حبيب الله رفيع
د Wikipedia لخوا
حبيب الله رفيع (زېږېدنه: ۱۳۲۴ لمريز - ) د افغانستان يو تکړه ليکوال، شاعر او اديب دی. ښاغلی رفيع د نصرالله نقشبند ځوی دی او اصلي ټاټوبی يې د وردګو ولايت دی.
نيوليک |
[سمادول] زده كړې
په خصوصي ديني مدرسو كې.
[سمادول] دندې
په ۱۳۴۰ كال كې د پوهنې وزارت د تاليف او ترجمې په رياست كې د عرفان او "پوهنه" مجلو مهتمم. په ۱۳۴۲ كال د تاريخ ټولنې غړى د " آريانا" مجلې او د كتابونو مهتمم. په ۱۳۴۸كال كې د " د افغان ملت " جريدې مدير. په ۱۳۵۱كال كې د فولكلور او ادب د ټولنې غړى او د " فولكلور" مجلې مدير . په ۱۳۵۲ كال د پښتو ټولنې غړى. په ۱۳۵۷كال د پښتو ټولنې غړى. په ۱۳۵۷كال د پښتو څېړنو د نړيوال مركز غړى. په ۱۳۵۸كال د افغانستان دعلومو اكاډمۍ غړى.
[سمادول] پېښور ته مهاجرت او ادبي کارونه
په ۱۳۶۱كال د پېښور پښتو اكاډمۍ علمي همكار. په ۱۳۶۵كال د افغانستان د جهادي څېړنو دمركز او د "قلم" مجلې د ليكوالې ډلې غړى. په ۱۳۶۶كال په اسلام آباد كې د افغانستان د ثقافتي شورى او د افغان جهادي مجلې د ليكوالې ډلې غړى. په ۱۳۶۷كال د افغانستان د كلتوري ټولنې او د" سپيدې" مجلې د ليكوالې ډلې غړى. په ۱۳۶۸ كال د افغانستان د جلاوطنه حكومت د تاريخ ټولنې او د " افغان مجلې د ليكوالې ډلې غړى. په ۱۳۶۹كال د تلوسې مجلې مؤسس اومدير. په ۱۳۸۰ كال بېرته هېواد ته راستنېدل. په ۱۳۸۰كال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عالي شورى غړى. ورسره د عرفان د فرهنګي مركز د نشراتو سرپرست او ورسره د طلوع افغانستان جريدې د ليكوالې ډلې مشر.
[سمادول] ليکنې
- سكروټې (شعري مجموعه) د ۱۳۴۵كال چاپ.
- برېښ (شعري مجموعه) د ۱۳۴۶كال چاپ، افغان ملت.
- د خلكو سندرې ، د ۱۳۴۹ كال چاپ، تاريخ او ادب ټولنه.
- د هوتكو نارې، د ۱۳۴۹كال چاپ، پښتون كتابفروشي .
- د پښتو پخوانۍ تذكرې، د ۱۳۵۰ كال د چاپ، تاريخ او ادب ټولنه.
- د تاريخ ټولنې كتابونه، د ۱۳۵۱ كال چاپ، تاريخ او ادب ټولنه.
- د جمهوريت وږمې، د ۱۳۵۲كال چاپ، پښتو ټولنه.
- پښتو پانګه لومړى ټوك د ۱۳۵۳ كال چاپ، پښتو ټولنه.
- ادبي ستوري لومړى ټوك د ۱۳۵۳كال چاپ، پښتو ټولنه.
- تېر يادونه (شعري مجموعه) د ۱۳۵۴كال چاپ ، تاريخ ټولنه.
- د روښان ياد (شعري مجموعه) د ۱۳۵۵كال چاپ ، تاريخ ټولنه.
- خواجه عبدالله انصاري او د ده مناجاتونه، ۱۳۵۵،د پښتو د انكشاف رياست.
- پښتو پانګه ( دوهم ټوك) د ۱۳۵۶كال چاپ ، پښتو ټولنه.
- پښتو خپرونې، ۱۳۵۶كال، د پښتو د انكشاف رياست.
- پښتوكتابښود، ۱۳۵۶كال، د بيهقي كتاب خپرولو مؤسسه.
- د پښتونخوا د شعر هاروبهار( ژباړه او ترتيب) ۱۳۵۶، ننګرهار مجله.
- معرفة الافغانى ( سريزه او ترتيب) ۱۳۵۶، پښتو ټولنه.
- د رحمان بابا دېوان (سريزه) ۱۳۵۶، پښتو ټولنه.
- په افغانستان كې د ژورناليزم تاريخچه ۱۳۵۶، د تاريخ او ادب ټولنه.
