>


Web - Amazon

We provide Linux to the World


We support WINRAR [What is this] - [Download .exe file(s) for Windows]

CLASSICISTRANIERI HOME PAGE - YOUTUBE CHANNEL
SITEMAP
Audiobooks by Valerio Di Stefano: Single Download - Complete Download [TAR] [WIM] [ZIP] [RAR] - Alphabetical Download  [TAR] [WIM] [ZIP] [RAR] - Download Instructions

Make a donation: IBAN: IT36M0708677020000000008016 - BIC/SWIFT:  ICRAITRRU60 - VALERIO DI STEFANO or
Privacy Policy Cookie Policy Terms and Conditions
لطيف بهاند - Wikipedia

لطيف بهاند

د Wikipedia لخوا

لطيف بهاند
لطيف بهاند

لطيف بهاند د محمد عمر زوی په ١٣٣١ لمريز کال کې د کابل په بريکوټ کې زېږېدلی دی.

نيوليک

[سمادول] زده کړې

په ١٣٥١ لمريز کال کې د حبيبيې لېسې نه فارغ او د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې يې په لوړو زده کړو پېل وکړ

[سمادول] دندې

د زده کړو تر څنګ کې يې د راډيو د هنر او ادبياتو په اداره کې هم کارکولو. په راډيو کې يې تمثيل نه برسېره په لسګونو داستانونه او کره کتنې وليکلې. د ١٣٥٦ لمريز کال راهيسې يې د افغانستان د علومو اکاډمی، راډيو ټلويزون او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د استاد په توګه رسمي کارونه هم کړي دي. لطيف بهاند له هېواد نه بهر د هنري کره کتنې په برخه کې په ماسکو کې دوکتورا ترلاسه کړې. لطیف بهاند د ۲۰۰۶ کال نه را په دې خوا د افغانستان د کلتوري اتشې په توگه په مسکو کې دنده تر سره کوي.

[سمادول] چاپ شوي آثار

د لطيف بهاند په لسګونو مقالې، کره کتنې او شعرونه يې له ١٣٥٢ لمريز کال راپدېخوا د هېواد په مطبوعاتو کې خپاره شوي.

د ځينو کتابونو لړليک يې پدې توګه دی

  1. پل


[سمادول] د لطيف بهاند يو شعر

قسمت
ګوره چې قسمت تر کومه راوستم
غم د محبت تر کومه راوستم
ما خو تکل ستا د کلي کړی و
پل دې د الفت تر کومه راوستم
نورو خو غېرت ته مخه ښه ورکړه
زه پښتون غېرت تر کومه راوستم
ما چې د رڼا ناوې ګڼلې وه
هغه تور ظلمت تر کومه راوستم
ستا په تش کتو کې مې ژوند بايلوده
دی معصوم وحشت تر کومه راوستم


لطيف بهاند د هيواد ديادشويو سترو استادانو څخه مخامخ زدکړي کړي ، او د هغوۍ تر پالني او روزني لاندي يې د پوهي په لوۍ سمندر کي د مهارت او برلاسۍ لامبو زده کړيده ، او يا يې د هغو ستر استادانو سره د مرستيال ( اسيستانت ) په توګه د پوهي په ډګر کي د نوي نسل د روزني دنده پر مخ بيولې ده . په پوهنيزو ، څيړنيزو او کلتوري چارو کي يې داسي ونډه خپله کړې ، چي هر ه برخه يې د زريني پاڼي په څير د هيواد دمخکښو پوهنپالو او کلتور پالو په لړۍ کي ځانګړئ او ډاډمن مقام او دريځ لري . په کابل پوهنتون کي د استاد په توګه وياړلې دنده ، په راډيو افغانستان کي د بيلا بيلو کلتوري او علمي پروګرامونو د وډني او سمووني چاري ، د هيواد په کچه دکلتوري او علمي هڅو ملاتړ اوپه هغو کي برخه اخستنه ، هغه وياړني دي چي د بيا را يادولو ، پيژندلو او بيانولو لپاره يې زياتو ليکنو او ډير زماني واټن ته اړتيا شته . که د بهاند شاعري په پام کي ونيسو نو به د يوه د اسي پښتون هوډ او د خيال نازکي وږمې حس کړو چي د زياتي تو ضح پرته څرګنديږي . په دې ځانګړتيا کي د بهاند برلاسئ دادئ چي پښتني هوډ يې د خيال داسي پړاونو ته رسولئ چي شونتيا يې د ويوکو په مټ د پوهيدو وړ ګرځولې ده . که اوريدونکي او لوستونکي د بهاند شاعري واوري او ولولي نو به خامخا د بهاند د پيژندګلوۍ تر ټولو غوره جمله داوي چي د هيواد نامتو شاعر لطيف بهاند : په تش غلچک غواړې بد نام به دي شم زه له هر چا نه ، ياغي رام به دې شم که مي کښېکاږې او تر شونډو مي وړې په قلمي ګوتو کي جام به دي شم

