د کمپنۍ مشري
د Wikipedia لخوا
[سمادول] كارپوهنه (اداره)
كله چې خلك د ادارې كلمه اوري، په عام ډول د هغوى ذهن د رسمي دفترونو اداره او بڼه انځوروي خو حقيقت دا دى چې اداره د ژوند په هر يو انفرادي او ټولنيزو اړخونو كې منل شوى اهميت لري. د هر څه د مخه بايد پوه شو چې اداره څه ته وايي نو راځۍ چې د ادارې لنډه پيژندنه وكړو: اداره داسې يو پرله پسى كار دى كوم چې د نورو كارونو په برابرولو كې مرسته كوي، ترڅو په سمه توګه غوره شي او په سم ډول سرته ورسول شي. په سمه توګه غوره كول په دې مانا چې صرف هغه كارونه كوم چې دهدف په لاس ته راوړلو كې مرسته كوي بايد غوره شي، په سم ډول سرته ورسول شي په دې مانا چې د لږو طبعي شتمنيو په لګولو سره بايد ډيري په زړه پورې پايلې ترلاسه شي. لكه مخكې مو چې وويل، اداره د ژوند په هر يو انفرادي او ټولنيز اړخونو كې خپل ځاى لري، د بيلګې په ډول د انسان وخت له هغه سره يوه طبعي شتمني ده نو په كار دۍ چې د هغه پوره ادارې ته پام وشي او د لږ وخت په لګولو سره ډير كار وشي خو څرګنده دې وي چې د ادارې ځانګړى استعمال په هغو ځايونو كې كېږي چيرته چې خلك ديو ګروپ په بڼه كې كارونه سرته رسوي، دا ځكه چې د ټولو كار بايد د هدف پر لور وى او په اغيزناك ډول هدف ترلاسه شي. طبعي شتمني په دې مانا چې د هغه شته والى له انسانانو سره يوه ټاكلې اندازه لري د كوم زياتوالى چې د انسانانو له وس څخه پورته دى. اداره او كارپوهنه يو نوى شى نه بلكه د مصر تاريخي څلي (اهرام) جوړول په هغه وخت كې هم كارپوهنه وه، خو البته د نن په څېر رسمي بڼه ورته نه وه وركول شوې. د هر يوه تاريخي څلي په جوړيدوكې له يو لك (۱۰۰۰۰۰) څخه زياتو كاريګرو د شلو (۲۰) كلونو لپاره كار كړۍ ؤو. دا په دې مانا چې هلته يو څوك ؤو چې هر كاريګر ته د هغه كار ورپه ګوته كړي، د كار لپاره پوره ډبرې برابرې كړي تر څو كاريګر بوخت وساتل شي، كاريګر د لا ښه كار كولو لپاره وهڅوي، د كاريګرو تر منځ ستونزي او شخړې ختمې كړي، د كار پايلې وګوري او داسې نور. دا مهمه نه ده چې هغوى دا كار پوه په څه نوم ياداوه خو هلته كارپوه (Manager) ؤو. دا چې په هغه وخت كې كارپوهنه يو ځانګړى مسلك نه ؤو د هغه ډيرې وجهې كيداى شي لكه د خلكو نفوس ډير كم ؤو او په ډګر كې پرمختيا نه وه شوې، ساينس او ټيكنالوجي وده نه وه كړې او داسې نور. ولې نن سبا كه له يوې خوا د خلكو تعداد زيات شوى نو له بلې خوا د پوهنې، ساينس او ټيكنالوجي په ډګرونو كې هم په زړه پورې پرمختيا وي تر سترګو كيږي كوم چې د كارپوهنې د رسمي بڼې پر شته والي ته دلالت كوي، نو ځكه كارپوهنه په اوسني وخت كې يوه رسمي پوهه او د وخت له مهمو ضرورتونو څخه ګڼل كېږى. د اوسنې نړى پرمختللي هيوادونه كه له يوې خوا د كاركولو نوي وسايل لري، له بلې خوا كارپوهنې ته د پام وړ ارزښت وركوي دا ځكه چې طبيعي شتمنى او د توليد مادي عوامل په نړى كې د استعمال له امله ورځ په ورځ مخ په كمېدو دي او پرمختللې نړى هڅه كوي چې هغوى كارپوهنه د يوې رسمي بڼې په لرلو سره ټولنې ته ورپېژندلې او په همدى لړى كې يې په زړه پورې ليكنې او مضبوط ګامونه اوچت كړي دي. كه پام وكړو له نن څخه پنځوس (۵۰) كاله دمخه جوړه شوې راديو د اوسنى راديوګانو په پرتله ډېره غټه وه، ولې اوسنى راديوګانې ډېرې وړې او ورسره په زړه پورې كار سرته رسوي، دا په دې مانا چې كارپوهنه د ساينس او ټيكنالوجي سره اوږه په اوږه په اغېزناك ډول د منزل په لور ګامونه وهي. كارپوهنه داسې يو هنر دى چې د كار كوونكو د كار كولو وړتيا كار كولو ته هڅوي او هڅه كوي چې هغوى په اغېزناك ډول د يو ټولګي مخ ته ټاكل شوي هدفونه لاس ته راوړي او ټولګي او ګروپ ته پايښت او ټينګښت وروبښي، كه كارپوهنه نه وي نو د يو ټولګي طبعى شتمني به لګېږي او پايلې به لاس ته نه راځي، دا په دې مانا چې په اوږد مهاله ډګر كې به نوموړى ټولګى د شتمنى له كمښت سره مخامخ او د نورو د سيالى وړ به نه وي چې په پاى كې به د خپلې خپلواكۍ په بيه له نورو سره تړونونو ته اړوي. دا كار پوهنه وه چې جاپان ته يې په ډېړه لږه موده كې د نړى پر مخ ځلا ور وبښله او د جاپان جوړشويو توليداتو ته يې په ماركېټونو كې په زړه پورې ځاى تر لاسه كړ. د جاپان خلك د ګروپ په بڼه كې د كار كولو د وړتيا په لرلو سره په خپلو كارونو كې ډېرې لږې طبعي شتمنى او د توليد عوامل كاروي ولې په زړه پورې پايلې لاس ته راوړي. د ګروپ په بڼه كې كاركول ډېر زيات اهميت لري، كه د يوه ځنځير جوړښت ته پام وكړو نو ډېر په اسانه به پوه شو چې د ګروپ په بڼه كې كار كول يعنې څه ؟ د ګروپ په بڼه كې كار كول زمونږ كارته ښكلا، قوت، اغېزناكتوب، پايښت او ټينګښت وربښي او د سيالى په اوږد مهاله ډګر كې مو د سيالى وړ ګرځوي. اميد دى چې د ګروپ په بڼه كى د كار كولو د وړتيا هڅه وكړو ترڅو دا د اداري فساد له خوا يرغمل شوى افغانستان د يو نوي پرمختللي هيواد په څېر يوځل بيا له سيالانو سره سيال او ورباندې لګول شؤو داغونو څخه يې د تل لپاره پاك كړو.
د کمپنی مشری هغه دنده ده چی باید تول ترلاس لاندی کارکوونکی گمارل ، دهغو سارل ، د هغو حیرل ، د هغو کتل او ارتقاء او لیری کول دی او دهغه په اثر د کمپنی د مقاصدو لاسته راورل دی .