>


Web - Amazon

We provide Linux to the World


We support WINRAR [What is this] - [Download .exe file(s) for Windows]

CLASSICISTRANIERI HOME PAGE - YOUTUBE CHANNEL
SITEMAP
Audiobooks by Valerio Di Stefano: Single Download - Complete Download [TAR] [WIM] [ZIP] [RAR] - Alphabetical Download  [TAR] [WIM] [ZIP] [RAR] - Download Instructions

Make a donation: IBAN: IT36M0708677020000000008016 - BIC/SWIFT:  ICRAITRRU60 - VALERIO DI STEFANO or
Privacy Policy Cookie Policy Terms and Conditions
پښتو ټولنه - Wikipedia

پښتو ټولنه

د Wikipedia لخوا

پښتو ټولنه د ١٣١٦ لمريز کال د ثور په لومړۍ نېټه د کابل د ادبي انجمن او د کندهار د پښتو انجمن له يو ځای کېدلو نه جوړه شوه.

د پښتو ټولنې له جوړېدلو سره سم په ١٣١٦ لمريز کال دنده درلوده چې:

    1. د افغانستان تاريخ تدوين او د افغانستان په تاريخي څرنګوالي له هره پلوه پوره پوره رڼا واچوي.
    2. ژبې او ادب ته تحول او ترقي ورکړي اولسي پانګه (فولکلور) د هېواد له هره ګوټه راټول او نشر کړي.
    3. د يوی عصري علمي ژبې په حېث د پښتو ژبې د راژوندي کولو او تدوينولو له پاره کار وکړي.
    4. د کابل مجلې، کابل کالنۍ او نورو هېوادنيو جريدو په وسيله ادب او ژبې ته ترقي ورکړي او جهان ته په يوه ابرومند ډول افغانستان وروپېژني.

نيوليک

پښتو ټولنه په ١٣٣٣ لمريز کال

په ١٣٣٣ لمريز کال کې د پښتو ټولنې د وظيفو او اهدافو په باب نوی ګام پورته شو، د پښتو د درنو ليکوالو نه د ملي ژبې پښتو د پېشرفت، عصري کېدلو او علمي کېدلو په باب نظريې وغوښتلې او بيا د يوې غونډې په ترڅ کې د پښتو ټولنې تګلاره په ٥٦ مادو کې تجويز او ترتيب شوه، ددغې لايحې له مخې پښتو ټولنه د يوې علمي ادبي اکاډيمی په توګه جهان ته اعلان او د يوې جلا بودجې او ٢٩ افتخاري غړو درلودونکې شوه. دا وخت د پښتو ټولنې مرام او مقصد داسې وټاکل شو:

    1. پښتو ژبې او ادب ته ترقي ورکول.
    2. د پښتو ژبې علمي پانګه زياتول، پښتو کې له خارجي ژبو څخه غوره علمي او ادبي آثار ژباړل او د هغه خپرول.
    3. د پښتو ادبي، تاريخي، کلتوري او نور قلمي او شفاهي آثار ټولول او خپرول، لکه زاړه ديوانونه، لنډۍ، متلونه، افسانې، فولکلور او نور.
    4. د پښتو ژبې د لغاتو او قواعدو تدوين، د ضرورت له مخې د نويو اصطلاحاتو او لغاتو وضع کول، ادبي او لغوي څېړنې او د پښتو په لساني علومو پورې آثار ليکل او خپرول.
    5. د پښتو د ادبياتو، د پښتو نوميالو د پېژندنې په باب خپرونې کول.
    6. په پښتو کې د ليکونکو روزل او تربيه کول او د پښتو ليکلو د يو ښه او متحد اسلوب رواجول.
    7. د پښتو موسيقي ته ترقي ورکول او د پښتو ډرامو جوړولو، ښودلو او فلمونو اخيستلو د پاره تبليغ کول او زيار اېستل.
    8. د پښتو ژبې د دفتري کولو او په پښتو کې د ليک او لوست او تعليم د عامولو له پاره زيار اېستل او هڅه کول.
    9. د پښتو د پرمختګ، ترقي او معرفي لپاره اخبار او راډيو کې خپرونې کول، کنفرانسونه جوړول، په خارجي ژبو د پښتو ادب خپرول خارجي علمي او ادبي ټولنو سره اړيکې ساتل.
    10. پښتو ټولنه به پورتنی مرام ته د رسېدلو له پاره کتابونه، وړې رسالې او نورې خپرونې کوي او د کابل مجله خپروي.