او دا غزل تر پايه او که د بهاند په ساحري ګوتو ليکل شوې مقالې د سلګونو څخه يوه دا چي ( زه څوک يم ؟) ولولې او يا يې واوري نو به خامخا د بهاند د ښه پژندګلوۍ لپاره داسي وليکي چي : د هيواد نامتو ليکوال داکتر لطيف بهاند ؛ او که د هغو څيړنو جاج واخلو چي بهاند پر مخ بيولي او د ګټورو پايلو سره يې د هيواد ځوان نسل ته د ښې روزني او ښووني په نيت وړاندي کړيد ي ، خامخا به د بهاند د نوم وړاندي داسي وليکي چي : د هيواد نامتو څيړونکي داکتر لطيف بهاند ؛ زه نه غواړم د ښاغلي بهاند هر اړخيزي څيړني ته لاس اوږد کړم ، په دې لنډه ليکنه کي غواړم د بهاند د نورو ژباړل شويو اثارو څخه د بيلګي په توګه د (( کلتور پوهنه )) تر سر ليک لاندي اثر يو لنډ او بيړنۍ جاج واخلم .

دا کتر لطيف بهاند د نورو څيړنيزو اثارو تر څنګ يو ارزښتمن څيړنيز کتاب د (( کلتور پوهنه )) تر سر ليک لاندي ژباړلئ او خپور کړيدئ ، دا څيړنيز اثر د پا ڼو د شمير له مخي لږ دئ خو د منځپانګي له اړخه يې تر زياتو هغو ليکل شويو رسالو اوکتابونو وزن او ارزښت زيات دئ چي تر اوسه پښتو ژبي ته د کلتور پوهني په تړاو ژباړل شويدي . کلتور پوهنه درسي مرستندويه اثر په ١٩٩٩ زيږدي کال په مسکو ښار کي خپور شويدئ . د ټولو پاڼو شمير يې ( ١٠٢ ) يوسل او دو پاڼو ته رسيږي ، پر کتاب داکتر شامحمود ګويا تقريظ ليکلئ او د هيواد ځوان ليکوال اسماعيل يون ته ډالۍ شويدئ .د دې څيړنيز اثر پيل د کلتور په پيدايښت او د کلتوري څيړنو او اندونو په هغه يون شوېدۍ چي ددې څانګي مينه والو ته يې پوهيدل او لوستل اړين دي ؛ او بيا د کلتور او تمدن په اړه د نامتو روسي فيلسوف نيکولای برديايف هغه ليکنه را ژباړل شوې چي په خپل ډول کي ځانګړې او د کلتوري ډايلوګ خپلواک دريځ پکښې نغښتۍ دئ ؛ کلتوري ټکر د دې اثر بل سر ليک دۍ چي په رښتني ډول هغه اړپيچونه را برملا کوي چي د اوسنۍ نړۍ د فکري او ذهني جوړښتونو بنسټونه جوړوي ؛ او بيا د دې ارزښتمن اثر هغه سرليکونه پېليږي چي د نوي او مدرن تدريس او ښوني لپاره ټکس بوک نه بلکي د يوه درسي مرستندويه کتاب په زړه پوري بيلګه ده . د کلتور پوهني اثر ژباړه د هغو مينه والو لپاره ښه زيرۍ دۍ چي د کلتوري څيړنو او پلټنو سره يې اړيکي دي د دې سره سره چي دا دنوموړي اثر يوه ډيره ښه ځانګړتيا ده خو په بله وينا کيدای شي دا د همدې کتاب يوه نيمګړتيا هم وشميرو ، او هغه داچي د دې اثر څخه ټوله لوستي کسان پوره ګټه نه شي پورته کولای ، يوازي دهغو کسانو لپاره ګټور دۍ چي د کلتوري څيړنو او پلټنو سره يې کار او اړيکي شته . او په ځانګړي توګه د هغو استادانو او کارپوهانو لپاره د زيات ارزښت وړ دۍ چي د کلتور پوهني په تدريس او تعليم بوخت دي . که د کلتور پوهني اثر منځ پانګي ته پام وکړو خامخا به هغه ليد لورۍ برملاشي چي معنويت پر ماديت برلاسۍ ګڼي ، يا په بله وينا د دې اثر په منځ پانګه کي د کلتور بنسټ داسي ښودل شويدۍ چي د معنويت له وړانګو ځلا تر لاسه کوي ، چي د کلتور پوهني په تاريخ کي زيات شميرکلتور پوهانو همدا لورۍ درلودلۍ دئ ، د يادښت وړ ده چي د کلتور پوهني په څيړنو کي د همدې ليدلوري تر څنګ د کلتور پوهني په تړاو نور ليد لوري هم شته چي ځان ته پلويان لري او د اوسنۍ نړۍ د کلتور پوهانو يوه غښتلې برخه په بر کي نيسي . د هغوۍ په اند معنوي کلتور د ټول کلتور يوه برخه ده او هغه هم داسي چي بنسټ يې پر ماديت تکيه کوي . ښه به وای که د همدې ډلي کلتور پوهانو د ليکنو او رسالو څخه د بيلګي په توګه يوه دوې ليکني ځای شوي وای . د اتنو لوجيستانو تر منځ دا خبره ډيره مشهوره شويده چي  : که لس تنه اتنولوجيستان سره يوځای کړو او له هر يوه نه د کلتور پيژندنه وغواړو ، په پايله کي به موږ د کلتور پيژندلو لپاره لس تعريفونه په واک کي ولرو ؛ ښاعلي بهاند هم د نورو اتنولوجيستانو په څير د کلتور د تعريف لپاره لاره پرانيستې پره ايښې ، خو د خپل ليدلوري څرګندونه يې د هغه تعريف په بيا بيا ليکلو کي ښودلۍ چي د معنويت برلاسي پلوي فيلسوف نيکولای برديا يف له لوري وړاندي شوئ او يا تعريف شويدۍ . (( هر کلتور ( حتی مادي ) د روح کلتور دۍ . هر کلتور په داسي حال کي چي د معنويت بنسټ لرونکۍ دۍ ، د طبيعت په شرايطو باندي د روح د تخليقي کار محصول دۍ )) ( کلتور پوهنه ٣٠ مه پاڼه ) .

