Web Analytics Made Easy - Statcounter

See also ebooksgratis.com: no banners, no cookies, totally FREE.

CLASSICISTRANIERI HOME PAGE - YOUTUBE CHANNEL
Privacy Policy Cookie Policy Terms and Conditions
محمدانورنوميالی - Wikipedia

محمدانورنوميالی

د Wikipedia لخوا

استاد محمدانورنوميالی چې دملا محمدنعيم زوی اوپه خټه عليزی دی په کال ١٩٢٨ ، فبروری په مياشت کې دکندهار ښار افغانپور په کوڅه کې زيږيدلی اوپه کال ٢٠٠٦ دنومبر پرڅلورمه په دنمارک کې دزړه دحملې په سبب وفات شوی دی ٠ نوميالی په ونه ميانه جګ ، سترګې يې تورې اوغټې ، پزه يې جګه ، دمخ کاسه يې ښکلې ، تندې يې پراخ اودسرويښتان يې تر پايه ډيراوګڼ پاته وو٠ په خبرو فصيح اوخنده رويه ، دمباحثې اوديالوګ توانايي يې ځکه زياته وه چې په منطق پوهنه اواستدلال کولو پوهيد٠ ، صداقت يې درلود، په مسالوکې جدې ، دقيق اودغورڅښتن وسياست يې خوښ و خو سازمانی سياست ته يې اوږه نه ورکوله، دوطن اوخاورې اوپښتو سره يې مينه زياته وه ، داشخاصو پرضد مې يې غيبت نه دی اوريدلی ، پداسې حال کې چې ډير افغانان دځان صفت ، دبل غيبت خوښوي ٠ استاد که څه هم دژوند په وروستيو کلونو کې دمتوسط اومسافرژوند څښتن شو خودخپل مشکل ژوندشکايت يې هيڅکله ما نه دی اوريدلی٠ ترسياسی بحثونو يې منطقی اوفلسفی بحثونه خوښيدل ٠ که څه هم دسازمانی سياست سره څه چپ اويا هم ښی ، پوره مينه نه وه خوډيروختونه به يې دکيڼ لاسو خوانيوله اوروابط به يې هم ، کله کله ورسره ساتل ، قضاوت به يې هم منطقی اوعالمانه و٠ پرشخصی انډيوالۍ اورفاقت ټينګ اودخپلو اصولو اوعقيدې په څرګندولوکې بې پروا ښکاريده ٠ البته ،دنورو خلکو افکارو اوفلسفو اوريدلو ته به يې هم مينه درلودله ٠ استاد علاوه پريو لړ پوهنو په ځينو مهمو ژبو لکه عربی ، انګليسی ، روسی ، اردو ، فارسی اوپښتو دمورنۍ ژبې په څير هم پوهيد٠ دنمارکی ژبه يې هم وروسته زده کړې بولم ٠ استاد نوميالی خپل لومړنی سبقونه اولوستونه دجومات دحجرو څخه راپيل اوزده کړې دی٠ خو ډير ژر به دنوموړو درسونو څخه په برياليتوب نويو مطالعاتو ته راووت اودخپل لياقت اوپوهنې پربنا يې دماجت پرمنطق پوهنې دنورې زده کړې په خاطر اوچت ګامونه پورته کړل ، بلکه دفلسفی په بې پايه سمندر – يې هم داسې ځان ورګډ کړ چې يو لړ برياليتوبونه يې په نصيب شوی دي ٠ له همدغه ځايه څخه استاد دنويو پوهنو اوفلسفو دڅيړلو اوتحليلولو پوره تلاښونه وکړل اوډول ډول آثار يې وليکل ٠ کله چې استاد لا ځوان و، فلسفی اومنطقی استدلالونه يې هغه وخت ما اوريدل چې دی به دکندهار ولايت دمطبوعاتو مديريت ته دبانډارکولو په خاطر راتله ،نو به مې کله کله استاد نوميالی هم ليده٠ په ياديږی مې چې دکندهار دمطبوعاتوپه مديريت کې محمد ولی زلمی دمطبوعاتو مدير اومطبعې مدير محمد ابراهيم عطايی داستاد نوميالی په ګډون دماپښين لخوا ډول ډول بحثونه اومجلسونه کول ٠ بايد ددې خبرې يادهم وکړم چې په همدغه وخت کې لا نوميالی داستادلقب ګټلی و، موږ ټولوبه استاد باله او په احترام به مو دده خبرې اوريدلې ٠ ددې خبرې يادول پکاردي چې په همدغه بانډارځای کې دنوميالی دنور انکشاف لپاره ښه زمينه ځکه برابره وه چې حتې په ځينو نورو تعليميافته کړيو کې به کله کله دده دنويو بحثونو اومنطقو اورولو لپاره حوصله په غيرمنطقی ډول کميده ٠

نيوليک

[سمادول] داستاد پوهنه او آثار

استاد دماجت په حجرو کې دخپلو دينی سبقونو اومنطقی فصلونو وروسته دعربی ژيې ترڅنګ دمنطق پوهنې دنورې زده کړی اوڅيړنې لپاره علمی کوښښونو ته نوره هم ادامه ورکړه ، دانګليسی ژبې د زده کړې په موازات يې نويو ټولنيزو اوفلسفی پوهنو ته کلکه ملا وتړله اولازم انکشافات يې پکښی وموند٠ دارسطو( ٣٨٤- ٣٢٢ م ) فلسفی پوهنې چې په (( اورګانون )) کې يې تمرکز موندلی دۍ دارسطو دزمانې څخه بيا تر اوه لسمۍ پيړۍ پورې خپل اعتبار په پراخه پيمانه دلاسه ندی ورکړي ، خو کله چې په نوموړی پيړۍ کې دانګلستان دمشهور فيلسوف فرانسس بيکن ( ١٥٦١- ١٦٢٦ م ) له خوا تطبيقی منطق پوهنه د(( نوی ارګان )) په نامه اثرخپورشو ، دايې توضيح کړه چې اوسنۍ زمانه دتطبيقی منطق پوهنې اودطبيعت دقوانينو دکشفولو اواستفادې کولو زمانه ده ، نور نو صوری منطق پوهنه دانسانانوعلمی اړتياوې نشي ورپوره کولای ٠ وروسته له دغه نوې منطق پوهنې څخه د ارسطومنطق پوهنه دموده ولويده اواهميت يې کم شو٠ استاد نوميای دنوموړی ارسطويی منطق پوهنی سره پيژندګلوی درلوده اود ( ايسا غوجې ) په نامه مهم منطقی اثرچې تقريبآ دری سوه کاله ترميلاد مخکې سترمنطق پوه ( فرفريوس ) ليکلی اوددوهم( اورګانون ) حيثيت يې در لود ، په اسلامې اوعربي تعليماتو کې يې هم اعتبار څرګند و ، داستاد په زده کړو کې وختې لا شامل شوی دۍ ٠ په همدې توګه ، استاد داتلسمې پيړۍ دمنطق پوهنې سره آشنا يي لرله اودنولسمې پيړۍ په ډيالکتيکی اصولو اومنطق پوهنې کې يې زياتې څيړنې کړې اوپوره يې برخه من دۍ ٠ استاد دخپلو څيړنواوتحقيقاتوپه لړ کې دفلسفې پوهنې په ډيرو مهمو موضوعاتو کې پرمخ تللی اوپه زړه پورې ابتکار ي ليکنې يې پرې ايښی دي ٠ فلسفی څيړنې که څوک دزړه له کومې ونکړي اوورته متوجه نشي ، نو بيله شکه په زده کړه کې به يې مشکلات ډير وي ٠ خو برعکس ، استاد دځوانۍ څخه پرفلسفی موضوعاتو ، مباحثو اومطالعو کې مينه او زيات استعداد درلود چې نه يوازې يې مطالعه اوبحثونه کول بلکه دقدر وړ ليکنې اوترجمې يې هم پرې ايښې دي ٠ استاد دخپلو نورومروجه علومو تر څنګ په ډيرو مهمو فلسفی موضوعاتو لکه معرفت پيژندنه،وجود پيژندنه دفلسفی ويش اوداسې نورو مهمو موضوعاتو کې بحثونه اوليکنې لري ، خودفلسفې پرتاريخ يې زما سترګې ندې لګيدلې ، ښايي ،که يې ليکلې وي په ناچاپه آثارو کې به يې پيداکړای شو٠ استاد پرمختلفو وختونو کې داسې بيلې بيلې علمې اوفلسفی مقالې ، رسالې اوکتابونه تاليف اوترجمه کړي چې په خاصه توګه دپښتو اوپښتنو