عبدالروف قتيل خوږياڼی
د Wikipedia لخوا
ښاغلی عبدالروق قتيل خوږياڼی په ۱۳۱۳ لمريز کال کې د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو په کږه کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې په خپل کلي کې ترسره کړي او بيا د لغمان د شرعيه علومو په مدرسه کې شامل شو. په ۱۳۳۰ لمريز کال کې د نوموړې مدرسې له دوولسم ټولګي څخه فارغ او د شرعياتو په پوهنځي کې چې هغه وخت د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي يوه څانګه وه. شامل شو او دغه پوهنځی يې تر دويم ټولګي پورې ولوست او بيا يې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ښوونکي، پلټونکي او نورو څانګو کې خدمت وکړ. همداراز اوږده کلونه يې د هېواد په بېلابېلو مطبوعاتي ځانګو کې کار وکړ او د ځينو خپرونو د مسؤل مديريت په څنګ کې د ځينو ولاياتو د اطلاعاتو او کلتور آمر و. تر اوسه پورې د ښاغلي قتيل خوږياڼي زيات شمېر شعري او داستاني آثار چاپ شوي دي. د ځينو خپرو شويو آثارو نومونه يې دا دي:
دوه ياران
ارمان
انقلابي نغمې
دا حسن دا لمبې
ښاغلي قتيل د شاعرۍ تر څنګ يې ډرامې او لنډې کيسې هم ليکلي دي. د پښتو داستاني ادبياتو په تاريخ څېړنه کې د نوموړي آثار ځانګړی ځای لري. قتيل خوږياڼی اوس هم په مطبوعاتي چارو بوخت دی.