>


Web - Amazon

We provide Linux to the World


We support WINRAR [What is this] - [Download .exe file(s) for Windows]

CLASSICISTRANIERI HOME PAGE - YOUTUBE CHANNEL
SITEMAP
Audiobooks by Valerio Di Stefano: Single Download - Complete Download [TAR] [WIM] [ZIP] [RAR] - Alphabetical Download  [TAR] [WIM] [ZIP] [RAR] - Download Instructions

Make a donation: IBAN: IT36M0708677020000000008016 - BIC/SWIFT:  ICRAITRRU60 - VALERIO DI STEFANO or
Privacy Policy Cookie Policy Terms and Conditions
سپينه ادى - Wikipedia

سپينه ادى

د Wikipedia لخوا

مېرمن سپينه ادې د نور محمد الكوزي لور (د يار محمد خان الكوزي، چې په ۱۹مې پېړۍ په لومړنۍ نيمايي كې د هرات وزير) په ۱۸۳۷ز=۱۶۵۵هجري كال كله چې ايراني ښكېلاكګرو په هرات بريد وكړ او كلابند يې كړ، نو دا حالات دې زړورې ادې په خپلو حماسي شېرونو كې د افغانانو مېړانه او توره انځور كړه


نيوليک

[سمادول] ميرمن سپينه ادى

مېرمن سپينه ادې د نور محمد الكوزي لور (د يار محمد خان الكوزي، چې په ۱۹مې پېړۍ په لومړنۍ نيمايي كې د هرات وزير) په ۱۸۳۷ز=۱۶۵۵هجري كال كله چې ايراني ښكېلاكګرو په هرات بريد وكړ او كلابند يې كړ، نو دا حالات دې زړورې ادې په خپلو حماسي شېرونو كې د افغانانو مېړانه او توره انځور كړه.

[سمادول] د سپينې ادى په هکله بل ځاي کې

د پښتو ادب کې دميرمنو برخه –دکتاب ليكوال داسې ليکې. ميرمن سپينه يو ه پښتنه شاعره وه چې دوزير محمديارخان الکوزي دحکومت په وخت کې دهرات په شاوخواکې اوسيدله داميرمن دنورمحمدخان الکوزي لوروه.

[سمادول] د ايراني شكيلاك په مقابل كى دريدل

کله چې ايرانيانو په کال ۱۲۵۵ه کې هرات محاصره کړ نو پښتنو ډيره په نره اوبهادرۍ دايرانيانو مقابله وکړه اودغه رنګه ايرانيان په خپل مقصد کې ناکام پاتې شول. په دې قامي جګړو کې شاه کامران سدوزي اووزير يارمحمد خان الکوزي دپښتنو سرداران ووچې ددې مقابلې په هر ډګر کې يې دخپلې بهادرۍ اوميړنتوب څرګندونه وکړه.