لپاره ستر خدمت دۍ خو په عام ډول د ټول افغانی فرهنګ دغنا لپاره يوه ستره پانګه بلل کيدای شي ٠ که څه هم داستاد ټولې ترجمې اوتاليفات دقيق اوارزښتمن دي خو بيله شکه چې د(( انسان تکامل ))او(( دکورنۍ ، خصوصی ملکيت اودولت منشآ )) ترجمې چې چاپ شوې دي ، جاودانې آثار بلل کيږي ٠ په همدې توګه يې په تاليفاتو کې (( دپښتودټولنيز تاريخ مبادی )) يوداسې ابتکاری اثر دۍ چې که په غورولوستل شي ډيرې نوې خبرې پکښې زده کيدای شي٠ اوس به يې دنمونی په توګه د(( کورنۍ ، خصوصی ملکيت ٠٠٠ )) پيژندنې لپاره څوعبارتونه وړاندې کړم : (( دکورنۍ ، خصوصی ملکيت اودولت منشآ )) دنولسمې پيړۍ يودهغو سترو فلسفی اوابتکاری آثارو څخه دۍ چې ف٠ انګلس ( ١٨٢٠ – ١٨٩٥ م ) دخپل عمر په وروستيو کلونو کې ليکلی دۍ ٠ همدغه اوداسې نور درانه اوابتکاری آثار چې په جرمنې اواروپا کې خپاره شول ، نه يوازې يې په فلسفه کې انقلاب راوست بلکه اعلان يې وکړ چې اوس نودجهان دتفسير پر ځای دجهان تغيير ته ضرورت دۍ ٠ نوموړی کتاب چې په کال ( ١٨٨٤ م ) دجرمنې په زوريخ کې په جرمنې ژبه له چاپه راوتلی دۍ هغه اصول اوقانونمندۍ يې توضيح کړې ، دکومو پربنا چې کورنۍ ټولنې ،قومونه ، دولتونه اوهمداسې انقلابونه منځته راغلی اوادامه يې موندلې ده ٠ په نوموړې اثرکې ، چې استاد نوميالې دانګليسې نسخې څخه پښتو ته اړولی دۍ ،دغه لاندې مهم ټولنيز اوفلسفی موضوعات په پراخه پيمانه اوابتکاری توګه تحليل ، تفسير اوتوضيح شوې دي : (( دبشر په تاريخ کې مهم فکتور دورځنې ژوند توليد اوبيا توليد دۍ چې دوه خصوصيتونه لري ، يو يې دوسايلو توليد ، دډوډۍ، کاليو ، کورونو اوضروری اسبابونو پيداکول ، خودوهم يې دبشريت پيدايښت ، تکثير اوډيرښت دۍ ٠ په همدغه توګه ، ټولنيز مؤسسات چې دانسانانو په ټاکليو تاريخې مرحلو اوپه ټاکليو هيوادونو کې ژوند کوي ،په دوو ډولو توليدونواړه لري ، يويې دکاردتکامل په مرحلې اوبل يې هم په کورنۍ پورې تړلې دي ٠ کله چې دکارجريان ظهوراووده و کړه، بيا نو دهمدغه کاردجريان ، ټولنيزوثروتونو ، دتولداوتناسل پروسه ، ټولنيز جوړښت چې بيا هم په نوموړې پروسې اړه لري ، خصوصی ملکيت اواموالو تبادله رامنځته شوه اووروسته له هغه په ثروتونو کې توپير ونو مخ ښکاره کړ، دټولنيزو کارونو ، امکاناتو دايمې پراخوالی وموند اوپه پای کې ټولنيزې متضادې طبقی راپيداشوی ، نوی ټولنيز داسی عناصر دنسلونو په ادامه کې راڅرکند شول ،څو دطبقاتو ترمنځ دطبقاتی ګټو ترمنځ دطبقاتی ګټو پر اساس طبقاتی مبارزه راپيل اودولت ډګر ته راووت ٠ ګواکې همدغه دولت اوطبقاتی مبارزی زموږ انسانانو واقعې اوليکلې تاريخ را جوړکړی دۍ٠ )) استاد نوميالی نوموړی اثر اودداسې نورو آثارو دمطالعاتو په رڼا کې ددې صلاحيت وموند چې يولړ مهمو فلسفی اوسوسيولوجيکی موضوعاتو باندې په مسؤليت سره ليکنې وکړي ، نويې په دلاورۍ سره خپله افغانی اوپښتنې ټولنه دتاريخ په رڼاکې څيړلې اود(( پښتو دټولنيز تاريخ مبادی )) په نامه يې ارزښتمن اثرليکی چې نه يوازې يولړ نوې پښتنې ټولنيزموضوعات پکښی زده کيدای شي ، بلکه دسيمی يو لړ حوادثو په څيړلو کې هم مرسته کولای شي ٠ نوموړې اثر چې فشرده اوکښيکښلی ليکل شوی دۍ دمطالعی په وخت کې ځکه لازمی غور اوتوجه غواړي چې داخباری ، افسانوی اوژورنالستيکو ليکنو سره يې توپير ډير دۍ ٠ نوموړې کتاب چې اغلبآ په ١٩٩٠ کې ليکل شوی دۍ خودچاپ ځای يې مسکو او کال يې ١٩٩٧ دۍ ٠ ددې لپاره چې پرکتاب څه وويل شي ، زه به يې د(( ټولنيز تاريخ )) ترعنوان لاندې يولنډه کۍ متن دنمونې په توګه راوړم چې په هغه کې ليکوال ټولنيز تاريخ داشخاصو دتاريخ اويا نکلونو څخه جلا کوي ٠دی دخپل اثر په دولسم مخ کې داسې ليکي : (( ٠٠٠ دتوليدی چارو په رابطوکې رايوځای شوی ټولنه چې دهمدې روابطو په وجود کې يې تناسلې دودونه ، کلتوری پيوندونه ، ژبنې اشتراکونه ، اعتقادی چلندونه ، سياسی هويتونه اوداسې نور په لسهاوو تاريخې – اجتماعی بعدونه دتشکل اوتکامل ناپايه لاره په خوله ورکوي ، نودغه ټول څو اړخيزه متحرکه اومتحوله مجموعی پروسه له سره څخه تراوسه دټولنيز تاريخ په نامه ياديدای شي ٠)) استا نوميالی خپلې ليکنې ته ديوه معتبر قاموس په حواله ادامه ورکوي اوداسې اضافه کوي : (( دټولنيزو روابطو دبدليدونکې شبکې دټولنيزو مؤسساتو دودې اوټولنيزو خيالاتو اوارزښتونو په برخه کې داوښتنو څيړنې ته ټولنيز تاريخ ويل کيږي ٠ )) دهمدې لارې استاد داشخاصو تاريخ دټولنېزتاريخ څخه ځکه جلا بولی چې دپاچاهانو اوقومانوانانو تاريخونه صرف نکلونه دي اودټولنو دتاريخ څخه يې بالکل جلا ګڼي ٠ دا خبره پوره يو واقعيت دۍ چې دولسونو تاريخ يوداسې ټولنيز تاريخ دۍ چې ولسونه اودهغوی پراتيک يې ورجوړوي ٠ البته اشخاص هم په تاريخ کې يو ټاکلی مثبت او يا منفی رول لري چې هغه به هم بيله شکه دخپل ملت اوخپل ولس يوه ټاکلې يرخه اوزمانه څرګندوي ٠ داوو په ډيره لنډه توګه داستادنوميالی دپوهنو ، ليکنو اوترجمو وړوکې نمونې چې که يې مينه وال وغواړي پوره يې مطالعه کړي ،کولای شي چې کتابونوته يې مراجعه وکړي ٠ اوس به يې دتاليفاتو اوترجمو لنډ لست وړاندی کړم ٠

[سمادول] ليکنې

١-دافغانستان اتنوګرافی ٢- سفرنامه ٣- دويش سيستم ٤- تخنونې يا جستونه ٥- دکوډو سرنوشت دعلمی څيړنو په رڼا کې ٦- دپښتو دټولنيز تاريخ مبادی ٢- ترجمې ٧- دکورنۍ ،خصوصی ملکيت اودولت منشآ ٨- دافغانستان توکمونه ( دوالتر بيليو ) ليکنه ٩- دمتودولوجۍ تاريخ ( اکادميسين ژوکوف تاريخ ) ١٠ – هنددلومړی کمونيزم څخه ترمرئتوب پورې ( ا٠ س٠ ډانکی ) ١١- الف ليلا ،زرؤيوه شپه ( ١٠٠١ ) شپه ١٢- انسان اوتکامل ( جان ډيوی ) اونور٠٠٠


[سمادول] نتيجه

څرګنده ده چې موږ پخپل هيواد کې پخپلو ټولنيزو اوتاريخی شرايطو کې يولړ پوهان ، ليکوالان ، مؤرخين اوداسې نور لرو چې واقعآ يې موږ دخپلې ټولنې اوهيوادوياړنې اوافتخارات بولو٠ خو په تاسف چې دفلسفې اومنطقی پوهنو عالمان اوليکوالان مولږ اودګوتو په شمار دي ٠ دادۍ دنمونی اوپه ډيره لنډه توګه دمحمد قدير تره کې دآثارو څخه ددوی سترفلسفی اثر (( تاريخ فلسفه )) داستاد بيتاب دآثارو څخه (( علم منطق )) دغلام حسن مجددی دآثارو څخه (( مبادی علم منطق )) اوبهاوالدين مجروح دآثارو څخه (( دجبر اواختيار ډيالکتيک )) غوندې مهم آثار يادوو ، چې هر يو په ټاکلی متود اوخاص سبک سره ليکل شوی اوچاپ شوی دي ٠ نوپه همدې توګه ، استاد نوميالی هم چې دليکنې دخاص طرز څښتن دۍ دفلسفی اومنطقی پوهنو استاد ، مؤلف اوترجمه کونکې دۍ ، ټاکلی داسې علمې ، فلسفی اوادبی مقالې ، رسالې اوکتابونه يې ټولنې ته وړاندې کړی دي چې اوس نو استاد نوميالی نه يوازې دلوی کندهار دفاضلو نومياليوپه لړ کې بلکه دستر افغانستان دعلمی – فلسفی نومياليو په قطار کې ولاړ دۍ ٠ ددې لپاره چې داستاد نوميالی له آثارو څخه هم پوره استفاده وشي لازمه ده چې ليکلی اوناچاپ سوی آثار يې چاپ ،خو چاپ شوی آثاريې تريوه انتظام لاندې بازارونو ته دمطالعې اواستفادې لپاره وړاندې شي ٠ ددې اقدام په خاطر بايد نژدې دوستان اوپلويان تريوه ګډ پروګرام لاندې داشخاصو اومختلفو فرهنګې ټولنو دمادې اومعنوی مرستو څخه استفاده وکړي ٠

[سمادول] سرچينې

بېنوا پښتو ګورتپاڼه


aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - en - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu -