نورالبشر نويد
د Wikipedia لخوا
دا يوه نابشپړه ليکنه ده. ددې په بشپړولو کې تاسو د ويکيپېډيا سره مرسته وکړی. |
نورالبشر نويد د پښتونخوا يوه نوميالۍ څېره ده. دی په 12 د فبروري 1956 زېږيز کال کې د رشيد آباد ترو په کلي کې نړۍ ته راغلی. ده خپلې لومړنۍ زده کړې په همدې کلي کې ترسره کړي. له ماشومتوب نه يې د پښتو ژبې سره يوه خاصه مينه درلوده. ددې تر څنګ د پښتنو د ويښولو په موخه د سياست ډګر ته هم راننوت، خو ده بيا د سياست په ډګر کې د وسلې پر ځای د قلم نه کار واخيسته. نوموړی يو ډېر تکړه ډرامه نګار، د کالمونو ليکوال، شاعر او يو فعال ژورناليست دی. ښاغلی نويد د پېښور نه خپرېدونکې مجلې، ليکوال، مشر او چلوونکی هم ده. ددې تر څنګ د وحدت ورځپاڼې کې هم ليکنې کوي، چې د ماته غوږ شه د سرليک تر نامه د ورځينيو چارو سره سره سياسي، علمي او فني شننې، ګروهې، او نيوکې ليکي. د ښاغلي نورالبشر نويد خپاره شوي کتابونو سرليکونه په لاندې ډول دي: 1 مشالونه (د شعرنو غونډ) 2 ماته غوږ شه (په دوه ټوکونو کې د نثرونو ټولګه) 3 وطن يا کفن (د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله په هکله ليکل شوي نثرونه) نورالبشر نويد په ډرامه ليکلو کې هم بې ساری دی، او يو ډېر شمېر ډرامې يې د راډيو او ټلويزون لخوا خپرې شوي. پدې ډرامو کې يې ځينې ستايل شوي هم دي او جايزې يې هم ګټلي. او پدې سره يې د پښتو ژبې د بډاينې سره سره پښتو ژبې ته او د پښتو ژبې ويونکو ته يو لوی وياړ وربښلی.
نيوليک |
[سمادول] زده کړې
[سمادول] چاپي آثار
-
- مشالونه (د شعرنو غونډ)
- ماته غوږ شه (په دوه ټوکونو کې د نثرونو ټولګه)
- وطن يا کفن (د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله په اړه ليکل شوي نثرونه)