[سمادول] حماسي شاعره سپينه ادى

داپښتنه شاعره سپينه هم په دې ملي جګړو کې ژوندۍ وه اودپښتنو دتورې اوننګيالي توب په ستاينه کې يې ډير خواږه اشعار ويلي دي . داسې معلوميږي چې سپينې دغه ټول حالات بالکل په خپلو ستر ګو ليدلي وو ولې چې ددغې محاصرې ټول حالات يې دسترګو ليدلي اوکتلي بيان کړي دي. دميرمن سپينې ددې اشعارونه څرګنديږي چې داپه دغه وخت دپوخ عمر ښځه وه اوعمربه يې تقريبا ۳۵يا ۴۰ کالو پورې وه اوکله چې دامحاصره په کال ۱۲۵۵ه کې شوي وه نوپه دې اندازه دپيداوښت نيټه به يې تقريبا ۱۲۱۵ه او ۱۲۲۰ ه خوااوشاه وي . دې ملي شاعرې دمحاصرې ټول حالات ديوې قصيدې په شکل پريښې دې چې دمحاصرې منظوم تاريخ ګڼلي شي. دقصې ابتدا دخداي پاک دحمداوثنا نه کوي .بيا په حضور پاک صلي الله عليه وسلم باندې درود اوسلام وايي اوپس له درود اوسلام نه دحضور پاک صلي الله عليه وسلم څلوواړو يارانو منقبت بيانوي اوپه اخر کې دحضور پاک صلي الله عليه وسلم دټولو اصحابو کرامو صفت کوي اوټول داسمان ستوري بولي بيا په يو څو بيته کښې دکامران اووزير يارمحمد خان ستاينه کوي اووروستو بيا قصه شروع کوي. دسپينې پښتنې شاعرې حماسي احساسات ډير پياوړي او ننګيالي دي .شعرونه يې دتاثير او جذابيته نه ډک دي . وينا يې دحماست يوه ټوټه ده اودپښتونولۍ اومړانې نماينده ګي کولي شي. ددې داشعارو دمضامينو نه داسې ښکاري چې دايوه عالمه اوفاضله په تاريخ اودپښتنو په حال خبره ښځه وه. اشعار يې سليس ،خواږه اودحماست اوجذابيته ډک دي . په نورو ځينوکتابونو اوويب پاڼو کې دسپينې ادې دژوند اوژواک پير ۱۲۵۵ه ښودل شوي دي مګر زه غواړم دلته لږ تم شم . اودتاريخ له پلوه دسپينې دژوند اوژواک دپيرپه هکله لږ رڼاواچوو: داوخت هرات دمحمود دورور حاجې فيروزالدين په لاس کې وه پر ۱۲۳۲ه=۱۸۱۶م کال فتح علي شاه قاجار دهرات دنيولو اراده وکړه.ځکه نوفتح خان دکابل له لښکر سره هرات ته ولاړ لومړي يې حاجې فيروزالدين ونيو اوکابل ته يې واستاوه اوبيا يې دهرات لويديځ ته دکهسان په جګړه کې دقاجاريانو دلښکر لس زره تنه ووژل اوله هراته يې شړل په خپله دهرات دچارو په سمون بوخت شو خو په دغه وخت کې يوه بد مرغه پيښه وشوه. اوهغه داچې سرداردوست محمد خان دوزير ورور،په هرات کې دحاجې فيروزالدين کاله ته ورننوت دښځو ګيڼې ، پسول،جواهر اودانه نښانه قيمتي ملابند چې دتاريخ احمدشاه درانې دمولف شيرازي په وينا پنځوس زره تومانه قيمت يې درلود له نورو نفايسو سره واخستل اوکشمير ته ولاړ،دې پيښې پر شاه محمود اوکامران ډيره ناوړه اغيزه وکړه.اوددوي اوشاه محمود خان دکهاله ترمنځ بدوردي اوکينه پيدا شوه، همدا دکرکې اوبدبينۍ احساس و،چې په زړه بوګنونکې توګه دوزير فتح خان دوژلو اودسدوزيو اوبارکزيو دکهاله ترمنځ ددښمنۍ سبب شو. شاه محمود خپل ناپوه اوکينه ناک زوي کامران هرات ته واستاوه،کامران دوزير فتح خا ن دورورداعمالو دکسا ت اخيستلو په موخه وزير فتح خان ونيواودهغه پوه وزير په سترګو يې سيخ ومانډه اوړونديې کړ(۱۲۳۳ه=۱۸۱۷م) دشهزاده کامران داکار په ظاهره دفتنې ارامولوسبب وګڼل شو،ځکه سدوزي کورنۍ داکارونه دوزير په اشاره ګڼل ،خوړانده وزير ډير غښتلي وروڼه لرل ،هغو چې دخپل مشر ورور دړنديدلو خبر واوريده په ټول هيواد کې له کشميره تر هراته فتنې وخوټيدلې اودقهر اوغضب داورلمبې پورته شوي،سرداردوست محمد خان له کشميره راوګرځيد کابل يې ونيو اوشاه محموديې غزني ته وشاړه. له ها خواکامران له ۱۲زرو لښکرو سره په غزنې کې دخپل پلار مرستې ته راورسيد له بلې خوا سردار محمد عظيم خان له کشميره دسردار دوست محمد خان مرستې ته راغي اودکابل اوغزني په منځ کې سره وجنګيدل خو محمود اوکامران مات شول په همدغه وخت کې يې ړوند وزير فتح خان هم دوردګو په سيد اباد کې دکسات له مخې په ډير بد عذاب وواژه اوبند پر بند يې پرې کړ(۱۲۳۴ه=۱۸۱۸م) دوي به خپله هرات ته ولاړل اوهلته دحکومت پر سر دمحمود اوحاجي فيروزالدين ترمنځ شخړه پيدا شوه کامران پر دواړو بريالي شو اودوي يې ووژل (۱۲۴۵ه=۱۸۲۹م)په خپله کامران تر ۱۲۵۸ه=۱۸۴۲ کال پورې په هرات حکومت وکړ. دامهال چې پر ټول هيواد دنفاق اوربل وه دايران قاجاري دولت بيا پر ۱۸۳۲ م کار دتزاري روسيې په پارونه اودعباس ميرزا په قومانداني ديرش زريز لښکر دهرات نيولو لپاره راواستاوه خو دانګريز له خوا له دغه کار څخه دقاجاريانو مخنيوي اوخپل هيواد (افغانستان) ته دهراتيانو وفاداري ددې لامل شو ل چې هرات دپخواپه څير دافغاني سلطنت په پلازمينې پورې نښتي پاتي شي. لکه سپينه ادې چې وايي: داحمدشاه غازي پښتون له کوره نن ده کامران شهزاده کښلې توره غليم له ده نه پر حذر دي جانه دده له تورې نه ابتر دي جانه ددرانو ناموس په ده دي خوندي دپښتنو مټې په ده دې قوي دپښتنو پر ننګ کلک دي ولاړ ټول غليمان دده له تورې لتاړ داپورتنۍ تاريخي پيښې داپه ډاګه کوي چې سپينې ادې دکامران په پير کې ژوند کاوه. بل ځاي سپينه ادې دمحاصرې ديوه جنګ حال داسې وايي: غليم پر ښار بيا هجوم راوړي مخ ته يې ولاړ دي يارمحمد خان پياوړي زمونږ پښتانه لکه زمري جنګيږي ولې دوينو پر حصار بهيږي هرات په وينو دپښتون شو ګلرنګ پښتون زخمي دي دغليم په خدنګ يار محمد وايي پښتنو زما زمرو ټوله راووزۍ وسله دار له کورو پر غليم وکړي يو هجوم ګړندي هرات له لاسه په ژوندون مه باسي

