Web Analytics Made Easy - Statcounter

See also ebooksgratis.com: no banners, no cookies, totally FREE.

CLASSICISTRANIERI HOME PAGE - YOUTUBE CHANNEL
Privacy Policy Cookie Policy Terms and Conditions
د سلول تيوري - Wikipedia

د سلول تيوري

د Wikipedia لخوا

يو پروکاريوټ, يو ساده سلول
يو پروکاريوټ, يو ساده سلول

د سلول تيروي د ژواکپوهنې يو بنسټيزه ساينسي تيوري ده. په ټولګړي توګه ددې تيورۍ منل شوې برخې په داسې ډول دي:

  • يو سلول د ژونديو شيانو د کړنو او د جوړښت يو بنسټيزه يوون دی.
  • ټول اورګانيزمونه د يو يا ډېرو سلولونو نه جوړ شوي.
  • ټول سلولونه د پخوا نه شته سلولونو نه د سلولي وېش له لارې پېدا شوي.
  • په سلولونو کې جنيټيکي توکي شته چې د سلولي وېشنو په وخت کې سلولي لور (نوې جوړېدونکې سلول) ته ورلېږدول کېږي.
  • ټول سلولونه د اهميت له مخې د يو ډول کيميايي جوړښت نه جوړې شوي.
  • د انرژي-بهاو، (مېټابوليزم او ژواکي کيميا) کړنې په سلولونو کې دننه ترسره کېږي.

د سلول د تيورۍ درې اهمې برخې داسې دي:

  1. ټول ژوندي اورګانيزمونه د يوه يا ډېرو سلولونو نه جوړ شوي.
  2. سلولونه د ژونديو شيانو د کړنو او د جوړښت تر ټولو بنسټيزه يوون جوړوي.
  3. ټول سلولونه د پخوا نه شته سلولونو نه پېدا شوي.

په دغه تيورۍ کې دوه استثناء ګانې هم شته:

  1. که څه هم چې ويروسونه د سلولونو نه دي جوړ، خو د ځينو له مخې بيا دا ژوندي ګڼل کېږي.
  2. تر ټولو لومړنی سلول د پخوا نه شته سلول څخه نه دی پېدا شوی.

د سلول تيوري په اصل کې د تيودور شوان او ماتياس ياکوب شليدن لخوا پرمخ يووړل شوه، او په بشپړه توګه د ليوس پاسچر په کارنو ومنل شوه، په ځانګړې توګه د وروستي نوموړي هغه کارونه چې د ميکروبونو په برخه کې يې ترسره کړي. سلولونه د ژواکپوهنې بنسټيزه يوون دی.

سلول د لومړي ځل لپاره په ۱۶۶۳ زېږيز کال کې روبېرټ هوک وموندل. هغه بيا ډېر ژر وليدل چې کوم څه چې ده موندلي، هغه سلولونو ته ورته دی چې راهبانو يې څرګندونې کړي وې. که څه هم چې هغه څه چې ده موندلي وه د يوه وچ لرګي (يا مړ بوټوي) برخه وه او هغه يواځې يو تش سلول د زده کړې لاندې اچولی وه چې هېڅ کوم هسته يې په مرکز کې نه درلوده. لومړنی کس چې د مايکروسکوب ترلاندې د ژوندي سلول په ليدو بريالی شوی وه هغه په ۱۶۷۳ زېږيز کال کې آنتون وان ليوان هوک وه.

ژباړن ٭٭ کابلی خان 16:30, 29 جنوري 2007 (UTC)

باندنۍ تړنې


aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - en - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu -