الحاج امين هوتک باوري
د Wikipedia لخوا
الحاج امين هوتک باوري د اروزګان ولايت د دهراوت ولسوالۍ د مټن نومي کلې په يوه منوره کورنۍ کي سترګي نړۍ ته پرانيستي دي . خپلي لومړنۍ زدکړي يې په ارزګان ولايت کي پاې ته ورسولې او بيا يې د بغلان ولايت دزراعت مسلکي ليسه او بيا د لوړو مسلکي زدکړو لپاره پخواني شوروي اتحاد ته ولاړ او د دپلوم د تر لاسه کولو ورسته هيواد ته راستون شو ، او دد فاع وزارت د هوايې دفاع په جزتامونو کي يې دنده تر سره کړيده .
الحاج هوتک باوري د فرهنګي چارو سره مينه لري ، د خپلو دندو د تر سره کولو ترڅنګ يې په هيواد کي د خپلواکو مطبوعاتو سره مرسته کړې او د (سلام) په نوم د خپلواکي اونيزي د فرهنګي برخي مسؤل چلونکي په توګه يې اړوندي چاري پر مخ بيولې ، د ادبي ذوق څښتن دۍ او شعرونه يې په بيلابيلو خپرونو کي خپاره شوي اوپه زړه پوري ادبي نثري ټوټې هم ليکي. تر اوسه يې دوه کتابونه ليکلي او خپاره کړيدي ، چي يو يې د (بنګ حبيب الله) په نوم د کندهار ديوه نامتو ښه ځوان لنډ داستان اوبل يې (د څوګلونو بيلګه) په نوم د دريو پښتنو شاعرانو يوه شعري ټولګه ده .
دا هم د الحاج هوتک باوري د شعر يوه بيلګه
زړګيه وسومه تودو دي وسوم
په لوړو چغو او نارو دي وسوم
څه بلا ګډه ستا په کور سوه يودم
پتنګ خو نه وم په لمبو دي وسو م
زه له جنون د مجنون نه وم خبر نه مي
د صحرا ټاکنده غرمو دي وسوم
جي د ليلا تصوير دي راغۍ پر خيال
په زکليدو او دربيد دي وسوم
ما درته و ويل چي مينه مه کړه
ستا د انکار په اوريدو دي وسوم
چي څه کری هغه ريبه پخپله
په ټولو کړو نا کردو دي وسوم
زه د نړۍ د مزلو ستړی کالبود
تا کي زړه ورو ميړنو دي وسوم
د وخت له ډاره زما قصی دي پټي
ستا پر رسواوو لارو تلو دي وسوم
دار او چاړه مي هار د غاړي نه ده
ستا د منصور دار او رسو دي وسوم
زړګيه پريږده د تقدير قيصی دي
دلته جنت کي دوږخو دي وسوم
يم ستړۍ کړۍ د ژوندون کږليچو
پر لوړو ټيټو لارو تلو دي وسم
لاس له ګريوانه د امين کړه ليري
چي ځل دي خپلو بيا پردو دي وسوم
او دا هم د الحاج هوتک باوري د يوه طنزيه نثر يوه بيلګه
د پيړۍ ټوکه و ختونه هم بلا کوي نه د خدای ،، ج ،، نه د رسول عليه السلام او نه ئی د بندګانو غوښتنه وه خو غوايی دوه بدشکله او ﻵ مثاله غوايي وزيږول ٠ يوه ئي د اومي او بل ئي د اتمي نومونه خپل کړل ٠ حيرانونکې خو لا دا وه چي ؛ د اومي ولادي او نسائي تکليف او زه چګي لا پای ته نه وو رسيدلی چي د اتمي غوايی سترګي دنيا ته سپيني کړی ٠ د اومي غوايی دزوکړي په شيره او ليټۍخوراک کي ، د کورنې غوا او غويو برسيره د ګاونډي کلي غوا ، غويو ، او سخوندرکيو ګډون کړی ؤ ٠ د غوايی د زوکړي په ورځ د کلي خلګ مامتو سړکونو ته را توې سول او غوايی ته يی ښه راغلاست ووايه ، د خدای ،،ج ،، څخه يی د غوايی د لا ښه خدمت او په کلي کي د ښه يويی او غوبله تمنا وکړه ٠
د کلي د خلګو دوعاګاني په لپو کي سپو وڅټلې ٠ د کلي خلګ د مبارکۍ پر کمبله بی عزته سول ٠ غوییی په لږ وخت دومره لوې سو چي غوښتل يی د خپلو پلرونو د عمرونو عمرونو لاره په يوه ورځ طې کي ٠ د قوماندی سره سم د اومي غوايی ټول زيږيدلي په کلي راګډ سول ، نه ېې چاته کور، نه کالي او نه هم ډوډۍ پريښوده ، ټول کلۍ يی په لغتو او ښکرونو داسي اباد کۍ چي د کلي خلګو چا هغه دونيا ښه وګڼل او چا هم کلی پريښود ٠ د داسي غوايو شمير يوازي پر کلي نه ختميده ، بلکي د ګاونډ غوايو ، سيمه ايزو او نړيوالو غوايو ېې ملاتړ کاوه ٠ تجربو او روايتونو ښودلی ده چي د غوايی له سره رنګ څخه ډير بد راځي ، خو دلته خبره سرچپه وه ، سور رنګ ېې د زړونو وړونکۍ رنګ ؤو خو د زرغون او تور رنګ سره په ښکر وه ٠ د اومي غوايي لا د ورځي بلوغ ته نه وو رسيدلې چي د اتمي په نوم غوييی وزيږ ېدۍ د کلي د خلګو مځکي او پټي لا شاړي پاته وې ، لا ييی د اومي غوايی نکلونه پر ژبه پاته وه ،لا ييی د جنجال نه د خلاصون لاره لټول چي بل مصيبت وزيږيد ، بلي بلا بچې راوړ ، بل ناورين را پريوت ٠ دا بيا داسي په وړيو پټ ، په پښو نرې ،په سر غټ ،په عقل کم وو چي نه د خپل او نه د بل په کيسه کي ؤو ، ويل ييی چي دا دنيا د خيټي د مړولو او يارانو ته د ښه تويله خانو د جوړولو او د خپلو حقه حقوقو د لاس ته راوړلو ده ٠ د اومي غوايی مبارکۍ ته خو خلګ راغلي وه ، خو د اتمي غوايی دا تکليف د کلي پر خلګو ونه لوريدۍ ، د کلي هر کور ته يی په خپلو لغتو او ښکرونو ، مايوسي انديښنې او غمونه ډالۍ کړل ٠ دپيړۍ مړۍ زموږ کلي ته دا وه چي د خپلو دواړو غوايو واک ييی له لاس نه وو وت ٠ لا تر اوسه د پيړۍ دا لړۍ زموږ مړۍ ده ٠