرامونو د تهې مسؤل ؤ او نه (۹) كاله د سهار ملي ورڅپاڼې چې د پيښور نه خپريده مسؤل مدير ؤ.زبير شفيقي دهجرت په چا پېر يال كې په ګڼ شمېر وركشا فونو علمي سمينارونو اوكنفراسونو كې برخه اخېستې، دتهران راديوسره يې دسياسي مبصر په حيث كار كړى دى.زبير شفيقي دمختلېفو نړيوالو تلويزوني چينلواو راډيوګانوسره يې دهېوادپر سياسي، ټولنيزو، اوادبي موضوعاتو وخت پروخت بحثونه كړې دې چې هروخت يې دڅورېدلې دردېدلې هېواد په حا لاتو رڼااچولې ده. شفيقي صاحب هروخت سپېنې اوشفا فې خبرې كوي نو څكه هروخت دراډيواو تلويزون دګردي ميزمېلمه وي. دنوموړي له اثارو څخه دمرګ لارويان، نه هيريږي وطن، ياد ښتونه، د تياروبه تل کي، د کيسولنډه ټولګه، دقلم څار، او دتکبيره ترفرياده، اد بي سياسي کالمونه يي ليکلي اثاردي داروا ښاد نسيم حجازي يولس ټوکه تاريخي ناولونه يي ژباړلي آثاردي چې د نوموړي ددې ژپاړل شويو آثارو څخه دهيواد په ‌ســطحه هرکلي شودي. اود هيواد په ګوټ، ګوټ کې د مينه وا لو ترګوتو رسيد لۍدۍ دا پياوړۍ ليکوال اوژورناليست همدومره ناچاپ آثارهم لري چې په هغوى کې يې ځينې مهم دادي: شاهين وروستى مورچل د غازي داستان شهر نا پرسان داوښکوپه ژبه يوه پوښتنه معظم علي توره ما ته شوه او دې ته ورته نورداسې آثار يي د يادولو وړدي . د محمد زبير شفيقي دابي، فر هنګي، کلتوري، سياسي، هڅو لړۍ اوس هم همداسې روا نه ده چې اوس مهال د (ويسا ) ورځپاڼې مسول مديردۍ همدا رنګه دامريکاغږ، آزادۍ راډيو، اوبي بي سي دپښتو اوفارسي خپرونو سره دافغانستان په هر اړخيزو مسايلو باندې رڼا اچوي محمد زبير شفيقي د ارواښاد جنت ګل زوى دى چې له نن څخه ٤۶کاله پخوا د وردګو ولايت د چک ولسوالۍ په اله خېلو کې زيږېدلى. زدکړې يې دبمبايي په لېسه (ننى دحضرت عمر فاروق لېسه ) کې سرته ورسولې او په ١٣٥٦ لمريز کال فارغ شو. د همدې کال په کانکور ازموينه کې د کابل پولي تخنيک ته بريالى شو، پر ١٣٥٧ لمريز کال د غويي له کودتا نه وروسته د پولي تخنيک په دوهم سمسترکې ؤ چې هجرت ته اړ شو او پېښورته ولاړ. د همدې کال په وروستيو کې د جهاد لپاره پکتيا ولايت ته را غى او بيا پر ١٣٥٨ لمريز کال له نورو مهاجرينو سره يو ځاى خپلې سيمې چک ولسوالۍ ته راغى، په ١٣٦٣ لمر يز کال بېرته پېښور ته ولاړ او هلته يې په فرهنګي او ادبي هڅو لاس پورې کړ. محمد زبير شفيقى په تيرو شلو کلونو کې له مختلفو فرهنګي اوکلتوري مرکزونو سره تړاو درلود، د زياترو جهادي خپرونو ليکوال غړى او يا مسوول او په شفق مجله، شهادت جريده ، اميد، حريت، منبع الجهاد او نورو ګنو مجلو کې يې د ليکني پلاوي غړيتوب درلود. د پيام آزادۍ راډيو تلويزيون مرستيال او د پروګرامونو مسوول و او نهه کاله په پېښور کې د سهار ملي ورځپاڼې مسوول مدير و. شفیقي صیب د هجرت له دیاره په بېرته راګرځېدو سره نږدې يو كال د ميدان وردګو ولايت د راديو تلويزيون اداري سرپرست ؤ او اوس له كابل نه د خپريدونكې ويسا ورځپاڼې مسؤول مدير دى. محمد زبير شفيقى د هجرت په چاپيريال کې په ګڼ شمېر ورکشاپونو، علمي سمينارونو اوکنفرانسونو کې برخه اخیستې، له تهران راډيو سره يې د سياسى مبصر په حيث کار کړى او له مختلفو نړيوالو تلويزيونې او راديويي چينلونو سره يې د هېواد پر سياسي، ټولينزو او يا ادبي موضوعاتو ګڼ شمېر ليکنې خپرې شوې دي. محمد زبير شفيقي تر اوسه پورې نږدې څلوېښت ټوکه ژباړلي او چاپ شوي اثار لري چي د آثارو بشپړ لست یې په لاندې توګه دی:]] د جهاد زمزمې( لومړى شعري ټولګه) د وينو پيغام ( دوهمه شعري ټولګه) د تيارو په تل كې ( د لنډو كيسو ټولګه) په چك او دايميردادو كې اسلامي پاڅون ( د سيمې د جهاد پېښليك) په چک او دایمیردادو كې ښوونه او روزنه (د جهاد په بهير كې د ښوونې او روزنې بهير) د ميدان ښار فتحه ( جهادي پيښليك) د مرګ لارويان( جهادي يونليك نه هيريږي وطن ( ژوندلیک) د قلم څار ( د كالمونو لومړۍ ټولګه) له تكبيره تر فرياده ( کالمونو دوهمه ټولګه) ميړونه _ ګړنګونه ( منځنۍ داستان له پيښور نه خپريدونكې اميد مجله كې خپور شوى دى) د پرديسۍ له مېنو د هيواد تر غيږې ( څو بيلابيل يونليكونه چې خواره واره چاپ شوي دي) ناچاپ د اوښكو په ژبه يوه پوښتنه ( تكلونه) ښارناپرسان ( د كالمونو ټولګه) د سهار په هنداره كې ( د سهار ورځپاڼې سرليكنو غورچاڼ) نه هيريږي وطن (ژوندلیک دويم ټوك) يا زه نه واى يا.....زه! ( د كالمونو ټولګه) هيواد د سيمې د استخباراتي كړيو په لومو كې ( د سياسي ليكنو غورچاڼ) كه زه حاكم واى! (د كالمونو ټولګه چې خواره واره خپاره شوي دي) وير او وياړ ( د شعرونو ټولګه چې خواره واره خپاره شوي دي) زوړ بيوپاري ( د لنډو كيسو ټولګه) ژباړې ( چاپ) شاهين تاريخي ناول ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه) د غازي داستان ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه) محمدبن قاسم ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه) وروستۍ جګړه ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه) وروستى مورچل ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه) د تروږمۍ مساپر ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه) د حجازكاروان ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه) انسان او ديوتا ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه) قيصر او كسرا ( په دوو ټوكونو كې ، د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه) كليسا او اور ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه) يوسف بن تاشفين ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه) معظم علي ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه) د سيتارام يادښتونه ( يو تاريخي اثر) ده روز در اسارت طالبان ( د انګريزۍ خبريالې ميرمن ريډلي يادښتونه ) د طالبانو افغانستان ( د نوماندې ژورناليستې كرستينا ليمب اثر) جنګي كلا ( له اردو ژبې ژباړل شوى ناول دى چې د هيواد د وروستيو كلونو يو ادبي تصوير يې بللاى شو. د افغانستان تارخ او خپرونې ( له محترم فدامحمد فايض سره ګډه ژباړه) د افغانستان لڼده جغرافيه ( د غلام جيلاني شبل ليكنه ) د تنكيو ځوانانو لپاره قرآني كيسې ( د ارواښاد ابوالحسن علي ندوي اثر) مات وزر او ژيړې پاڼې ( د خليل جبران دوه ناولونه) زه ولې مسلمان شوم؟ ( د نوماندو شخصيتونو د مسلمانيدو ارواپالې كيسې) په جهاد هنداره او بيلابيلو خپرونو كې خورې ورې خبرې شوې. د نړۍ ستر جاسوسان ( له لارنس تر ماتاهري ) په سهار ورځپاڼه كې خورې ورې خپرې شويې ليكنې دي. ناچاپ ژبا او توره ماته شوه ! د نسيم حجازي تاريخي شهكار ناول ان شا الله چاپ ته چمتو. د عمر فاروق (رض) ستر جنرالان ( تاريخي اثر) او يو شمير نور خواره واره آثار.... د شعر او شاعرۍ په هكله ښاغلى شفيقي وايي، چې د شعر او شاعرۍ په باب بايد ووايم چې هيڅكله مې هم ځان بشپړ شاعر نه دى ګڼلى، يو وخت چې ما د نظم او شعر ويلو هڅه كوله هغه يو بيل دوران ؤ، د خوبونو او خيالونو يو داسې دوران چې هيڅكله به هم بيا زموږ په ژوند كې تكرار نشي، دا د هغه چاپيريال او دوران جادو ؤ چې زما په څير عادي خلكو نه يې شاعران جوړ كړي وو، ما چې د هغه سپيڅلي پېر پر مهال څه شعرونه ويلي دي بس د همغو ورځو خبره وه، وروسته چې زه پر ځان پوهيدم چې شاعر كيږم وخت لټ وخوړ او حالاتو له مانه دا شيمه واخيسته چې له شعر او شاعرۍ سره اړيكې وساتم، بس هرڅه تير او پسې هير شول، زما د هغه مهال شعرونه او يا نظمونه كه د هنر او معيار په تله څوك تلي نو ښايي له كوم نيم پرته شعر كې حساب نشي، خو ماته د يوه ډير سپېڅلي دوران او احساس د يادګار په توګه يو ځانګړى ارځښت لري، اوس ښه شعر اورم، لولم يې، لوستل او اورېدل يې د پخوا په څېر خوند راكوي، كله كله په ذهن كې مات ګوډ تصويرونه هم جوړ كړم، خو د ليكلو شيمه يې را سره نه وي، هماغسې پاتې شي او بيا د وخت تر ګردونو لاندې پټ شي، زه به دلته د درانه پسرلي صيب يوه خبره تكرار كړم چې كاروان ، شرر، پسرلى ، ډاكتر اكبر او نور درانه او منلي شاعران وي ما ته څه حاجت دى چې هسې د خلكو د خولې خوند ور خراب كړم! شفيقي صاحب د نسيم حجازي ناولونه نور پاى ته نږدې كړي دي او وايي، چې د لوى خداى په ځانګړې لورېينه د ارواښاد نسيم حجازي د هغو شهكار ناولونو پښتو ژباړه نور په ريښتيا چې وروستيو شيبو ته رسيدلې، وروستی تاريخي ناول چې اوس بشپړيدو ته نږدې دى ( او توره ماته شوه) تاريخي ناول دى چې دا د معظم علي د تاريخي داستان دوهمه برخه هم ده، ځكه چې كركټرونه يې هماغه دي او د معظم علي د تارخي داستان لړۍ ده چې پسې غځيږي، زه به كه د خداى خوښه وه ددې ناولونو د ژباړې له بشپړيدو وروسته له يوه پلوه پر همدې ژباړو بيا نظر كوم، په لومړۍ ژباړه كې كه چيرته څه خامۍ او كمزورۍ پاتې وي چې خامخا شته د هغو د سمون يوه بله هڅه به كوم، له دې سره ليكنې او ژباړې اوس زما عادت شوى دى، دا زما د ژوند برخه ګرځيدلې ده طبيعي ده چې د ارواښاد نسيم حجازي له ناولونو وروسته به په ليكنو بوخت يم، خو دا بيا بېله خبره ده چې د نسيم حجازي آثار يو ځانګړى مقام لري او ګرانه ده چې هرڅوك په دغسې لوړ كيفيت او معيار آثار وليكلاى شي، زه خو د ارواښاد د آثارو رڼا ته ناست يم، د همدغې رڼا تر اغېز لاندې به هڅه كوم چې د خپل درانه ولس د برميال جهاد پېښې تر كومه حده چې كولاى شم خوندي كړم، خو بايد اعتراف وكړم چې ما تر ننه څومره ليكلاى شواى سبا ته دومره شيمه په ځان كې نه وينم، د يو لړ ناروغيو او ناخوالو زور اوس ماته ددې مجال نه راكوي چې د پرون په څير هركاره واوسم، د ورځپاڼې د درانه مسووليت ترڅنګ به ماته د ادبي ليكنو فرصت لږ وي، خو كه د خداى رضا وه زه به په تر ټولو ړومبى د (نه هيريږي وطن) يادښتونو لړۍ ته دوام وركړم او دا پر ځان د خپل مظلوم او درانه ولس يو امانت بولم چې بايد خوندي شي، له ستر پالونكي ذات ( ج) نه يې د بشپړولو توان غواړم. د ښې ليکنې يا ښه شعر په اړه شفيقي پدې اند دى، چې ښه ليكنه او ښه شعر چې شهكار وګڼلاى شي، داسې تعريفوو: كومه ليكنه كه نظم وي كه نثر چې پر ډيرو خلكو اغېز وكړي او په هغوى كې مثبتې جذبې را وتخنوي، ټولنې ته يو ښه لورى وركړي، د ژوند يو غوره او ښكلى تصوير وځلولاى شي شهكار ګڼل كيداى شي. د شهكار اثر په اړه د هرې ټولنې او هرې سيمې نظر او هغو ته ټاكلي معيارونه سره توپير لري، ښايي يو اثر په يوه ټولنه او قوم كې شهكار منل شوى وي خو په بله كې بيا هغه مقام ونه لري، د ساري په توګه د ښكلا په باب د نړۍ د ټولو اولسونو معيارونه او ځانګړتياوې توپير سره لري، شهكار اثر هم اصلاً د منل شوې ښكلا يوه بڼه ده چې طبيعي ده څه توپيرونه سره لري، خو يو لوړ شهكار زما په نظر هماغه اثر دى چې د نړۍ د ټولو انسانانو په منځ كې ډير مينه وال ومومي، په دې معنا چې د ډيرو انسانانو ايډيال او ارزښت پكې پالل شوى او خوندي وي، د خليل جبران (پيغمبر )، د رابيندرناټ ټاګور( ګيتانجلي ) او نور په دې پوړ كې راتلاى شي، زه په لنډو ټكيو كې وايم چې كوم آثار چې انساني پيغام لري او څومره چې دغه پيغام پراخ وي د اثر پر پخوالي او لوړ ارزښت ګواهي وركوي او شهكار ګڼل كيږي. لونګ : ځينې ځوانان چې د شعرونو يا ليکنو په لومړيو پړاوونو کې وي، نو د خپلو ليکنو يا شعرونو د ارزولو يا کره کتنې لپاره زړه نه ښه کوي، په غالب ګومان دوي فکر کوي چې په ليکنو يې نقد نه کېږي بلکې سپکاوي يې کېږي، په دې اړه د کره کتونکو لپاره او همدا راز د نويو ځوانو ليکوالو په اړه کومې لارښوونې ضروري ګڼي؟ شفیقي: كره كتنه زما په نظر د لوړو آثارو د پنځونې لپاره تر ټولو ډيره اړينه ده، كه موږ هرڅومره پردې باور وو چې شعر او يا ادبي ليكنې او فنپارې الهامي وي، بيا هم د تجربو او زده كړو، اصولو او چوكاټونو لپاره اړتيا شته، كره كتنه همدغه وروستۍ اړتيا پوره كوي، كه كره كتنه دغه اړتيا پوره نه كړي بيا خو بل شى شول، په دې برخه كې زه څو عرضونه لرم: لومړى دا چې موږ زيات وخت خپل پټ استعدادونه او وړتيا وې نه ارځوو په تقليدي بڼه يوه كار ته اړم شو، دې ته بايد زموږ ځوان كول ښه پام وكړي، دا ضروري نه ده چې موږ هر يو دې شاعر شو، يا دې كيسه ليكوال او يا ....څيړونكى شو، يوازې هغه ځوانان دې هڅه وكړي چې خپل شعر تر كماله ورسوي چې د شعر پيريان په ريښتيا پرې كښېني، يانې په كلام كې يې د شعر تومنه وي، خيالونه يې د شعر په ګلورينو واديو كې چكرې وهي، دداسې ځوانانو سره بيا د مشرانو شاعرانو له خوا مرسته ضروري ده، دوى بايد وهڅول شي او له دې سره په مينه ناك ډول ددوى پر آثارو كره كتنه وشي، غلطۍ او كمزورۍ يې ور سمې كړاى شي او داسې لارښوونې ورته وشي چې د هغوى شعري ملكه نوره هم پكې وده وكړي. د شفيقي صاحب خاطره: زما ښې خاطرې هم ډيرې زياتې دي، چې زه پرې د ستر څښتن تعالا شكرونه كاږم، زه به يې يوه درته ووايم، يوه ورځ د اوسني شعر يوه پياوړي او نوميالي سر وان، ښاغلي كاروان يوه ورځ زنګ راته وواهه او بيا يې په خپله مينه ناكه لهجه را ته ويل چې دا د نسيم حجازي ناولونو ژباړه دې ستر كار كړى دى خداى دې نور هم بريالى لره، ما څو موده مخكې د محمد بن قاسم نوى ژباړل شوى اثر وركړى ؤ، را ته ويل يې چې هغه ناول مې هسې په تاخچه كې كيښود او لوستو ته يې چندان جوړ نه وم، هماغسې پروت ؤ يو ماښام مې را پورته كړ، ما وې څو پاڼې ولولم چې څه پكې دي، داستان كرښه پر كرښه ور كشولم، تردې چې مجبور شوم تر پايه يې ورسوم، بيا ښاغلي كاروان د داستان او ژباړې ډيره ستاينه كوله، همدغسې ډيرو نورو سترو او نومياليو ليكوالو او اديبانو وخت پر وخت ماته په دې اړه ډيرې د مينې او لورېينې خبرې كړې چې دا ټول زما د ژوند توښه، د كار شيمه او د غوره يادونو يوه په زړه پورې برخه ده، په دې برخه كې زه د خپلو درنو مشرانو او دوستانو، استاذ پسرلي، كاروان، بشارت، درنې خور ليلا خرم، اسدالله غضنفر، او په لسګونو نورو درنو اديبانو او ليكوالو مينه او هڅونه يوه ستره تكيه بولم او له ټولو مننه كوم