په ١٣٣٥ لمريز کال کې پښتو ټولنه د مطبوعاتو د مستقل رياست څخه بېله او د پوهنې له وزارت سره وتړله شوه او همدا وخت و چې د پښتو ټولنې غړو ته د پوهنتون د استادانو غوندې علمي رتبې او امتيازي معاش ومنل شو او د پښتو ټولنې غړو ته د څېړونکی، څېړنيار، څېړنمل، څېړنوال، څېړندوی او څېړنپال شپږګونې علمي رتبې ورکړی شوې، پښتو ټولنې دا وخت له نړيوالو علمي موسسو سره اړيکې ټينګې کړې او علمي راشې درشې پيل شوې، له دې راوروسته هم پښتو ټولنې ځينې لوړې ځوړې وليدې چې دلته يې څېړل اوږديږي.

د پښتو ټولنې اداره او غړي

کله چې ادبي انجمن او پښتو انجمن سره يو شول او په پښتو ټولنه واوښتل نو د پښتو ټولنې لپاره نوی تشکيل جوړ شو، غړي يې زيات شول او د کارونو د چټکۍ لپاره لانديني څلورګونې څانګې پکې جوړې شوې.

    1. د تاليف او ترجمې څانګه
    2. د ادبياتو څانګه
    3. د نشرياتو څانګه
    4. د پښتو لغت، صرف و نحوې څانګه

دا وخت د پښتو ټولنې ريس د وخت د پوهنې وزير وو. عموموي مدير يې احمد عليخان دراني او عمومي مرستيال يې غلام جېلاني اعظمي وو.


د تاليف او ترجمې د څانګې کارکوونکي

د تاليف او ترجمې د ځانګې کارکوونکي پدې توګه وه.

    1. عبدالغفور خان (د انګليسي ژبې ژباړونکی)
    2. عبدالباقي خان لطيفي
    3. احمد عليخان کهزاد
    4. يعقوب حسن خان
    5. عبدالواحد خان (د روسي ژبې ژباړونکی)
    6. اورادالدين خان (د عربي ژبې ژباړونکی)
    7. عبدالخالق خان

د ادبياتو د څانګې کارکوونکي

د ادبياتو د څانګې کارکوونکي پدې توګه وه.

    1. امين الله خان زمريالی
    2. سرور خان ګويا
    3. قاري عبدالله خان
    4. ملک الشعرا
    5. محمد قدير خان ترکی
    6. محمد ګل خان نوري
    7. محمد سرور خان پويا

د نشرياتو د څانګې کارکوونکي

د نشرياتو د څانګې کارکوونکي پدې توګه وه.

    1. يار محمد خان
    2. مير عبدالواحد خان
    3. احمد الله خان کريمي
    4. عبدالصمد خان
    5. عبدالخالق خان اخلاص
    6. محمد اعظم خان ايازی
    7. سيد قاسم
    8. محمد معصوم
    9. قيام الدين خادم

د پښتو د لغت، صرف او نحوې د څانګې کارکوونکي

د پښتو د لغت، صرف او نحوې د څانګې کارکوونکي پدې توګه وه.

    1. صالح محمد خان
    2. ګل پاچا خان الفت

د پښتو د لغت، صرف او نحوې د څانګې د دغو دوو کارکوونکو سره سره يو شمېر نور اداري کارکوونکي يې هم درلودل. په ١٣١٧ لمريز کال کې ددې لپاره چې پښتو ته ښه او بېړنی کار وشي د پښتو ټولنې ټول پښتو ژبې غړي د ژبې په مديريت کې سره يوځای کړل شول، مدير امين الله خان زمريالی وټاکل شو. انګرېزي مترجم ارجنداس کپور او اداري کاتب يې عبدالصمد خان و. دې مديريت د تاليف او ترجمې او د لغاتو او قواعدو دوې څانګې درلودې چې دا کسان پکې وو.

    1. قيام الدين خادم
    2. ګل پاچا خان الفت
    3. اورادالدين خان
    4. محمد سرور خان ايازی
    5. عبدالخالق خان اخلاص
    6. محمد ګل خان نوری

چې په همدې کال يې د پښتو کلی ګانو د ليکلو او خپرولو وظيفه پيل کړه.

پښتو ټولنه د ١٣١٨ نه تر ١٣٥٢ کلونو پورې

د ١٣١٨ کال په ژمي کې چې د مطبوعاتو مستقل رياست جوړ شو، او د پخواني ادبي انجمن څانګې ددې رياست جز شوی او ددې انجمن د ژبې مديريت د پښتو ټولنې په لوی مديريت واوښت لوی مدير يې د مطبوعاتو مرستيال استاد عبدالحی حبيبي وټاکل شو او دا وخت يې تشکيلات پدې ډول وو

    1. د ژبې مديريت
    2. د تاليف او ترجمې مديريت
    3. د صحافت مديريت
    4. د قواعدو د کورسونو د تفتيش مديريت

دا وخت يې غړي پدې توګه وه

    1. ښاغلی زمريالی
    2. ښاغلی الفت
    3. ښاغلی بېنوا
    4. ښاغلی رښتين
    5. ښاغلی ترکی
    6. ښاغلی اوراد الدين
    7. ښاغلی ايازی
    8. ښاغلی نظامي

په ١٣١۹ کې د پښتو ټولنې کارونه تر پخوا پراخه شول. کابل راډيو لپاره يې پښتو مضامين تهيه کول او د کورسونو چارې يې په غاړه وې.
په ١٣٢۰ لمريز کال کې د پښتو ټولنې لوی مدير ښاغلی عبدالرحمن وټاکل شو او معاونين يې ښاغلی محمد اعظم خان ايازی او ښاغلی امين الله زمريالی وو.
عمومي مبصر يې ګل پاچا خان الفت و ددې کال په چنګاښ مياشت کې د پښتو ټولنې تشکيل پراخ شو او دا لاندې مديريتونه يې درلودل

    1. د پښتو آريانا دايره المعارف مديريت
    2. د نقد او تبصرې مديريت
    3. سيار مديريت

په همدې توګه د پښتو ټولنې د کورسونو څانګه هم پراخه شوه، دا وخت د پښتو ټولنې د دايره المعارف مدير ميا حسين خان، د قواعدو مدير صديق الله رښتين، د لغاتو مدير عبدالخالق خان اخلاص، د تاليف او ترجمې مدير محمد ګل خان نوری او د صحافت مدير عبدالرؤف بېنوا وو. پدې وخت کې د پښتو ټولنې نور غړي پدې توګه وه:

    1. اورادالدين
    2. مولوي شېرګل
    3. يار محمد نظامي
    4. سيد صعود

د ١٣٢١ کال په پای کې بېرته استاد عبدالحی حبيبي د پښتو ټولنې مدير وټاکل شو چې تر ١٣۲۴ کال پورې يې مدير ؤ.
په ١٣٢٥ لمريز کال کې ښاغلي عبدالرؤف بېنواد پښتو ټولنې لوی مدير وټاکل شو دا وخت د صحافت د څانګې مدير يار محمد خان نظامي، د تاليف او ترجمې د مديريت کفيل عزيزالرحمن خان سيفي، د قواعدو مدير محمد شېرګل خان، د لغاتو د څانګې مدير محمد ګل خان نوري، د محلي ژبو د څانګې مدير عبدالقدوس خان پرهېز او د کورسونو مدير عبدالغني خان وو. د صحافت په څانګه کې سيد بهاالحق خان هاشمي او نېک محمد خان فدايي د تاليف او ترجمې په څانګه کې محمد ابراهيم خان ثابت غلام احمد رحماني، د قواعدو په څانګه کې عبدالواسع خان او د لغاتو په څانګه کې محمد رفيق خان قانع وو. په ١٣٣۰ لمريز کال کې ښاغلی صديق الله خان رښتين د پښتو ټولنې لوی مدير وټاکل شو. دا وخت پښتو ټولنه د يوې اکېډمۍ په توګه ومنل شوه او د کار نوی پروګرام ورته جوړ شو. په ١٣٣١ کال کې له پښتو ټولنې څخه د زېري جريده بېرته خپره شوه په دې کال کې د پښتو ټولنې تشکيل په دې ډول و.

    1. لوی مدير صديق الله رښتين
    2. د تاليف او ترجمې مدير عزيزالرحمن خان سيفي
    3. د پښتو دايره المعارف د څانګې مدير محمد يونس خان مراد
    4. د دايره المعارف غړی حفيظ الله خان
    5. د زېري د جريدې چلوونکی عبدالله خان بختانی خدمتګار
    6. د زېري د جريدې غړی محمد دين ژواک
    7. د لغاتو د څانګې مدير پاينده محمد خان روهيلی
    8. د لغاتو د څانګې غړی عبدالصمد خان
    9. د ادبياتو د مديريت کفيل محمد ابراهيم خان ثابت
    10. د ادبياتو د مديريت غړی شرف الدين خان
    11. د کابل د مجلې چلوونکی نور محمد خان پوونده
    12. د کابل د مجلې غړی عبدالرزاق خان زړور
    13. د کورسونو د مديريت کفيل محمد ايوب خان مهمندی
    14. د تحرير او توزيع مدير امان الله خان

د ١٣٣٥ لمريز کال په پيل کې د کار د ښه توب او له پوهنې وزارت سره د پښتو ټولنې د زياتو اړيکو له مخې پښتو ټولنه د مطبوعاتو له رياست څخه جلا او د پوهنې له وزارت سره وتړل شوه. دا وخت د پښتو ټولنې رياست استاد الفت ته وسپارل شو او همدا وخت د پښتو ټولنې غړو ته علمي رتبې ورکړی شوی او د پوهنتون په سويه يوه موسسه شوه، له باندنيو علمي موسسو سره يې اړيکې ټينګې شوې او د سفرونو له لارې پښتو ټولنې د نړۍ علمي موسسو ته ور وپېژندله شوه. په ١٣٣۷ کال کې د پښتو ټولنې مرستيال استاد عبدالشکور رشاد وو.
د ١٣۴٢ لمريز کال په چنګاښ کې يو ځل بيا پوهاند صديق الله رښتين د پښتوټولنې او ښاغلی عبدالله خدمتګار د پښتو ټولنې د مرستيال په توګه وټاکل شول. د کار د ښه توب لپاره د پخوانيو تشکيلاتو په ځای د فولکولور او ادب لوی مديريت، د اجتماعي علومو لوی مديريت او د خپرونو لوی مديريت منځ ته راغلل او د تدريساتو لوی مديريت په خپل نامه پاتې شو خو کارونه يې ښه او ګړندي شول.

د پښتو ټولنې له خوا ترسره شوي کارونه

پښتو ټولنې د خپل عمر په اوږدو کې ډېر خدمتونه ترسره کړي. ډېر آثار او خپرونې يې رامنځ ته کړي، ډېری ادبي او تعليمي چارې يې پرمخ بېولي او ډېر کسان يې روزلي او رسولي دي.
د پښتو ټولنې له خوا ترسره شوي هغه اکاډيميک کارونه چې مونږ دلته خبرې پرې کوو په لاندې بېلو بېلو برخو ووېشلای شو:

    • د کابل مجلې پرله پسې خپرول
    • د کابل کالنۍ خپرول
    • د کتابونو خپرول
    • د زېری د جريدې خپرول
    • د دايره المعارف خپرول
    • د هېواد د جريدې خپرول
    • د راز راز مشاعرو ترتيبول
    • د علمي سيمينارونه جوړول

يادونه د پښتو ټولنې په هکله دا ليکنه د ښاغلي حبيب الله رفېع د کتاب پښتو پالنې نه اخيستل شوې.


< Static Wikipedia 2008 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - en - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu -

Static Wikipedia 2007 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - en - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu -

Static Wikipedia 2006 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu

span style="font-weight: bold;">Our
"Network":



Project Gutenberg

href="https://gutenberg.classicistranieri.com">https://gutenberg.classicistranieri.com



Encyclopaedia Britannica 1911

href="https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com">https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com



Librivox Audiobooks

href="https://librivox.classicistranieri.com">https://librivox.classicistranieri.com



Linux Distributions

https://old.classicistranieri.com



Magnatune (MP3 Music)

href="https://magnatune.classicistranieri.com">https://magnatune.classicistranieri.com



Static Wikipedia (June 2008)

href="https://wikipedia.classicistranieri.com">https://wikipedia.classicistranieri.com



Static Wikipedia (March 2008)

href="https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/">https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/



Static Wikipedia (2007)

href="https://wikipedia2007.classicistranieri.com">https://wikipedia2007.classicistranieri.com



Static Wikipedia (2006)

href="https://wikipedia2006.classicistranieri.com">https://wikipedia2006.classicistranieri.com



Liber Liber

href="https://liberliber.classicistranieri.com">https://liberliber.classicistranieri.com



ZIM Files for Kiwix

https://zim.classicistranieri.com





Other Websites:



Bach - Goldberg Variations

https://www.goldbergvariations.org



Lazarillo de Tormes

https://www.lazarillodetormes.org



Madame Bovary

https://www.madamebovary.org



Il Fu Mattia Pascal

https://www.mattiapascal.it



The Voice in the Desert

https://www.thevoiceinthedesert.org



Confessione d'un amore fascista

https://www.amorefascista.it



Malinverno

https://www.malinverno.org



Debito formativo

https://www.debitoformativo.it



Adina Spire

https://www.adinaspire.com




atOptions = { 'key' : 'e601ada261982ce717a58b61cd5b0eaa', 'format' : 'iframe', 'height' : 60, 'width' : 468, 'params' : {} };

Our "Network":

Project Gutenberg
https://gutenberg.classicistranieri.com

Encyclopaedia Britannica 1911
https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com

Librivox Audiobooks
https://librivox.classicistranieri.com

Linux Distributions
https://old.classicistranieri.com

Magnatune (MP3 Music)
https://magnatune.classicistranieri.com

Static Wikipedia (June 2008)
https://wikipedia.classicistranieri.com

Static Wikipedia (March 2008)
https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/

Static Wikipedia (2007)
https://wikipedia2007.classicistranieri.com

Static Wikipedia (2006)
https://wikipedia2006.classicistranieri.com

Liber Liber
https://liberliber.classicistranieri.com

ZIM Files for Kiwix
https://zim.classicistranieri.com


Other Websites:

Bach - Goldberg Variations
https://www.goldbergvariations.org

Lazarillo de Tormes
https://www.lazarillodetormes.org

Madame Bovary
https://www.madamebovary.org

Il Fu Mattia Pascal
https://www.mattiapascal.it

The Voice in the Desert
https://www.thevoiceinthedesert.org

Confessione d'un amore fascista
https://www.amorefascista.it

Malinverno
https://www.malinverno.org

Debito formativo
https://www.debitoformativo.it

Adina Spire
https://www.adinaspire.com