ډاکټر صادق فطرت ناشناس
د Wikipedia لخوا
ناشناس"، د"فطرت" يو كوډګر غږ
"ناشناس" د سندريزو ټاپوګانو د يوه پېژاندي پاچا"ډاكټرصادق فطرت" پېژاندى نوم دى، يو داسې نوم، چې پر افغان ولس سربېره په نورو پرګنو او ولسونو كې هم شور او ذوقونه زېږوي. دموسيقۍاو هنر د رڼو اوبو يوه لوړه سرچينه او يوه ستره هستي، چې ګڼ شمېر ذوقونه ترې خړوبيږي. ناشناس د افغانستان د اوسمهالې موسيقۍ هغه ريالسټيك غږ او څېره ده، چې هنر او موسيقي يې په خپله رښتينې بڼه راپېژندلې ده، غږ يې جادو كوي او شعر او موسيقي يې پر زړونو او دماغونو راج!! د ناشناس د هنر له هرې لپې نه سندرې توييږي او دغه سندرې بيا تږو ذوقونو ته د خړوب زېرى! د كليد په دې ګڼه كې له "ناشناس" سره غږېږو،ناشناس به موږ له ډېرو څيزونو خبر كړي: ناشناس صېب! څنګه كولاى شو د بازاري هنر ټغر ټول كړو او موسيقۍ ته دښوونځيو له لارې اكاډميكه بڼه وركړو؟ ډېره ژوره پوښتنه ده، دا موضوع په ټولو هېوادنو كې مطرح ده. د اكاډميكتوب يوه لاره يې داده، چې د پوهنې وزارت يوه برخه واوسي. داسې نه، چې دوى دې د هنرمندانو يوه برخه فارغه كړي، بلكې دا، چې موسيقي پوهان او موسيقي پېژندونكي رامنځته كړي. دغه كار د بازاري هنر مخه نيسي. كه اورېدونكي اكاډميك وي، هغوى بازاري هنر نه مني او نه يې اوري. په كوچنيو كورسونو كار نه كيږي، موسيقي بايد د زده كړې يوه برخه وګرځي ، دا كار په دولت او حكومت پورې اړه لري. تاسې،خو په پښتو څانګه كې زده كړې او دكتورا لرئ، پر موسيقۍ او پښتو ادبياتو مو څه څيړنه كړېده؟ په پښتو كې مې له بده مرغه څه خاص تحقيق نه دى كړى. د سندرغاړو پيژندګلوي كه وګورئ ډېر كم سندرغاړي به وي، چې تحقيق يې كړى وي. په پښتو كې كافي څيړنه شوې، كه سړى غواړي نور هم څه پرې زيات كړي بايد ډېر وخت وركړي او كه زه دغه كار وكړم له موسيقۍ وځم. چا، چې دغه كار كړى د هغو په ګرد پسې نه رسم. ما دشعر د انتخاب او طرز په برخه كې ډېره پاملرنه كړېده.ما ځان موسيقۍ نه وقف كړى او كه پر نورو لارو لاړ شم دا وړۍ به نيمګړې رانه پاتې شي. ناشناس صېب! كه له خپلې لومړنۍ سندرې يوڅه راته ووايئ؟ لومړنۍ پښتو سندره مې "تورې سترګې خماري- درته كړم نالې زاري" ده او په دري كې بيا "حاصلم ز مزرع..." ده. كومه سندره دې ډېره خوښيږي؟ زما ټولې سندرې خوښيږي، زما دبچيانو په څېر دي. د ګرجستان يو متل دى: " كه هرڅو معيوب وي، محبوب وي".كه كمزورې دي، هڅه كوم بيا يې ووايم او سمې يې كړم. " زه خو شرابي يم شيخه ته راسره جنګ كړې" دامې ډېره خوښيږي، دامې 40 كاله مخكې ويلې ده. دلته د انسان دتقدير موضوع مطرح ده، دا ستره فلسفه ده، دلته له شرابي نه د تقدير معناده، خو دا ډېر اوږد بحث دى. تاسو په كابل كې ارامې سندرې ويلې، خو دا اروپايي سندرې مو يوڅه مستې شوې دي؟ په افغانستان كې زما95% سندرې لبسنګ شوې دي، په بك ګرونډ كې موسيقي چالانه وي او سړى يوازې شونډې خوځوي. هلته مستي او خوځېدا نه وي او يوڅه ساختګي هم راځي، خو دلته په سټېج ژوندۍ راغلې، په دې كې خامخا حركات وي. د مخ عضلات حركت كوي. په فرهنګ پورې هم تړاو مومي، زموږ په موسيقۍ كې سنګيني او متانت شته، خو په اروپا كې دغه شى بې روحه بلل كيږي،دلته حركات حتمي دي. تاسې ويلي و،چې هيڅ وخت به چاربيتي او كنسرت نه ور كوم؟ دا ما په وطن كې ويلي و،خلكو غوښتنه وكړه، چې زموږ كډوال له فرهنګه لرې پاتيږي، همدا لامل و،چې بېرته مې دې شيانو ته مخه وكړه او پر خپلو وعدو مې پښه كښېښوه. دا د ناشناس د نوم په اړه كه يوڅه راو غږېږئ، ويل كيږي سندرې مو له پلره پټې ويلې؟ ستونزې ډېرې وې، ارمونيه مې تر بړستنې لاندې وهله، اواز مې نه جګاوه. كورنۍ مو يوه اخوندزاده كورنۍ وه، ټول مولويان وو، نو هغوى موسيقي بدعت باله او كه بدعت نه و، خو د چاپېرچل كلتور هم يوڅه بنديزونه لګول. په پيل كې مې د ناشناس نوم كاوه، خو وروسته خبره سره رسوا شوه. اوس ازاد يم څه ستونزه نشته. كه د خپلو البومونو په اړه يوڅه ووايئ؟ ما په دې تېرو څو كلونو كې البومونه ثبت كړيدي، په اردو ژبه مې هم ثبت كړيدي.د افغاني هندوانو، پاكستانيانو او هندوانو لپاره دي.موږ يو تربله اړيكي لرو، زموږ يوه رېښه ده، زموږ فولكلوريكې كيسې او نور څيزونه ، د تبلې د وزن او راګونو اشتراك زيات دى. اوس دې كوم نوى البوم نه دى چمتو شوى؟ په دري او اردو ژبو كې مې د " ديارناشناس" او " خربات مغان " په نومونو دوه البومونه راوتلي دي. نوې سندرې مې هم تر لاس لاندې دي، يو اووه مياشتې وروسته به كه خداى كړل بل البوم هم راوباسم، خرابات مغان يوه مياشت كيږي، چې بازار ته وړاندې شوى دى. استاده واده مو په خپله خوښه كړى، كه د مور او پلار په خوښه؟ زه د واده پلوي نه وم، خو دطبعيت غوښتنه ده، مسووليت يې راته خورا ستونزمن و. تر 38 كلنۍ مې ځان وژغوره، وروسته يې مجبور كړم، مور او پلار مې واده راته وكړ. عكس يې راته راوړ ،خو قبول مې نه كړ. ما وې دومره ښايسته هم نه وي، چې غونډې ته يې بوځم خلك غونډه پرېږدي او ټول زما د ماينې په ننداره شي او دومره بدرنګه هم نه، چې .... ناشناس صېب د خپلو زده كړو او استوګنې په اړه يوڅه وواياست؟ 12- 13 كاله كيږي، چې په لندن كې اوسم، يو كال په پاكستان كې وم. 12 مې په كابل كې ويلى، د كابل پوهنتون د حقوقو او اقتصاد نه فارغ يم. په پښتو او روسي ادبياتو كې دكتورا او ماسټري لرم.( له اوومې سټوډيو په مننه)