د کلتور پوهني يوه بله ځانګړتيا دا ده چي د ځانګړو او ارزښتمنو اتنو ګرافکي مفاهيمو د توضح لپاره يې د يوشمير سترو ليکوالو هغه ويناوي را يادي کړيدي چي له يوې خوا د عامو منل شويو احکامو په څير د اولسونو منځ ته رسيدلي دي او له بله پلوه يې هغه اتنو ګرافيکي افادې چي موخه ټاکل شوې وې ، په خورا ښکلې توګه د پوهيدو وړ ګرځولي دي . د معاشرت په تړاو هغه وينا چي د ګويته له خولې راوتې ده يوه ښه بيلګه کيدای شي : ګويته وايې چي  : (( معاشرت هغه هينداره ده چي هرڅوک خپله اصلي څيره پکي څرګندوي . ))د لوڅي سنيکا هغه وينا چي وايې : (( کمال او بشپړتيا درې لاري چاري لري ؛ تفکر : تر ټولو نجيبه او سپېڅلې لار ده ؛ تجربه : تر ټولو ګرانه لار ؛ تمثيل او پېسې : تر ټولو اسانه او زړه راکښونکې لاره ده ؛ د امرسون هغه وينا چي (( هر انسان چي زه وينم او ماسره مخامخ کيږي که په کوم ډول تر ما غوره والۍ ولري ، سمدستي ځان اړ ګڼم چي يو څه ترې زده کړم ؛ )) دا د نړۍ د سترو ليکوالو هغه مقولې دي چي اولسونو ته رسيدلي او منل شوي دي ، خو په دې اثر کي د يوې مقولې په توګه نه بلکي د يوه اتنوګرافيکي اصل په توګه کارول شويدي چي په هغو کي هم د شخصيت کلتور افاده شوئ او هم په اسانئ د پوهيدو وړ ګرځول شويدۍ . ښايې چي د کلتور پوهني اثر د هر اړ خيزي څيړني او پيژندني لپاره دا څو کرښي بس نه وي ، خو د ليکني د لنډوالي په هيله زما له انده ورستۍ دوې درې جملې ليکم چي : د کلتور پوهني اثر په پښتو ژبه کي د کلتور په اړه د ژباړل شويو اثارو هغه بيلګه ده چي د کلتور پوهني لپاره د نړيوالو معيارونو سره پر تله کيدای شي ؛ د کلتور پوهني په چارو کي د بوختو پوهانو او ښوونکو لپاره ګټور مرستيال درسي کتاب دۍ ، او د هغو اړتياو د پوره کولو لپاره هم ارزښتمن دئ چي د دې څانګي پلويان ورسره مخامخ وه او يا ورسره مخامخ دي . په پای کي د لطيف بهاند ځيرتيا او درک د ستايني وړ دۍ چي د داسي ګټور کتاب ژباړي ته يې پام شو او د ژباړني ربړ يې وګالئ .