- د سره غره ګلونه، ۱۳۵۷، د امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- ناسيوناليزم او ملي مسايل ۱۳۵۸، افغان ملت ګوند، پېښور.
- څوب ، ۱۳۵۸امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- ادبي ستوري ( دوهم ټوك) ۱۳۵۹، د اطلاعاتو او كلتور وزارت.
- ژبپالنه، ۱۳۶۰، پښتو ټولنه، كابل.
- زرينې څانګې ، ۱۳۶۰پښتو ټولنه.
- زنځيرۍ ، ۱۳۶۱، پښتو ټولنه، ۱۳۶۵، پښتو اكيډمۍ پېښور.
- په افغانستان كې د سيدجمال الدين افغان خدمتونه ،سنټرل ايشيا، پېښور پوهنتون ۱۳۶۲كال.
- د استاد ياد، ۱۳۶۴، سنټرل ايشيا، پېښور پوهنتون.
- اورونه اوويرونه ، ۱۳۶۳، امان كتاب ، پېښور.
- د شمال له خوا شمال دى، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- زندان، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- د وينو بهير، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- انجام، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- تصوير، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- ورك زوى څنګه پيدا شو ( سريزه او ترتيب) ۱۳۶۴، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- شاه شجاع او ببرك د تاريخ په تله كې ۱۳۶۵، پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- د روسي ښكيلاك رنګونه او نيرنګونه ، ۱۳۶۵پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- د استقلال څلورمه جبهه ( سريزه او ترتيب) ۱۳۶۵، پېښور ، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- وحشيانه تېرى او شرميدلې ماته، ۱۳۶۵، پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- د محمدي صاحبزاده ديوان ته ځغلند نظر، ۱۳۶۵، پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- فالنامه ( د خوشال خان خټك) سريزه او ترتيب ۱۳۶۵، پېښور پښتو اكيډمۍ .
- روښاني ليكنې ۱۳۶۷، د ارزاني خويشكي ادبي ټولنه، پېښور.
- ږلۍ او ګولۍ ۱۳۶۸، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- افغانستان او د روسي دوستۍ داستان، ۱۳۶۸، د افغانستان د آزادو ليكوالو ټولنه.
- آواره شيدا، ۱۳۶۸، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- ملي زاويه ، ۱۳۷۶، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- ولونه، ولونه، ۱۳۷۶، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- د ستوريو كرونده ، ۱۳۷۶، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- محمود نامه ( سريزه او سمون ) ۱۳۷۷، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- هوتكنامه (سريزه او سمون) ۱۳۷۷، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- مهاجرت نامه ( سريزه او سمون) ۱۳۷۷، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- د بتانو هنګامه، ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- وصيت نامه ( سريزه او سمون) ۱۳۸۰، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- د تمدن سوغات ، ۱۳۷۸، د اريك كتابتون.
- ارمغان تمدن، ۱۳۷۸، د اريك كتابتون.
- د افغانستان لنډكى تاريخ ۱۳۷۸، د اريك كتابتون.
- تاريخ فشردۀ افغانستان ۱۳۷۸، د اريك كتابتون.
- ليكونه او سرليكونه ، ۱۳۷۳ ، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
- نامه ها سرنامه ها ، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
- مشال، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
- مشعل، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
- تمه، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
- طمع، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
- وو نه وو، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
- هره نيشه د زهرو ليشه، ۱۳۷۳، آو، آر ، آى.
- نښانې او ترانې ، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- كتابونه دريابونه، ( لومړى ټوك) ۱۳۷۷، د ساپي د پښتو څېړنو مركز.
- كتابونه دريابونه (دوهم ټوك) ۱۳۷۸، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- وصيتنامه د خوشال بابا، ( سريزه او ترتيب ) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- نسبنامه، د خوشال بابا، ( سريزه او ترتيب ) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- خټكنامه، د خوشال بابا، ( سريزه او ترتيب ) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- هندوكوه نامه، د خوشال بابا، ( سريزه او ترتيب ) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- اخلاقنامه، د خوشال بابا، ( سريزه او ترتيب ) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
- پښتني ودونه ، د افغانستان د مرستو مركز، ۱۳۸۱، كابل.
[سمادول] مقالې
تر پنځو سوو زياتې. په سمينارونو كې ګډون:
د يو سلو شا او خوا كې علمي، ادبي، ملي او نړيوالو سمينارونو كې ګډون ، مقاله اورول او دفاع كول.
[سمادول] سفرونه
ايران، عربستان، مصر، امريكا، كاناډا، جرمني، هالنډ، پاكستان او فرانسې ته