محمد رفېع صياد
د Wikipedia لخوا
ځوان او تاند شاعر په وطن او ولس مېن شاعر ښاغلې محمد رفېع صياد شوق خو له شعر او شاعرۍ سره له كوچنيتوب څخه ، خو په عملي ډګر كې يې لومړنۍ شعرپه كال ۱۹۹۸ز كال وپنځاوه.
ښاغلي صياد ډېر ځله خپل خيالونه او فكرونه په خواږه نثر كې رانغاړي. ډېر حساس هم دى. كله چې يوه عاذفي پېښه وويني بيا يې خوږ نثر پرې ليكې وي. كله كله شعرونه هم ليكې. د (كوچنۍ هيلې مو سترېږي) په نامه يې يوه ټولګه شاعري په كال ۱۳۷۹ل د زمري په مياشت كې له دانش خپروندويه ټولنې لخوا چاپ شوې. دا ټوله يې د خپل تره شهېد محمد شافي ناصح ته چې د انقلاب د خونړي سيلاؤ لومړنيو څپو ښكار شو ډالۍ كړې ده.
نيوليک |
[سمادول] زوكړه
ښاغلې محمد رفېع صياد د ډګروال محمد ساقي زوى پر كال ۱۳۵۰هجري لمريز كال د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ په اخوند كلي په یوه مجاهده کورنۍ كې زېږېدلې دى.
[سمادول] زده كړې
ښاغلي صياد صېب د لومړنۍ زده كړو څخه د حصارك په لومړني ښوونځي كې تر دويم ټولګي پورې زده كړې وكړې، او بيا په ۱۳۵۸هجري لمريز كال پېښور ته مهاجر شو. په كال ۱۳۶۹هجري لمريز د صديق اكبر له لېسې څخه فارغ او په ۱۳۷۱هجري لمريز د دعوت او جهاد پوهنتون د ادبياتو پوهنځي له انګلېسي څانګې ته بريالې او تر درېيم ټولګي پورې يې په نوموړي پوهنتون كې لوړې زده كړې ترسره كړې. كله چې د دعوت او جهاد پوهنتون وتړل شو، نو په كال ۱۹۹۵ز كال لومړې جلالكوټ او بيا د كابل په لور رهۍ شو، ترڅو خپلې نيمګړې زده كړې ترسره كړي. بالاخره په ۱۹۹۶ز كال يې د فراغت سند په ډېرو لوړو نمبرو ترلاسه كړ.
لکه څرنګه چې د ښاغلي صیاد او دده کورنۍ وینه د کمونېتسي ګوډاګیانو سره نه ګډېده، ن څکه خو یې د لوړو زده کړو پر مهال څو ځلې عملي جهاد ته ملا تړېلې او څو ځلې د روداتو د سنګر تودو سنګرونو ته راغلې او مخامخ یې د روس ګوډاګي رېژیم سره په سپېڅلې جګړه کې خپله ونډه اخیستې.
[سمادول] د شعر ډولونه
هغه ته يېچې بې اوره سوځول كا هغه ته يې چې په غشو كې ټومبل كا هغه ته يې ته يې شمع بې غمۍ سره بلېږى چې پتنګ ستي كول كا هغه ته يې ډې دى عشق كې كړل وريته آهونه باسي چې بې سوده ځورول كا هغه ته يې بې مقصده چې په زړه داغونه كېږدي هرڅه هرڅه نازك ګل كا هغه ته يې څوك پاچا كړي په زلفانو كې ځاى وركړې كوزول پورته كول كا هغه ته يې زه صياد په طبيبانو نه رغېږم چې زما زړه رغول كا هغه ته يې
انقلاب دا سور رنګ د وينې ګورئ دا سور رنګ د انقلاب دى چې د وينو په زور دورمي دا هغه شان سور سېلاب دى او خاذر د هېچا نكړي د تور سرو، ماشومانو تېره تېغ څخه يې باسي مسمې په چند القاب دى چې سرونه پكې رغړي اوتنې پكې پېمال شي خپل هدف لره وردرومي لكه تندر په شتاب دى د ملت غوښې يې خوړ دي د معصومو خون شراب په پنجو يې رېزمرېز كړي دا هغه بې ترس عقاب دى نه يې زړه شته چې زهير شي نه يې تن شته چې ذليل شي نه يې روح او نه يې عقل او روان دده اسباب دي زه خو وايم راشئ كينو دا اور خود به خود مړ كېږي په يو وهم پسې ځغلو دا هېڅ ندې شت سراب دى د توپان دور تېرېږي نور دا بحر ارامېږي صياد وايي اوس ساه واخلئ ددې سوال اسان ځواب دى پېښور ۱۹۹۸-۱-۲۰
[سمادول] د ښاغلې صياد صېب فرهنګي او ټولنيزې چارې
ښاغلي صياد صېب افغانستان ته په ګرځېدو سمدلاسه د خپل كړېدلي ملت په خدمت لګيا شو، او هغه څه چې يې د هجرت په ټاټوبي كې ترلاسه كړي ول، وخپل ملت ته ډلۍ كړه، او د (صياد انګلېسي ژبې ښوونيز مركز) په نامه يې يوه ټولنيزه اداره جوړه كړه چې د تنكيو ځوانانو په روزنه كې يې اساسي رول ولوباوه.
[سمادول] ليكنې:
شعر
- كوچنۍ هيلې مو سترېږي
نثر
- انګلېسي-پښتو جېبي سیند (قاموس).
- روغتیایي کتاب (ژباړه)
[سمادول] سرچینې
- تروږمۍ کې مشالونه (د افغانستان دمجاهدو او مهاجرو قلموالو تذکره، لیکوال: صدیق منصور انصاري، خپرندویه ټولنه: جهاد کولتوري ټولنه. کال: ۱۳۷۹ل.