کله چې برتانوي عسکرو دشاه شجاع په ملګرتيا دغزني له لارې او همدارنګه کپتان ويډله شهزاده تيمور دشاه شجاع له زوي سره دخيبر اوجلال اباد له لارې پر کابل باندې حمله وکړه شاه شجاع په کابل کې په تخت کيښنول شو اوامير دوست محمد خان له خپلو زامنو سره بخارا ته ولاړ دغه وخت چې دحکومت مشران اوامير له افغانستا څخه ولاړ اووطن يې دښمن ته پريښودافغان ملت دانګليس دمتجاوز لښکر پر ضد دغزا اعلان وکړپه ۱۲۵۸ه کې دمني په سر کې امين الله خان لوګري ،عبدالله خان اڅکزي اونوردکابل په شاوخواکې دخلکو په اتفاق په شاه شجاع اوفرنګيانو راپورته شول وزيرمحمداکبر خان هم له دوي سره يو ځاي شو په دغه کش وګير کې مکناټن دستمبر په ۲۳ نيټه کال ۱۸۴۱ه کې دغازي محمد اکبرخان لخوا ووژل شواوالکساندربرنس هم دنومبر په دوهمه نيټه کال ۱۸۴۱ه کې ووژل شو اووروسته شاه شجاع هم داپريل په دريمه کال ۱۸۴۲ م کې ووژل شو اوپه انګريزانو دکابل ځمکه تنور شوه.دهمدغه کال په ژمې کې انګريزي عسکر له کابل څخه دجلال اباد په لوري لاړل په لار کې دافغاني غازيانو په لاس ټول ووژل شول.همدا جګړه وه چې يوازې ډاکټر بريډن ژوندي لاړ.بيرته يې امير دوست محمد خان له هند څخه راوست دوست محمد خان دخپل غازي زوي محمد اکبر خان په مټ دکابل پر تخت کښيناست. وروڼه يې له ايران څخه راغلل پر کندهارحکمرانان شول اوهرات ديارمحمد خان الکوزي دشهزاده کامران دوزير په لاس کې پاتي شو. خوپه هرات کې دسدوزيو دکورنۍ پايڅوړ ديارمحمدخان الکوزي دکامران دوزير په لاس له منځه لاړ،يارمحمدخان الکوزي هم په ۱۲۶۷ه=۱۸۵۰ م کال کې وفات شو.اوځوي يې سيد محمد خان پر تخت کښيناست. داټول پورتني تاريخي لاسوندونه داخبره کره کوي چې سپينې ادې دکامران سدوزي اويارمحمدخان الکوزي په پير کې ژوند کاوه اوپه پر هيواد دغليمانو له خواتيري يې په خپلو شعرونو اوقصيدو کې په دالاندې ډول بيان کړي دي:


