صنعت
د Wikipedia لخوا
صنعت د پرمختللی ټولنی په تشکېل کښی رغنده ونډه لری .تردی چه په امنېت او د سالم ادارې تشکېل په جوړښت کښی غوښن رول ترسره کوی . امنېت لومړېتوب لری ، که اقتصادی وده ؟ دا ېو بنسټېز سوال دی چه ډول ډول شننی ورباندی کېږی . زماپه آند، هر څو که امنېت د ګران هېواد د وېاړلۍ اولس ېوه لرغونی هېله او ارمان دی .تردی چه دډېرو پوهاندو په آند بېله امنېته پر مختګ ناشونی دی .دوی واېی چه ، په کور دننه او دباندېوال پانګه وال به بېله امنېته په هېڅ ډول پانګونې ته تن کښی نږدی . او بی له پانګونی دتجارت، صنعت او په ځانګړی ډول د خصوصی سکتور (private sector) په برخه کښ پرمختګ ناشونی دی . که څه هم دا ېو بنسټېز ه خبره ده ، خوز ماپه آنداقتصادی وده ځکه لومړېتوب لری چی دمځکی پر سر شته حقاېق په ګوته کوی ، چه افغانی ټولنه او هېواد په تارېخی توګه ناآرامه سېمه اوسېدلی ده . بېا درو لسېزو جګړو زموږ پر نفسېاتو ډېری بدی اغېزی شېندلې دی . ځوان کهول مو پرته له جګړی نور څه نه پېژنی . ددی پر ځاېی چی جنګ جګړی زموږ د ټولنی ېو نه بېلېدونکې برخه وګرځې باېد چې دېو سرسرې حل پر ځاې د تل پاتې حل په لټه کښی شو .اوس سوال دادی چی آخر هغه کوم درمل دی چه ددی وېاړلی اولس درد به په دوا شی . او مرور امنېت به بېرته خپل ټاټوبی ته راستون شی .
که څه هم چه د جنګ مفکوره په بشپړه توګه مردوده نده ، بلکه اوسنی پرمختللی نړی هم په ځېنو وختونو کښې جنګ د نېکو ارښتونو د لاسته راوړلو لپاره اړېن ګرځولۍ دی خوباېد چی موخی ېی په ډاګه وی .مګر په اقتصادی رغاونه کښی ېواځی خارېجی پانګونه په پوره ډول د ترقی تضمېن نشی ورکولای په تېره هغه پانګونه چی په غېر پېداواری برخو کښی وکارول شی . ولی چه ډېر هېوادونه د دباندنی بی انډوله پانګونی او پورونو له لاسه د مرګ کندی ته د پرېوتو په حال کښی دی . چه پاکستان ېی ېوه ژوندی بېلګه ده . دا دروسته ده، چه په ځانګړی ډول کورنی پانګه د جاېدادونو او ځمکو د راکړی ورکړی پرځاېی باېد په صنعت کښی وکارول شې .چی سرماېه له بی ګټی (غېرپېداواری) ارتکازه څخه وژغورل شی ، او هم ټولنه لانوره د جاېدادی ، زمېنداری، او د خانې ملکې په دودېز مسابقت کښی د ډوبېدو څخه وژغورل شی .ولې چه بېا پداسی ټولنېز جوړښت کښی د جمهورېت ډېموکراسی ، او د ښځو د پاره دبرابری پراساس د حقوقو اعاده کول تش په توره د وخت تېرول دی . اوس راځو اصلی موضوع ته : په بنسټېز ډول په نړی کښی دری ډول صنعتونه ترسترګو کېږی چه لدی سره هېوادونه هم پر دری برخو وېشل شوی دی . مانا دا چه ترقی ېافته ترقی پزېر اوغېرمترقی [ د درېمی نړی هېوادونه] . ېوه مشهوره مقوله ده ، چی ضرورت د اېجاد مور ده . د خپل معنېوت او او درندوالی له اړخه دا مقوله دساېنس په ډګرکښی داوسنی پر مختګ اصلی بنسټ تشکېلوی . نړېوالو جنګی رقابتونو دا اوسنی ټول پرمختګونه شونی کړل . په ننی نړی کښی دازادی او خپلواکی تصور ېواځی او ېواځی د ساېنسی پرمختګ ، او لدی لېاری په مالی لهاز په غښتلی توب پوری تړلی دی .