رحمت شاه سائل
د Wikipedia لخوا
رحمت شاه "سائل" د امين ګل زوی دی چې په ۱۳۲۸ هـ ل کال د پېښور د ملاکنډ ايجنسۍ د درګی د سيمې د ورتير په نوم کلي کې زېږېدلی دی. د پښتو ژبې يو بيدارمغز او د حساس ذهن شاعر دی.
د رحمت شاه "سائل" نوم د ډېر شهرت لرونکی دی. د خپل ادبي فعاليت په دوران کې يې دغه لاندې علمي او ادبي کارونه هم کړي دي چې د پښتو پاڼکه به پرې د تل لپاره درنه وي.
[سمادول] زده کړې
زده کړه يې تر څلورم ټولګي پورې کړې، خو په ليک لوست ډېر ښه پوهيږي.
[سمادول] دندې
[سمادول] چاپ شوي آثار
۱- ريبار ـــ د شعرونو لومړۍ ټولګه.
۲- سره بڅري ـــ د انقلابي نظمونو او شعرونو ټولګه.
۳- د وير په چم کې وار د نغمو دی ـــ د شعرونو ټولګه.
۴- د لمبو سيوری ـــ د شعرونو ټولګه.
۵- درد چه د څړیکو څانګې اوسپړلې ـــ د شعرونو ټولګه.
۶- آخري سندره ـــ د لنډو کیسو ټولګه.
۷- د وینو رنګ په لمبو څنګه ښکاري ـــ د شعرونو ټولګه.
۸- حالات چې اور وروي ـــ د شعرونو ټولګه.
۹- د ښایستونو د سپرلی بادونه ـــ د شعرونو ټولګه.
پاتې دې نه وي چې د "سائل" صېب د لمبو سيوری ،درد چې د څړیکو څانګې اوسپړلې،آخري سندره، د وینو رنګ په لمبو څنګه ښکاري او حالات چې اور وروي زموږ په کتابتون کې شته خو د وخت له کمې څخه نه شو کولې چې د سائل صېب ټول شعرونه ان لاین کړو.
رحمت شاه سائل پنځه پنځوس کاله وړاندې د ملکنډ ايجنسى د ورتير په کلي کي نړى ته راغلى دى . ترڅلورم ټولگي پورې ېې پخپل کلى کې زده کړې کړى دى او نور يې بيا زده کړې نه دي کړې.
له ماشومتوبه يي د ورځپاڼوله لوستلوسره مينه پيداشوه اوتل به يي لوستلې . تر دې چې ليکل اولوستل يي پوره پکې زده کړل او بيا خو يي وروسته حتى مقالې ورته ليکلې .
لومړنى شعر يي په ١٣ کلنى کې ووايه . تر هغه شل کاله وروسته يي لومړنى کتاب چاپ شو .ددې کتاب نوم وو : د وير په چم کې و ار د نغمو دى .
تراوسه يي ٩ کتابونه چاپ شوى دى . ځينې کتابونه يې خورا وتلى او په زړه پورې دى لکه :درد چې د څړيکو څانگې وسپړلې ، دلمبوپه سيوري کې ، دښايستونو د سپرلي بادونه اونور .
داخيري سندرې په نوم يې د کيسو يوکتاب هم له چاپه راوتلى دى . څو ناچاپه نظمى او نثري اثار هم لري .
وروستى چاپ شوى کتاب يي دى : ته به پخپل تصويرکې څوک ځايوې. ښاغلى سايل ټول عمر خياط (درزي ) وو خواوس هوډلري چې د پښتون په رساله کې کار وکړي . هلته به ليکنې کوي.
رحمت شاه سايل لس ماشومان لري . او لا پخپل کلي کې اوسي.