دا اړينه ګڼم چي د قلم ټولني مشر تابه او اړوندانو ته يې د درنښت او ستايني هيلي څرګندي کړم چي د هيواد ديوه هڅاند ادبپوه او ليکوال کار او هڅو ته يې پام اړولۍ او د هغه د کار او هڅو ارزيابۍ ته يې زمينه برابره کړيده . په درنښت پوهنوال رسول باوري د ٢٠٠٦ زيږد کال د سپتامبر مياشت اسن -- هلند


< Static Wikipedia 2008 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - en - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu -

Static Wikipedia 2007 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - en - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu -

Static Wikipedia 2006 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu

span style="font-weight: bold;">Our
"Network":



Project Gutenberg

href="https://gutenberg.classicistranieri.com">https://gutenberg.classicistranieri.com



Encyclopaedia Britannica 1911

href="https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com">https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com



Librivox Audiobooks

href="https://librivox.classicistranieri.com">https://librivox.classicistranieri.com



Linux Distributions

https://old.classicistranieri.com



Magnatune (MP3 Music)

href="https://magnatune.classicistranieri.com">https://magnatune.classicistranieri.com



Static Wikipedia (June 2008)

href="https://wikipedia.classicistranieri.com">https://wikipedia.classicistranieri.com



Static Wikipedia (March 2008)

href="https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/">https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/



Static Wikipedia (2007)

href="https://wikipedia2007.classicistranieri.com">https://wikipedia2007.classicistranieri.com



Static Wikipedia (2006)

href="https://wikipedia2006.classicistranieri.com">https://wikipedia2006.classicistranieri.com



Liber Liber

href="https://liberliber.classicistranieri.com">https://liberliber.classicistranieri.com



ZIM Files for Kiwix

https://zim.classicistranieri.com





Other Websites:



Bach - Goldberg Variations

https://www.goldbergvariations.org



Lazarillo de Tormes

https://www.lazarillodetormes.org



Madame Bovary

https://www.madamebovary.org



Il Fu Mattia Pascal

https://www.mattiapascal.it



The Voice in the Desert

https://www.thevoiceinthedesert.org



Confessione d'un amore fascista

https://www.amorefascista.it



Malinverno

https://www.malinverno.org



Debito formativo

https://www.debitoformativo.it



Adina Spire

https://www.adinaspire.com




atOptions = { 'key' : 'e601ada261982ce717a58b61cd5b0eaa', 'format' : 'iframe', 'height' : 60, 'width' : 468, 'params' : {} };

Our "Network":

Project Gutenberg
https://gutenberg.classicistranieri.com

Encyclopaedia Britannica 1911
https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com

Librivox Audiobooks
https://librivox.classicistranieri.com

Linux Distributions
https://old.classicistranieri.com

Magnatune (MP3 Music)
https://magnatune.classicistranieri.com

Static Wikipedia (June 2008)
https://wikipedia.classicistranieri.com

Static Wikipedia (March 2008)
https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/

Static Wikipedia (2007)
https://wikipedia2007.classicistranieri.com

Static Wikipedia (2006)
https://wikipedia2006.classicistranieri.com

Liber Liber
https://liberliber.classicistranieri.com

ZIM Files for Kiwix
https://zim.classicistranieri.com


Other Websites:

Bach - Goldberg Variations
https://www.goldbergvariations.org

Lazarillo de Tormes
https://www.lazarillodetormes.org

Madame Bovary
https://www.madamebovary.org

Il Fu Mattia Pascal
https://www.mattiapascal.it

The Voice in the Desert
https://www.thevoiceinthedesert.org

Confessione d'un amore fascista
https://www.amorefascista.it

Malinverno
https://www.malinverno.org

Debito formativo
https://www.debitoformativo.it

Adina Spire
https://www.adinaspire.com