هغه هېوادونه چی ساېنسی صنعتی مېنوفېکچر لری .اود نړی د مېګاټکنالوجی ضرورتونه پوره کوی هغه ترقی ېافته هېوادونه دی . نقال او د ترقې ېافته هېوادونو تقلېد کونکی چی د اېجاد شوېو ټګنالوجوېو په تنوع او اړخېز کولو کښی ېی برېالېتوب ترلاسه کړی وی ، ددوهمی درجی هېوادونه ګڼل کېږی . چه دچېن هېواد ېی ښه بېلګه ده .ددرېمی نړی هېوادونه هغه ناورېن وهلی هېوادونه چی په خپل منځی جګړو اخته وی او ېا هم دساېنسی اېجاداتی تقلېد پرځای ېواځی دمترقی هېوادونو د دود او فرهنګ تقلېد کوی . چی دا پخپله ېو وارېداتی عمل دی چه په اقتصادی ډول ناوړه اغېزی لری . هغه د چاخبره دېن او دنېا دواړه پکښی په زېان وی . کوم هېوادونه چی ساېنسی ېعنی علمی بصېرت ولری هغه هېڅکله اسمانی ناورېنونو ېاانسانی افتونو ندی پر ګونډو کړی چه ژوندی بېلګه ېی جاپان دی . افغانستان هم لدی کتاره ندی وتلی . زموږ ګران هېواد چی په معنوی لهاز په لوېو هوسېلو سپېڅلو ملی ولولو او هماسو باندی ساتل شوی دی ، په مادی لهاز هم ددی جوګه کېدلای شی چی دګران هېواد د سپېڅلی بېرق نه جوړ مونو ګرامونه ېی په نړېوالو مارکېټونو کښی دلوړو ارزښت لرنکېو توکېو پر پاکټونو وګورو . [ترهغو دی الله [ج ] موږ ته مرګ نه راولی [لېکوال ] .خو ددی لپاره ډېر ګړندی او انقلابی ګامونو ته اړتېا ده . دنړی په صنعتی ډګر کښی انقلابونه ،اوبېا انقلابونو ته لېوالتېا هره ګړی ترسترګو کېږی . نو اوس که دخپلو دی صلاحېتونو او دنړی ددی ضرورتونو ادراک وکړو . نوبېاددنېاهېڅ ېو ځواک زموږ امنېت نشی خرابولای . ماپه خپل مطالعاتی ژوندکښی دډېرو دردمندو افغانان لېک او مقالی لوستی ېا اورېدلی دی ،چی ېواځی له جزباتو اواحساساتو پکښی کار اخستل شوی وی .لکه مخکی چی ماووېل احساسات د ملتونو په پرمختګ کښی رغنده رول لری . خو پر ځای استعمال ېی لوړه پوهه او عقل غواړی . دابه سره منو چی د ازادی او دازادی ساتلو مفهوم له ېوه مخه بدل شوی دی . که دا نه منو نو ددودېزی ازادی دساتلو او لاسته راوړلو اوزار او لاری چاری خوبیله شکه چی توپېر کړی دی . دافغانستان اوسنی نړېواله ننګه او پاملرنه که په درست ډول پکار راوړل شی نو زه باور لرم چی د سلو کلونو مزل به په کال ووهو ، کنه نو دنورو طلاېی چانسونو غوندی خدای مه کړه دا چانس هم له لاسه ورنکړو . دافغانستان هر وګړی نور پدی حال کښی خپل هېواد لېدل نه غواړی . خو افسوس له نادانی ځېنی وروڼه دملی نوامېسو په سودا بوخت دی . او ځېنی نور ېی داسلام ترمقدس نوم لاندی لانور په نړی کښی بی پته کوی . داسلام د مقدس نظام دپلی کولو لپاره خو هم اخر هېدېره نه بلکه انسانی ژوندی وجود پکار دی .هېواد او داراضی وجود پکار دی . پر ملی نوامېسو او منافعو باېد هېڅ کله سودا ونکړو .
دلازوال رب په جلال او عزمت قسم که افغانان په کومه ورځ په دی وپوهېدل نو هغه ورځ به ېی د غلېمانو د مرګ ورځ وی .
-
- امان الله حلېم شملزاېی