[سمادول] د ايراني تيريو يادونه به خپلو شعرونو كى

لمړي څښتن دټول عالم ستايمه- بيا محمد رسول صلي الله اکرم ستايمه درودپه واړواصحابانودې وي- دپاک نبي پس ښو يارانو دې وي دي وواستازي دکونينوبادار- په دوه جهانو دنبيانو سردار دګنهګار شفاعت کوينه- رحم په خپل خسته امت کوينه بيا منقبت دابوبکر وايم- صديق يې نوم په صداقت يې ستايم دي لمړي يار وه دخاوند درسول- په لوي دربا رپه دوه جهانه مقبول په يار غاردپاک نبي دي مشهور- توره تياره يې په انوارو ده پور دوهم فاروق عمر خداي ته نزدي- دعدالت يې پر جهان نندارې شورودنيل يې له پرتمه کښته- مړه کافران دده له ډير هيبته دريم عثمان ذي النورين ونمر- هم وجامع دپاک قران اکبر حلم وحيا کې وه بادار دامت- ابن عفان موشو سردار دامت څلورم يار وه شير دخداي وکرار- علي حيدر وه تل په لاس ذوالفقار دخيبر وريې ذوالفقار ته ورمات- په بريښ دتورې يې تل ورک ظلمات --- ---- ---- بيا نو کوومه په خوښي په عزت - دپاک نبي داصحابو صفت چې دوي وه ستوري پر اسمان ځليده- تل وه خوشحاله پاک نبي يې ليده دخداي رحمت دې وي پر دوي تر ابد- خالق دې عفوکې په دوي زمونږ ابد

[سمادول] دپاچا اووزير په ستاينه کې:

اوس نو شروع کړم دباچا په صفت- زمونږ شهزادهدي ننګيالي په غيرت دوي دي ډيوه دسدوزو دټبر- په سړبنو کښې نن دوي دې لکه لمر داحمدشاه غازي پښتون له کوره – نن ده کامران شهزاده کښلې توره غليم له ده نه پرحذر دي جانه- دده له تورې نه ابتر دي جانه ددرانو ناموس په ده دي خوندي- دپښتنو مټې په ده دې قوي دپښتنو پر ننګ کلک دي ولاړ- ټول غليمان دده له تورې لتاړ بل يې وزير يار محمدخان توريالي-په سپين ميدان ځنې رپيږي زمري دي په تدبير اصف نظام دهرات- ښه يې سنبال کړانتظام دهرات پښتون پرده راټول دجنګ پر ميدان-سټ يې په توره کړه غليم دښمنان خالقه دادپښتو توريالي- وي دهرات په سيمه تل دې ژوندي دپښتنو سردې په دوي وي بلند- هم په غيرت وټول جهان ته څرګند وروستو تر مدح دکامران شهزاده-واوره چې کاندم دجنګوښه قيصه له سپينې خوارې څخه به څه نه وي اثار- دابه وي خاورې پاتې شي به ياد ګار


[سمادول] په هرات او قندهار کې دسدوزو پادشاهي:

راسه چې تاته حکايت کومه- دسدوزو دسلطنت کوومه پخوا تردې وه دهرات پاچهان- دسدوزو ذوالفقار زمان خان دوي سرداران دپښتنو دهرات-غليم يې تل له تيرې تورې ومات دپښتنوتورې به تل ځليدي – ددشمن سترګې له بريښناوې ړندې دوي وه ميړونه پښتانه توريالي- پر ننګه ټينګ وودوطن ننګيالي په جنګ کښې هر يولکه غټ شين زمري- دسدوزو وه هرزلمي بريالي ټول پښتانه په اتفاق وو ولاړ- کار ددښمن ددوي دلاسه ويجاړ چې پښتون زلمي په خوب کې دښمن-وليدله ويرې به ريږد په بدن

[سمادول] دمحاصري ديو جنګ حال :

