شمېرنی
د Wikipedia لخوا
شمېرنی يا د حساب ماشين څنګه کارکوي؟
د( 5+3 )نه څه پلاس راځي ؟ جوته خبر ده چې( 8) پلاس راځي. اودانوڅنګه پوهېدی شو؟ داسې چې ! لومړی ستاسوسترګې په دې شمېرو لږېږي اوداشمېرې ويني. بيا ېې مغزته سګنال يا ((پامغږی)) لېږي . بياستاسومغز له ځان سره د شمېرو بڼه يا انځور ېې اخلي يا جوړوي ېې او ستاسوله يادښت څخه ېې ځواب روښانه راباسي . نو مغزبېرته ځواب د پامغږي له کبله ستاسوترخولې رسوي چې بيا تاسو دا څرګندسوال دڅرګندځواب په بڼه کې ليکۍ يا هم ېې واياست. يوشمېرنی هم همدارنګه مونږ ته دحساب سوالونه ځوابوي. دشمېرني يا دحساب ماشين مغز ديو ې نرۍ سليکون ټوټې نه جوړشوی دی چې ورته ((چېپ)) وايي. سليکون يوڅيزياماده ده چې له ځان سره برېښناوړلئ شي. په زرګونو برېښنايي تڼۍ يا سويچونه په ډېروکوچني کوچني مزوياسيمونودچېپ په مځکې پورې نښتي وي.
دامزي برېښنايي څرخ راپيداکوي چې ورته انګرېزي کې( انټيګرېټډسرکټ) وايي. کله چې مونږغواړو چې (5+3) په شمېرني کې واچؤو نوپکارده چې لومړی شمېرنی ولګوؤ او بيا (3) شمېريزه تڼۍ وټوکو. دې سره چېپ مونږ ته ټوکېدلې شمېره دبرېښنايي سګنالونو په بڼه ژباړي چې مونږڅرګنده پرې پوهېدی شو . چېپ بيا(3) درېيمه شمېره له ځان سره په ځان کې خوندي کوي . او په هغه ځای کې ېې ساتي په کوم ځای باندې چې شمېرې تېرېږي راتېرېږي . داکار بيا دهغو مزو( سيمونو) په وجه کېږي او هره شمېره يا پيغام له شمېرښودځای سره نښلوي .
شمېرښودځای هاغه ځای ته وايي په کوم کې چې شمېرې مونږ ته له يوې مستطيل شکله ښيښې نه (په نښه کړي ځای نه) راښکاره کوي او مونږ ېې ليدلی شو.نو دا(3) درېيمه شمېره هم همداسې هله وينو کله چې د يوې نوې شمېرې پامنغږي(سګنال) ډسپلې يا بياراښودځای ته ورځي .
بيا نو مونږدې سره د(+)جمې نښه ټوکوچېرته چې زمونږدا ټوکل شوی پيغام يا سوال د برېښنايي پامغږو(سګنالونو) په بڼه مونږ ته راژباړي اوداغوښتلی سوال په يوبېل ځای کې خوندي کوي. دې پسې د (5) پنځمې شمېرې په تڼۍ ورټوکو ،همدې کار نه وروسته چېپ ( 3) درېيمه شمېره له خپل ساتنځي نه خوځوي او بيا ېې په بل ځای کې سره خوندي کوي . دلته بيا (5) پنځمه شمېره د نوې شمېرې په ډول ښودنځای کې راښکاري . اوس نو وار ددې راځي چې ددې شمېرو د ټوکلو پايله راوباسو چې څه راښيي. چې غواړو په پايلې پوه شو نو په شمېرني کې د مساوي يا يومخيزه نښه ټوکو.
لدې سره چېپ پوهېږي چې اوس نو د پايلې راوېستواو د پرابلم ختمولو وار دی. (=) په خپله شمېرني کې ډېرپړاؤونه په چټکۍ تېرېږي راتېرېږي اوځي راځي . نو (3) درېيمه او (5) پنځمه شمېره چېپ له ځان سره را اخلي او د پيغام د ورکړې امر چې شوی وي ينې د جمې (+) امر مو ورکړی وو، چې راپيدا ېې کړي. د( + ) جمې د پيدا کولوسره همدا امرد شمېرو سره يوځای په رټه ايز ( په نښه شوي ) توګه خوندي ځای ته سپاري چېرته چې سره ګډکېږي يا جمه کېږي . د شمېرني لارښودی پروګرام د درې جمه پنځه مساوي د اتو مونږ ته ځواب ياپايله راښيي. همدلته بيا اتمه شمېره يا عدد په ښودنځای کې راڅرګندېږي .
اوس نو پرابلم حل دی