محمد الله کمال
د Wikipedia لخوا
محمدالله کمال د جنت گل زوی د وردگو ولايت د چک ولسوالی د علی خېلو کلی اوسېدونکی دی، لومړنی زده کړې یې د شهيد احدی په لومړني ښوونځي کې او منځني او د لېسې زده کړې یې د حضرت عمر فاروق په لېسه کې په چک ولسوالۍ کې ترسره کړې دي. کمال د ژورنالیزم پوهنځي ته په کال ۱۹۹۷ کې بریالی شو، خو د کورنیو ستونزو له امله ونه توانیده چې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي. کمال ليکوال او شاعر دی، چې تر دې مهاله پورې يې یوه شعري ټولګه د ( د خيالونو جزيره) په نوم پېښور کې چاپ شوې ده.
د کمال نوي شعرونه او نظمونه په وېبلاګ کې کتلی شی.