[سمادول] استاد حبيب الله رفيع

استاد حبيب الله رفيع دهېواد هغه پيژندل شوي سياسي ادبي فرهنګي او ټولنيز شخصيت دى چې دده دپېژندلګلوۍ لپاره يواځې دده نوم اخيستل كفايت كو ي، دهېواد په خپرونو كې پرته له يوې نيمې څخه كه د هر اخبار مجلې پاڼې واړوى نو داستاد ليكنه به د تندي دخال په څېر په كې وګورئ او همدا رنګه كه د راديو غوږ تاو كړئ نو په يوه نه په يوه څپه كې به مو د استاد غږ تر غوږ شي چې په ورځنيوسياسې ادبې اوفرهيګې مسايلورڼا اچوې. استادرفيع داوس مهال دادب دډګردنويوځوانانوپه دروزنې په برخه كې ډيرزيات زياروباسې هغه ځوانان چې دامطبوعات نړۍ ته نوې رادانكلې استادرفيع يې په روزلوكې رغنده رول لري. استاذحبيب الله رفيع دځوانواديبانوشاعرانو، ژونالستانوټولې هغه ليكنې چې هغه چاپ ته وړاندې كيږي په خواغورسره ګوري اوچاپ ته يې چمتوكوي.استاديوپياوړى شخصيت دي چې په راتلونكې بحث كې به دروپيږندل شي.

داستادحبيب الله رفيع ژوندته لنډه كتنه

استادحبيب الله رفيع په ۱۳۲۴ لمريزكال( دمولانا نصرالله نقشبندي)كره دوردګودولايت دسيدآبادپه والسوالى دوړي آبدري په كلې كې زيږيدلې دي زده كړه يي په دينې مدرسوكې كړي ده دشعراوادب سره يې له اماشوتوب نه زياته مينه درلوده. استادله پنځه كلنۍ څخه له دخپلې اروښادى خورڅخه دپښتوشعرونه اوادبې متنونه اوريدل اوبيابه يې په خپله لوستل په يولس كلنۍ كې يي په خپله دپښتوشعرونه تمرين پيل كړ ۱۳۴۰ كال كې دخپلې علاقې له امله دپوهنې دوزارت ددارتاليف رياست دعرفان اوپوهنې مجله دمهتمم په توګه دمسلكې دنده بوخت شو۱۳۴۳ كال كې دتاريخ دټولنې غړى اوداريانامجلې مهتمم شو. ۱۳۴۸ كال كې دافغان ملت مجلې مسول مديرشو تريودورې سياسې بند ورسته بيرته دتاريخ دټولنې غړى شو ۱۳۵۱ لمريزكال كې دپولكلو اوادب رياست دپولكلومجلې غړى ؤ ۱۳۵۷ كال كې دپښتوڅيړنودانړيوال مركزغړى ؤبيادكمونيستې دولت په راتلوله كاره كوښه شو ۱۳۵۸ كال دكب په مياشت كې دڅرخې پله په زندان كې واچول شو ۱۳۵۹ كال كې دافغانستان دعلومو اكاډمۍ غړى شو دهمدې كال په منې كې دحج په سپڅلې سفر سعودى عربيستان ته و لاړ ۱۳۶۰ لمريزكال دزمري په مياشت كې دغرونوله لارې پيښورته مهاجرشو په پيښوركې يي قلمي جهادته دوام وركړ دامان كتاب خپرولو مؤسيسه يې جوړه كړه دپيښورله پښتو اكاډمۍ اوآرياسټډي سنټرسره همكارؤ. ۱۳۶۴ لمريزكال كې په اسلام آبادكې دجهاد دثقافتې شورى اوافغان جهاد مجلې دليكوالې ډلي غړى ؤ په ۱۳۶۵ كال كې دڅه وخت لپاره په مصركې دقاهرې دپښتوڅانګې وياندوو. په همدې كال په پيښوركې دجهادې څيزنودمركز اود(قلم) دليكوالې ټولنې غړى وو ۱۳۶۸كال كې په پيښوركې دافغان موقت حكومت دتاريخ ټولنې اودافغانستان مجلې دليكولي ډلې غړى شو ۱۳۶۹ كال افغانستان دكلتورى ټولنې اوسپيدې دمجلې دليكوالې ډلې غړى شو. په ۱۳۷۳كال دافغا نستان دمرستود مركزغړۍؤ، او ورسره يې د(تلوسې)مجله چلوله په ۱۳۷۸ كال كانا ډاته ولاړ او په ۱۳۷۹كال بېرته پېښور ته راستون شواوپه پېښوركې يې دافغا نستان دكلتوري خدمتونو اداره جو ړه كړه . په ۱۳۸۱كال بېر ته هېواد ته را ستون شو دا طلا عا تو او كلتوروزارت دفرهنګې شورا غړۍ او (كليد)اونيزې سرپرست وټاكل شو، په ۱۳۸۲كال دافغا نستان د علو مواكاډمۍددايرت المعارف دمركزريېس وټاكل شوچې اوس هم خپله په دې دنده كې بوخت دٰٰۍ. استاد حبيب الله رفيع د۸۴په شاوخوا كې چاپ شوې آ ثارلري همدا رازد ۱۵په شاو خوا كې ناچاپ شوې آثار چې چاپ ته چمتو لري، او له بلې خوايې د۸۰۰په شا وخوا كې مقا لې ليكلې دي استاد حبيب الله رفيع دسلو په وخوا كې په علمي، ملي او نړيوا لو سيمينارونو كې برخه اخیستې ده نو موړو سيمينارونو ته يې رسالې وړاندې كړې اودفاع يې ترې كړې ده. استاد حبيب الله رفيع ته دوې ادبي جايزې، دوه دسروزرومډالونه، اويود لويې جرګې مډال هم وركړل شوۍدی. استاد حبيب الله رفيع دخپلو سفرونوپه لړ كې پاكستان، ايران، سعودي عربستان، امريكا، كاناډا، عربي اماراتو، بلجيم، انګلستان ته سفرونه كړي دي. داستاد ده نه مشران دوه وروڼه الحاج احمدالله چې په كاناډاكې دټورنټوپه ښاركې دمسلمانانودټولنې مشراوهمد دې ښارديومسجدشريف دامام په حيث وظيفه ترسره كوي. اودوهم وروريې الحاج دادالله دى چې په خپل پلرنې هستوګنځى كې ژوندتيروى اودسيمې قومې مشر دى استاد دوروڼو ترڅنګ دوه خوندې لري چې مشره خور د ده استاده اودملك محمدحسين خان ميرمن وه اودوهمې خوريې هم په دينې زده كړه كې فعاله ونډه لرله چې دمفتى سلطان حميد ميرمن وه اونوموړى دنورالمشايخ امام وو. داستادحبيب الله رفيع شپږاولادونه دىچې مشره لوريې ثريا رفيع دوهمه لوريې آريانا رفيع خاطره رفيع، بريښيا رفيع دى. اودوه زامن يې هريو امان الله رفيع، ذكى الله رفيع چې كورنۍ يې اوس په كاناډا كې ژوندكوى. داستاد اولادونه كه څه هم دلوړوزده كړوځخه برخمن دى خو داستاد په شان دادب مينه وال نه دى. داستاد دواړه زامن دالكترونيك انجنيرنيك په څانګه كې زده كړي كوي اوهريو يې غښتلې اوډونكې كمپوزر هم دى چې دخپل پلارډير اثار ددوى په كمپيوټرى ټايپ چاپ ته تيارشوى اوچاپ شوى ددرانه استاد دژوندپه اړه كه هرڅومره ډيره رڼا واچوو بياهم كمه ده خوپدى ناچپزه ليكنه چې داستاد په باره كې وشوه نوره بسنه كوو.

[سمادول] ارواښاد ارسلان سليمي

د ارواښاد استاد نوم محمد ارسلان او تخلص يې سليمي او دپلار نوم يې اسدخان دى د ۱۲۹۷ هجري لمريزكال چې د۱۹۱۸ ميلادي نيټې سره سمون خوري د ورودګو ولايت دجغتو ولسوالۍ د ګلدرې (كنده كول) د سيمې دليګي باباخيلو د كلي په يوه درنده او دينداره كورنۍ كې زيږيدلى دى، چې دګوربت دلوړو او تاريخي غرونو لويديځې خواته موقعيت لري او په خټه مايار وردګ دى. ارواښاد سليمي دوه وروڼه او يوه خور درلودل، چې دوروڼو نومونه يې محمد سليم سليمي او محمد جمال سليمي دى او دهغه ورور (محمد سليم سليمي) دهيواد په مختلفو اداروكې رسمي دندې سرته رسولې دي او دخپلو دندو زيات وخت يې دهلمند په ولايت كې تير كړى دى. استاد سليمي واده كړى وو او د دريو زامنو او دريو لوڼو خاوند وو، د زامنو نومونه یې عثمان سلیمي، ګوربت سلیمي او میرویس سلیمي دی، چې اوس یوازې عثمان سلیمي ژوندی دی. ارواښاد سليمي دخپل وړكتوب د دورې خواږه كلونه د خپل پلار اومور ترمستقيمې څارنې لاندې په خپل كلي كې تير كړي دي. ارواښاد له خپل وړكتوب څخه دهوښيارۍ نبوغ او له خپل كلي او ولس سره دهمدردۍ او مرستې د احساس لرونكى وو، دښوونې او روزنې سره يې بې كچې مينه وه، دغريبانو او بې وزله وګړو په حال يې زړه سوزېده، دجهل او ناپوهۍ سرسخت مخالف او دخپل هيواد او خلكو دسوكالۍ ملاتړى او طرفدار وو. هغه پخپله هم په يوه غريبه كورنۍ كې په داسې مهال دې نړۍ ته سترګې پرانيستې وې، چې دپوهې او علم ډيرې كمې رڼاګانې پرې لګيدلې او په ټوله سيمه كې به يوازې دګوتو په شمير يو يا دوه داسې كسان وو، چې دسواد له نعمت څخه به برخمن وو. هغه مهال به كه د ساري په توګه چاته دكوم رارسيدلي ليك او يا دځمكې دقبالې دلوستلو اړتيا پيښه شوه، نو دخپل جومات او دليري ليري كليو دجوماتونو امامانو او يا ميرزايانو ته به يې وړل څو خپلې ستونزې هوارې او په مطلب ځان پوه كړي. همدارنګه په هغه وخت كې چې ارواښاد سليمي وړوكى وو، د هېواد په زياتره برخوكې دمنظمې ښوونې او روزنې څرك ډير كم تر سترګو كيده او په كليوالو سيمو كې دمنظم درسي پلان او يا پروګرام پته نه وه او نه هم دوخت دحكومتونو له خوا پيل شوى وو. له همدې كبله ارواښاد محمد ارسلان سليمي ټينګ هوډ كړى وو، چې ددې تشې د ډكولو لپاره به لاس په كار كيږي او د همدې موخې دلاسته راوړلو لپاره هغه لومړى پخپله او بيا دخپل كلي او ولس د وګړو له منځ څخه دعلمي او پوهو شخصيتونو په برابرولو پيل وكړ، څو وكولاى شي، چې دسيمې په ښوونيز او روزنيز ډګر كې دمثبتو بدلونونو پيلامه وګرزي. هغه هيله من وو، چې دلوى خداى (ج) په توفيق او دخپلو مهربانه او خواخوږو موراو پلار د هلو ځلو په وسيله به وكولاى شي، چې دخپلو هيلو او آرمانونو رښتينې او واقعي ځولۍ په تن كاندي او دهغه پلوشې د هغو تور تمونو په زړه كې وويني، چې له سيمې او هيواد څخه يې غيږه راګرځولې وه. مرحوم استاد سليمي د خپل وخت په حكومتونو كې لويې، له مسؤليت څخه ډكې او درنې دندې سرته رسولې دي او دهيواد دسياسي او ټولنيزو او پوهنيزو سسيتمونو په جوړولو كې يې ديوه غوره او مخكښ مشر په څير رغنده ونډه اخيستې او دهيوادوالو خدمت يې په ښه توګه سرته رسولى دى. نوموړي په دې لاره كې له حاكمې كورنۍ، د حكومت له لوړپوړو چارواكو او ټولنيزو شخصيتونو سره څنګ په څنګ د يوه فعال او زړه سواندي شخصيت په توګه د هېواد په ملي او نړيوالو مسئلو كې دخپل ژوند تر پايه د یوه غوره نوښتګر په توګه رول لوبولی دی. وردګو ته د استاد سلیمي خدمتونه:  د ګوربت د منځني ښوونځى بنسټ ایښودونکی: ارواښاد محمد ارسلان سلیمي صاحب د ګوربت د منځنى ښوونځى بنسټ ایښوودنکی دی، چې اوس مهال لیسه ده او د لیسې دورې ته هغه مهال لوړه شوه چې د ګل آغا احمدي په هلو ځلو او د کویټ عرب میشتې موسسې لجنه الدعوه الاسلامیه د تعلیمي څانګې په مالي همکارۍ د ۱۳۵۷ د غمیزې له کبله تر یوې وقفې وروسته د ۱۳۶۸ هجرې لمریز کال د غبرګولي په ۱۵ نیټه په وردګو، غزني او یو شمیر نورو سیمو کې د تعلیمي موسسو د فعالېدو تر څنګ د ګوربت منځنى ښوونځى هم د لېسې په شکل را څرګنده او اوس مهال خپل ښوونیز فعالیت مخته وړي. خو د نوموړې تعلیمي موسسې ګرد ویاړ ارواښاد سلیمي صاحب ته منسوب دی، چې تر دې مهاله یې زرګونه زده کوونکي او سلګونه علمي څیرې افغاني ټولنې ته وړاندې کړي دي، چې د سیمې ټول خلک ورته د اخلاص دعاوې کوي.  د دوردګو ولایت د نوم، تشکیل او اداري واحدونو د رامنځته کولو په هکله فعالیت.  په کابل کې د غازي محمد جان خان د واټ نوم ایښودل او له حاکمې کورنۍ سره د نوموړې مسئلې په وخت ډغرې، ناندرۍ او بالآخره مثبته پایله لاس ته راوړل.  د وخت په حکومتي ادارو کې له وردګو څخه په سلګونو کسان شاملول او هغوی د زدکړې لوري ته تشویق کول.  د سیمې له خلکو سره د هغوی د خپلمنځي مسایلو په باره کې رغنده رول، مرسته او په سوله ایزه توګه د هغه خلاصول. لیکلي آثار او کتابونه: ارواښاد استاد سليمي دهېواد تكړه شاعر، ليكوال، اديب، ټولنيز خدمتګار او پياوړى مشروو، چې دهېواد او خلكو لپاره يې دخپلو رسمي او غير رسمي دندو په ترڅ كې نه هيريدونكي خدمتونه سرته رسولي دي او دخورا غوره كتابونو دليكلو وياړ ورپه غاړه دى، چې د ځینو چاپ شوو آثارو نومونه یې دلته یادوو، خو د ناچاپ شویو آثارو په هکله یې ځکه معلومات تر لاسه نه شول، چې د تیرې غمیزې جګړې ظالمو لمبو د هېواد د نورو علمي پانګو په څېر د ارواښاد سلیمي صاحب په کتابتون هم رحم ونه کړ او د کورنیو جګړو په ترڅ کې په بې رحمانه توګه د اور خوراک شوي دي. د نوموړي چاپ شوي آثار ۱. په ځان باورنوموړى كتاب د ډاكتر سمويل سمايلز ليكنه ده، چې په انګريزي ژبه ليكل شوى او استاد سليمي هغه په پښتو ژبه ژباړلى دى او په ۱۳۱۸ هجري لمريز كال د۱۵۲ مخونو ۲۰x۱۶سانتي مترو په اندازې سره د كابل د اصلاح د ادارې له خوا خپور شوى دى او د چاپ چارې يې د كابل په عمومي مطبعه كې ترسره شوي دي. موضوع یې ارواپوهنه ده. ۲. زما يادونه دا كتاب د افغانستان د(يادداشت هاى من) په نامه باندې دخپلواكۍ دلارې اتل او د كابل فاتح ارواښاد مارشال شاولي خان ليكنه ده، چې استاد سليمي له دري ژبې څخه پښتو ته ژباړلى دى او په ۱۳۳۹ هجري لمريز كال د۹۷ مخونه لري او د ۱۶ x ۲۴ سانتي مترو په اندازې سره په كابل كې د دولتي مطبعې له خوا چاپ شوى دى. ۳. دخپلواكۍ تړونونه لومړۍ ګڼه ددې كتاب لومړۍګڼه په ۱۳۳۰ هجري لمريز كال د وږې په مياشت كې په ۴۵ مخونو كې د قبايلود مستقل رياست له خوا په ۱۵ x ۲۰، ۵ سانتي مترو په كچه خپره او دكابل دعمومي مطبعې له خوا چاپ شوى دى. ۴. دخپلواكۍ تړونونه دويمه ګڼه نوموړى كتاب په ۱۳۳۱ هجري لمريز كال په ۴۴۱ مخونو كې د ۱۶x ۲۱ سانتي مترو په كچه د قبايلو دمستقل رياست له خوا خپور او د كابل په عمومي مطبعه كې چاپ شوى دى. دخپلواكۍ دتړونونو په هره يوه ګڼه كې به معمولا هغه كلنۍ پيښې راتللې، چې دپښتونستان له موضوع سره به يې تړاو درلود. دپښتنو او بلوڅو ډلې، سياسي فعاليتونه، مشران او سيمې به پكې معرفي كيدلې. همدارنګه په ځينو پاڼو كې به يې دپښتو ادب، هنر او نورو خواوو په هكله هم مقالې، ليكنې، شعرونه، مضمونونه او ځينې ملي ترانې هم خپريدلې. د لومړي تړون پښتۍ په سره رنګ وه، چې د پاڼې دمنځ په برنۍ برخه كې ديوې دايرې په منځ كې د پښتونستان دبيرغ سمبول وو، چې غرونه او په غرونوكې راختونكى لمر انځوروي تر نښان پاس په سره تون كې په سپين ليك الله اكبر ليكل شوي او تر نښان را لاندې بيا په سپين ليك دخپلواكۍ تړون په نيمه دايره يي بڼه ليكل شوى دى او تر هغه را لاندې مولف محمد ارسلان سليمي او مهتمم نيك محمد پكتيانۍ را غلى دى. ۵. نيكبختي (ژباړه) ددې كتاب ليكونكى برتر اندر سل دى، چې په انګريزي ژبه يې ليكلى او ارواښاد سليمي صاحب هغه پښتو ژبې ته را ژباړلى دى او په ۱۳۱۷ هجري لمريز كال د ۶۲ مخونو او ۱۳x ۱۸ سانتي متره منځنۍ كچې په درلودلو سره په ۱۳۱۷ هجري لمريز كال دپښتو ټولنې له خوا په كابل كې خپور شوى دى. ۶. اخلاق (ژباړه) دا كتاب د افغانستان دتعليمي نصاب په چوكاټ كې د اووم ټولګي لپاره له بهرنيو ژبو څخه استاد سليمي پښتوته را ژباړلى دى او دوخت په تعليمي نصاب كې داخل او د اووم ټولګي د تدريس په چارو كې ورڅخه ګټه اخيستل شوې ده. ۷. ديوولسم ټولګي تاريخ ۸. ددولسم ټولګي تاريخ ۹. آريانا دائرة المعارف، ګډون كوونكى ليكوال په ۱۳۲۲ هجري لمريز كال ارواښاد استاد سليمي د آريانا دايرة المعارف دپښتو څانګې په غړيتوب ومانه شو او په ۱۳۲۷ هجري لمريز كال نوموړى د آريانا د دايرة المعارف د معاون په توګه په كار وګمارل شو او دهغه په ليكنه او سمونه كې يې پراخ ګډون كړى دى. ۱۰.نارنج ګل د هغه كتاب نوم دى، چې د ننګرهار د ولايت د نارنج د ګل مشاعرې ته دلومړي بين الافغاني بڼې د وركولو په وياړ د افغانستان د اكاډيمۍ د پښتو د انكشاف د رياست له خوا په كتابي بڼه د۱۳۵۰ هجري لمريز كال د وري په مياشت كې چاپ شوى او دنوموړې ټولګې ټولوونكى د يادې شوې ټولنې رئيس ارواښاد سليمي صاحب دى، چې دكتاب په سركې يې يوه وركوټې غوندې سريزه هم پرې ليكلې ده او د چاپ دچارو مهتمم يې ع، م، دردمند ښودل شوى دى. په همدې توګه د نوموړي كتاب دچاپ شمير ۲۰۰۰ ټوكه او په دولتي مطبعه كې يې دچاپ چارې سرته رسيدلې دي. په نوموړي كتاب كې دلومړي ځل لپاره د نارنج دګل دمشاعرې په اړه تفصيلي راپورتاژ، د ارواښاد سليمي پرانستونكې يا افتتاحيه وينا، له افغانستان او پښتونستان څخه د يو سل او لسو پښتو ژبو او دري ژبو ليكوالو منظومې او منثورې ويناوې، دغونډې او ننګرهار ولايت ځينې عكسونه هم راغلي، چې ځينې يې رنګه او ځينې نور يې بيا تور او سپين دي. د مجلس وروستۍ يا اختتاميه وينا يې هم چاپ كړې ده، چې دهغه وخت د اطلاعاتو او كلتور وزارت معين محمد خالد روښان د غونډې ګډونوالو ته اورولې ده. نوموړى كتاب ۱۷۷ مخونه لري او دپوښتۍ لومړى مخ يې رنګه بڼه لري او دنارنج د ګلونو په يوه ځولۍ ښكلى شوى دى او ددې پاڼې د لوموړي سرپه كيڼ پلو كې ديوې زيړ رنګې دايرې په منځ كې په شنه رنګ د ((نارنج ګل)) عبارت ليكل شوى او د كتاب دپښتۍ په وروستي مخ كې دكنړ د چايو د فارم ديوې منظرې عكس چاپ شوى دى او تر هغه را لاندې ليكل شوي دي: (كابل: د ۱۳۵۰ كال د وري مياشت، دولتي مطبعه ) 11نګيالى پښتون (ګډونوال ليكوال او دسمينار غړى) پورتنى عنوان دهغه كتاب نوم دى، چې دننګيالي خوشحال خان بابا(رح) دمړينې د ۲۸۶ تلين دنمانځنې په وياړ په كابل كې د بهرنيو او كورنيو ليكوالو په ګډون د ۱۳۴۵ هجري لمريز كال د اسد په ۲۴ نېټه پيل او دشپږو ورځو لپاره يې دوام وموند او د پښتو ټولنې له خوا په دځينو ضميمو سره يوځاى په ۳۳۱ مخونو كې د ۲۰۰۰ ټوكو په شمېر چاپ شوى دى او ددې كتاب دچاپ معتمد ښاغلى محمد اكبر ((معتمد)) ښودل شوى او دپښتو ټولنې دخپرونو د لړۍ ۱۸۳ لمبر يې اخيستى دى. د كتاب د پښتۍ د لومړي مخ رنګ نيلي غوندې شين او دخوشحال بابا هغه مشهور عكس يې پرې چاپ كړى دى، چې جنګي يونيفورم يې په تن، جنګي خولې يې په سر او په لاس كې يې دخپل وخت يو جنګي غشى ليدل كيږي. نوموړى عكس د پاڼې په منځنۍ برخه كې راغلى، چې دهغه د پاسه يوه توره رسم شوې او بيا لږ ور پورته ليكل شوي دي ((ننګيالى پښتون)). پدې كتاب كې دخوشحال خان بابا د ۲۸۶ تلين د رارسيدلو او دهغه دشخصيت په هكله دافغانستان د پاچا اعليحضرت محمد ظاهرشاه او صدراعظم ارواښاد محمد هاشم خان ميوندوال او دپوهنې وزير ډاكټر محمد عثمان انوري پرپيغامونو او عكسونو برسيره د ۴۰ كسانو كورنيو او بهرنيو ليكوالو او پوهانو دخوشحال خان د ژوند، شعر، كارنامو، كړنو او شخصيت په هكله ويناوې، مقالې او پيغامونه واورول، چې دهمدې كتاب په ۳۴ مخ كې د ارواښاد استاد سليمي اوږده او خوږه وينا ليكلې شوې او د نوموړي فوتو يې يوځلې په ځانګړې توګه او څوځلې د مجلس دغړو په بڼه كې ښودلى دى، چې د نوموړي سيمينار د رئيسه هيئت له غړو څخه وو او دسيمينار په دريمه غونډه كې يې خپله مقاله د ((خوشحال خان خټك او دهغه دملي مجاهدو ملګري)) تر عنوان لاندې د غونډې په دريمه برخه كې ګډونوالو ته اورولې وه، چې د ۱۳۴۵ هجري لمريز كال د اسد دمياشتې په ۲۶ نيټه جوړه شوې وه. بايد وويل شي، چې په هغه وخت استاد محمد ارسلان سليمي د عدليې د وزارت اداري رئيس وو او په دې كتاب كې هغه ته دليكوال، شاعر او د سيمينار دغړي خطاب شوى او دسيمينار د نورو غړو او ميلمنو سره يوځاى يې د كتاب په زياتو عكسونو كې فوتو ګان چاپ شوي دي. ۱۲. د پښتونستان د آزادۍ جرګه خپروندويه موسسه: د مطبوعاتو مستقل رياست د پاڼو شمير: ۲۷ مخونه كچه: ۱۵*۱۹ سانتي متره د چاپ ځاى: عمومي مطبعه كابل- افغانستان موضوع: د پښتونستان د اړوندو مسئلو څيړنه ارواښاد استاد سليمي د ۶۱ كلونو په عمر بالآخره د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د ثور يا غوايي دمياشتې په شپږمه نيټه چې د۱۹۷۸ ميلادي كال د اپريل دمياشتې د۲۶ نيټې سره سمون خوري دپاني نړۍ څخه سترګې پټې كړې (انا لله وانا اليه راجعون). لوى خداى (ج) دې هغه ته د فردوس جنت په نصيب كړي. آمين

[سمادول] تاريخي ځايونه

[سمادول] جغتو:

جغتو د وردګو ولايت ولسوالي، په سويل لويديز كې پرته ده چې په همدغه ولايت پورې اړه لري، ګرد چاپېره غرونو يې سرحدات تشكلوي، يواځي سويل ختيز لورته يې خواجه عمري، او سويل لوديز ته د رشيدانو ولسوالۍ چې دواړه په غزني ولايت پوري اړه لري پرتې دي. جغتو د تاريخې لحاظه د اهميت وړ دى، د اسلام نه مخكې د هفتالي دولت په پير(عصر) كې جغتو د جګدو په نامه سره ياديدلو، چې وروسته په جغتو آوښتى دي، په خپله غيږ كې تاريخي ښار برغولى، بند سلطان، او د هلاكو غر ته ځاى وركړي دي، د (هيون څانګ) نومې بودايي عالم له چين څخه تر هنده او له هند څخه تر چينه يونليك په چيني ژبه لكيلى دى، نوموړى اول د بودايي دين مركز افغانستان ته د لويو لويو معابدو د لېدلو لپاره راغلي، بيا لدې ځايه هند ته سفر كړى، د هند څخه بېرته افغانستان ته راغلى، لوى استاد علامه اكاډيميسن پوهاند عبد الشكور رشاد د (هيون څانګ) او يونليك داسې راپېژني: "هيون څانګ د بودايي دين ستر عالم په۶۰۳ ميلادي كال د چين Koushih نومي ښار كې زيږيدلى او په ۶۶۳ميلادي (۴۳هـ ق) د چين په Kaoching نومي ښار كې مړ دى، ده له هندي ژبې څخه ۷۳ بودايي متنه په چيني ژبه اړولي وو، نوموړى چې د هندوستان له سفره چين ته ورسيد، شل آسونه يې په كتابونو بار وو، په دغه كتابونو كې ۶۵۷ بودايي متنونه او شرحي وي، ده په دغه سفر كې له (۶۲۹ع)كال (۸ هـ ق) څخه تر (۶۴۴ع كال) (۲۴هـ ق) پورې پنځلس كاله تېر كړي، له هندوستانه څخه ، د ۶۴۴ع كال د جون په پنځلسمه فالانا ( اوسنى بنو) ته راغلى او د جون پر پنځوشتمه اپوكان (ابوګان ? افغان = پختيا ( اوسنى پكتيا) ته راغلى بيا له اپوګانه د جګدو (اوسنى جغتو) له لارې د ۶۴۴ع كال د جولاى په لومړۍ ورځ كاپيسا ته رسيدلى دى". لدې څخه را په ډاګه كېږي، چې د جغتو سيمه ډېر لرغونى تاريخ لري.


[سمادول] دسلطان بند:

دا بند د جغتو په لمنه كې پروت دى، پداسې ځاى كې چې د جغتو د بيلا بيلو خوړونو لاري په همغه ځاى ورسپري دي، د ژمي د واورو او د پسرلي د بارانونو اوبه هملته غونډيږي، دغه بند د سلطان محمود غزنوي دولت پر مهال د همغه پير (عصر) په تخنيكي نورمونو اباد او د غازي امان الله خان د پاچاهۍ پر مهال بيا جوړ شوی، له دغه بند څخه د وردګو يوازې دوه كلي ګټه پورته كوي او نورې ټولې اوبه د خواجه عمري په شنه او ښكلې سيمه كې، چې د هزاره ګانو سيمه ده بهيږي او دغزني ښار شا او خوا سيمې خړوبوي.

[سمادول] د هلاكو غر:

دا غر د جغتو ولسوالۍ څخه د ګرد چاپيره غرونو لوړه څوكه ده، چې د جغتو په سويلي لوري كې د بند سلطان په غاړه د برغولي په نامه د پرتي سيمې په څنګ كې غزيدلې، د هلاكو بابا د غره په نامه سره د سړي ذهن ته د هغه هلاكو او د هغه پلار چنګيزخان تاتاري زوي را ټوپ كړي ، چې د منګوليا په غرو كې يې خواره واره تاتاريان تر يو بيرغ لاندي را غونډ كړل، لومړى يې د چين هېواد تر پښولاندي كړ، بيا يې اسلامي نړۍ ته مخه كړه په منځني اسيا كې يې د اسلامي پياوړي خوارزم شاهې دولت ته پښې اړم كړې، خوارزم شاهي دولت په ډېره ميړانه له اسلامي خاورې دفاع وكړه، خو څرنګه چې د چنګيز لښكري خورا ډېرې او پياوړې وې اسلامي دولت د دغه بې رحمه لښكر په وړاندې كمزورى شو تاتاري لښكر اسلامي خاورې ته را ننوتل هر څه يې تالا والا كړل، مسلمانان يې شهيدان، ښارونه يې ړنګ، جوماتو او علمي مراكز يې له خاورو سره خاورې كړل، شني او سمسوري سيمي يې په سپيرو دښتو واړولي ان افغانستان ته راورسيدل او دجغتو سيمه كې يې لويې لويې هډي او لښكر ځايونه جوړ كړل، برغولى، كلمنار او هفتاله دا دهغه وخت آبادې سيمې وې، اصلي خبره داده چې دا بل هلاكو دى او د اسلام نه وړاندې په هفتالي دولت كې تېر شوى او دې غره يې تر ننه نوم ژوندى ساتلى دى. د هفتالي دولت پر مهال پدې ځاى كې ښارونه آباد وو، لوى استاد علامه عبدالحي ليكي، چې هفتاله د هفتالي دولت مهم ځاى ړ او هفتالي دولت د اسلام نه وړاندې پدې سيمو كې واكمن دولت وو، د همغه پير (عصر) آثار او بېلګې كشف شوي دي.

[سمادول] برغولى:

دا سيمه د هلاكو غره او بند سلطان ترمينځ پرته سيمه ده، داسي ښكاري، چې دا سيمه د ډېرو اباديو او بې شميره نسلونو كوربه وه، همدا اوس هم په خپله غيږه كې داسې يو ځاى لري، چې د هيواد او په ځانګړي توګه د غزني څخه هر كال بي شميره هندوان ورته راځي، زيارت يې كوي، خپل ديني مراسم تر سره كوي او ډېرې قربانۍ كوي، د برغولي په سيمه كې د تېر عصر آثار موندل كيږي، قيمتي ټوټې، تيږي او داسي نور څيزونه ترلاسه كيږي، كله چې باران وشي د سيمې هلكان دې سيمې په هسكو ټېټو كې د قيمتې او ارزښتناكو توكيو پلټنه كوي، د برغولي په سيمه كې دوې لوړې لوړې غونډى دي، چې پخوا پكې ژرندې آباد او د باد په مټ به چليدلې.

[سمادول] د اوبو سرچينې

[سمادول] مهم لاسته راوړنې

[سمادول] اړيكتيايي سېسټم

[سمادول] ځنګلونه

[سمادول] جګړې وراړولي زيانونه

[سمادول] اخځليك

    • د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنګزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د ګرځنده كتابتونونو اداره
    • د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار
د افغانستان بېرغ
د افغانستان ولايتونه
دافغانستان نخشه
اروزګان  • بادغیس  • بامیان  • بدخشان  • بغلان  • بلخ  • پروان  • پکتیا  • پکتیکا  • پنجشېر  • تخار  • جوزجان  • خوست  • دايکندي  • زابل  • سرپل  • سمنګان  • غزني  • غور فاریاب  • فَراه  • کندهار  • کابل  • کاپیسا  • کندوز  • کڼر  • لغمان  • لوګر  • ننګرهار  • نورستان  • نیمروز  • وردګ  • هرات  • هلمند

< Static Wikipedia 2008 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - en - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu -

Static Wikipedia 2007 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - en - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu -

Static Wikipedia 2006 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu

span style="font-weight: bold;">Our
"Network":



Project Gutenberg

href="https://gutenberg.classicistranieri.com">https://gutenberg.classicistranieri.com



Encyclopaedia Britannica 1911

href="https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com">https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com



Librivox Audiobooks

href="https://librivox.classicistranieri.com">https://librivox.classicistranieri.com



Linux Distributions

https://old.classicistranieri.com



Magnatune (MP3 Music)

href="https://magnatune.classicistranieri.com">https://magnatune.classicistranieri.com



Static Wikipedia (June 2008)

href="https://wikipedia.classicistranieri.com">https://wikipedia.classicistranieri.com



Static Wikipedia (March 2008)

href="https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/">https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/



Static Wikipedia (2007)

href="https://wikipedia2007.classicistranieri.com">https://wikipedia2007.classicistranieri.com



Static Wikipedia (2006)

href="https://wikipedia2006.classicistranieri.com">https://wikipedia2006.classicistranieri.com



Liber Liber

href="https://liberliber.classicistranieri.com">https://liberliber.classicistranieri.com



ZIM Files for Kiwix

https://zim.classicistranieri.com





Other Websites:



Bach - Goldberg Variations

https://www.goldbergvariations.org



Lazarillo de Tormes

https://www.lazarillodetormes.org



Madame Bovary

https://www.madamebovary.org



Il Fu Mattia Pascal

https://www.mattiapascal.it



The Voice in the Desert

https://www.thevoiceinthedesert.org



Confessione d'un amore fascista

https://www.amorefascista.it



Malinverno

https://www.malinverno.org



Debito formativo

https://www.debitoformativo.it



Adina Spire

https://www.adinaspire.com




atOptions = { 'key' : 'e601ada261982ce717a58b61cd5b0eaa', 'format' : 'iframe', 'height' : 60, 'width' : 468, 'params' : {} };

Our "Network":

Project Gutenberg
https://gutenberg.classicistranieri.com

Encyclopaedia Britannica 1911
https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com

Librivox Audiobooks
https://librivox.classicistranieri.com

Linux Distributions
https://old.classicistranieri.com

Magnatune (MP3 Music)
https://magnatune.classicistranieri.com

Static Wikipedia (June 2008)
https://wikipedia.classicistranieri.com

Static Wikipedia (March 2008)
https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/

Static Wikipedia (2007)
https://wikipedia2007.classicistranieri.com

Static Wikipedia (2006)
https://wikipedia2006.classicistranieri.com

Liber Liber
https://liberliber.classicistranieri.com

ZIM Files for Kiwix
https://zim.classicistranieri.com


Other Websites:

Bach - Goldberg Variations
https://www.goldbergvariations.org

Lazarillo de Tormes
https://www.lazarillodetormes.org

Madame Bovary
https://www.madamebovary.org

Il Fu Mattia Pascal
https://www.mattiapascal.it

The Voice in the Desert
https://www.thevoiceinthedesert.org

Confessione d'un amore fascista
https://www.amorefascista.it

Malinverno
https://www.malinverno.org

Debito formativo
https://www.debitoformativo.it

Adina Spire
https://www.adinaspire.com