غليم پر ښهر بيا هجوم راوړي –مخ ته يې ولاړ دي يار محمد خان پياوړي زمونږ پښتانه لکه زمري جنګيږي-ويـــــــــالي دوينو پر حصار بهيږي هرات په وينو د پښتون شوګلرنګ-پښتون زخمي دي دغليم په خدنګ يارمحمد وايي پښتنو زمازمرو-ټوله راووزي وسله دار له کورو پر غليم وکړي يو هجوم ګړندي- هرات له لاسه په ژوندون مه باسئ کفن په غاړه داوطن اوساتي-زمونږ دپلرو ښکلي مدفن اوساتي دلته پراته دي ننګيالي نيکه ګان- دلته بهيږي وينې تل دافغان هرات زمونږ دي ږمونږ کور دينه-ږمونږ نغري دي زمونږکوردينه دښمن راغلي ترديواله دکور-ولاړشي دادي دپښتون لوي پيغور کامران نارې کړې چې پښتونه قامه-توره راباسه مره پر ننګ نامه مه بايله ځان اوسه ولاړپه حصار-دپښتانه پر ننګه ځان کړه ايثار زلموچې واوريدي نارې غلبلې-له يارمحمده اوکامرانه دلې له کلو اوواته زمريانو په څير – پر دښمنانويې جوړکړلتير سرونه يې غوڅ کړه ددښمن په توره- موريې کړه په غليمانو بوره دښمن شو مات راغي دوران دکامران – ديار محمددبري ستوري ځلان

[سمادول] ځينو کتابو بيا دغه دمحاصري حا ل داسې رااخيستي :

زمونږ پښتانه لکه زمري جنګيږي- ويـــــــــالي دوينو پر حصار بهيږي هرات په وينو د پښتون شوګلرنګ- پښتون زخمي دي دغليم په خدنګ يارمحمد وايي پښتنو زمازمرو- ټوله راووزي وسله دار له کورو پر غليم وکړي يو هجوم ګړندي- هرات له لاسه په ژوندون مه باسئ داخو زمونږ کور دي زمونږ وطن دي نا-دازمونږ ټاټوبۍ زمونږ مامن دي نا کفن په غاړه داوطن وساتئ- زمونږ دپلرو ښکلي مدفن وساتئ دلته پراته دي ننګيالي نيکه ګان- دلته بهيږي ويني تل د افغان هرات زمونږ دي زمونږ کور دي نا- زمونږ نغري دي زمونږ اور دي نا دښمن راغلي تر ديواله دکور- ولاړسئ دادي دپښتون لوي پيغور کامران نارې کړې چې “ پښتونه کامه!”- توره راباسه مره پرننګ ونامه مه بايله ځان اوسه ولاړ پر حصار- دپښتانه پرننګه ځان کړه ايثار بويه غيرت چې موناموس خوندي شي- نوم د پښتون نوم داولس خوندي شي دلته لکه چې تاسو وينۍ دالاندې بيتونه هم شته: داخو زمونږ کور دي زمونږ وطن دي نا-دازمونږ ټاټوبۍ زمونږ مامن دي نا بويه غيرت چې موناموس خوندي شي- نوم د پښتون نوم داولس خوندي شي بل ځاي کې يې بيا همدغه دجنګ دمحاصرې حال داسې راخيستي : غليم پر ښهر بيا هجوم راوړي –مخ ته يې ولاړ دي يار محمد خان پياوړي زمونږ پښتانه لکه زمري جنګيږي-ويـــــــــالي دوينو پر حصار بهيږي هرات په وينو د پښتون شوګلرنګ-پښتون زخمي دي دغليم په خدنګ يارمحمد وايي پښتنو زمازمرو-ټوله راووزي وسله دار له کورو پر غليم وکړي يو هجوم ګړندي- هرات له لاسه په ژوندون مه باسئ داخو زمونږ کورزمونږ وطن دينه- دازمونږ ټاټوبي زمونږ مامن دينه کفن په غاړه داوطن اوساتي-زمونږ دپلرو ښکلي مدفن اوساتي دلته پراته دي ننګيالي نيکه ګان- دلته بهيږي وينې تل دافغان هرات زمونږ دي ږمونږ کور دينه-ږمونږ نغري دي زمونږکوردينه دښمن راغلي ترديواله دکور-ولاړشي دادي دپښتون لوي پيغور کامران نارې کړې چې پښتونه قامه-توره راباسه مره پر ننګ نامه مه بايله ځان اوسه ولاړپه حصار-دپښتانه پر ننګه ځان کړه ايثار بويه غيرت چې موناموس خوندي شي- نوم د پښتون نوم داولس خوندي شي زلموچې واوريدي نارې غلبلې-له يارمحمده اوکامرانه دلې له کلو اوواته زمريانو په څير – پر دښمنانويې جوړکړلتير سرونه يې غوڅ کړه ددښمن په توره- موريې کړه په غليمانو بوره دښمن شو مات راغي دوران دکامران – ديار محمددبري ستوري ځلان دلته تاسو وينئ چې دالاندې بيتونه هم شته : داخو زمونږ کورزمونږ وطن دينه- دازمونږ ټاټوبي زمونږ مامن دينه بويه غيرت چې موناموس خوندي شي- نوم د پښتون نوم داولس خوندي شي په هر صورت ددې اشعار ونه ددې پښتنې ميرمنې تاوده احساسات اوپښتني جذبات په ښه شان سره څرګنديږي . زما چې خو دومره په وس پوره له درنو استادانو هيله کوم چې دسپينې ادې په هکله ډير څه وليکې دنوموړي روح دې ښاد اودجنتونو سرداره دي وي په سپيڅلې کليواله مينه

ليكنه: ډاکټر ثواب الدين مخکښ


[سمادول] اخځونه :

  1. دافغانستان لڼد تاريخ ليکوال علامه عبدالحي حبيبي(۱۳۷۸)لمريز،ژباړن الحاج عبدالودودکرزي.
  2. پښتو ادب کې دميرمنو برخه ليکوال شاه جهان ۱۹۹۳ زيږديز
  3. تل افغان ويب پاڼه (talafghan.com)
  4. سپر غۍ ويب پاڼه(sporghay.com)
  5. يادې اززنان نامدار ودلير افغان ليکوال کانديد اکاډميسن سيستاني
  6. پښتنې ليکوالې اوشاعرانې ليک کبري مظهري

< Static Wikipedia 2008 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - en - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu -

Static Wikipedia 2007 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - en - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu -

Static Wikipedia 2006 (no images)

aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu

span style="font-weight: bold;">Our
"Network":



Project Gutenberg

href="https://gutenberg.classicistranieri.com">https://gutenberg.classicistranieri.com



Encyclopaedia Britannica 1911

href="https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com">https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com



Librivox Audiobooks

href="https://librivox.classicistranieri.com">https://librivox.classicistranieri.com



Linux Distributions

https://old.classicistranieri.com



Magnatune (MP3 Music)

href="https://magnatune.classicistranieri.com">https://magnatune.classicistranieri.com



Static Wikipedia (June 2008)

href="https://wikipedia.classicistranieri.com">https://wikipedia.classicistranieri.com



Static Wikipedia (March 2008)

href="https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/">https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/



Static Wikipedia (2007)

href="https://wikipedia2007.classicistranieri.com">https://wikipedia2007.classicistranieri.com



Static Wikipedia (2006)

href="https://wikipedia2006.classicistranieri.com">https://wikipedia2006.classicistranieri.com



Liber Liber

href="https://liberliber.classicistranieri.com">https://liberliber.classicistranieri.com



ZIM Files for Kiwix

https://zim.classicistranieri.com





Other Websites:



Bach - Goldberg Variations

https://www.goldbergvariations.org



Lazarillo de Tormes

https://www.lazarillodetormes.org



Madame Bovary

https://www.madamebovary.org



Il Fu Mattia Pascal

https://www.mattiapascal.it



The Voice in the Desert

https://www.thevoiceinthedesert.org



Confessione d'un amore fascista

https://www.amorefascista.it



Malinverno

https://www.malinverno.org



Debito formativo

https://www.debitoformativo.it



Adina Spire

https://www.adinaspire.com




atOptions = { 'key' : 'e601ada261982ce717a58b61cd5b0eaa', 'format' : 'iframe', 'height' : 60, 'width' : 468, 'params' : {} };

Our "Network":

Project Gutenberg
https://gutenberg.classicistranieri.com

Encyclopaedia Britannica 1911
https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com

Librivox Audiobooks
https://librivox.classicistranieri.com

Linux Distributions
https://old.classicistranieri.com

Magnatune (MP3 Music)
https://magnatune.classicistranieri.com

Static Wikipedia (June 2008)
https://wikipedia.classicistranieri.com

Static Wikipedia (March 2008)
https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/

Static Wikipedia (2007)
https://wikipedia2007.classicistranieri.com

Static Wikipedia (2006)
https://wikipedia2006.classicistranieri.com

Liber Liber
https://liberliber.classicistranieri.com

ZIM Files for Kiwix
https://zim.classicistranieri.com


Other Websites:

Bach - Goldberg Variations
https://www.goldbergvariations.org

Lazarillo de Tormes
https://www.lazarillodetormes.org

Madame Bovary
https://www.madamebovary.org

Il Fu Mattia Pascal
https://www.mattiapascal.it

The Voice in the Desert
https://www.thevoiceinthedesert.org

Confessione d'un amore fascista
https://www.amorefascista.it

Malinverno
https://www.malinverno.org

Debito formativo
https://www.debitoformativo.it

Adina Spire
https://www.adinaspire.com