اسلامي اقتصادي سيستم
د Wikipedia لخوا
اسلام د ژوند مكمله لاره ده،اوپه دي كې ټول دري واړه سيستمونه اقتصادي ،ټولنيز(معاشروي) او سياسي سيستم يوله بل سره تړاولري،او ديوه او بل په موثريت باندي زياته اغيزه لري.او ددوي ټولو مركزي ټكې يا اصل اخلاقي(شرعت،عقيده) سيستم دي داسلامي اقتصادي سيستم اساسي خواص مخكي ذكر شوي دلته يواځي يو څو بيا تكراروو.
- اسلامي اقتصاد د اخلاقو پوسله تنظيم شوي اقتصادي سيستم دي او دسلام د اخلاقي فلسفي يو جذ دي. مګر په مقا بل كې غير اسلامي اقتصاد د اخلاق په نظركې نه نيسي.
- شخصي فعاليتونه آذاد دي مګر د شريعت تر چو كاټ لاندي ،داسي مطلقه آذادي كومه چه په كپټلستي سستم كې شته په اسلام كې نشته، او داسلام له نظره دهر شي اصلي ما لك الله(ج) دي او مونږ با يد دهغه د اوامرو مطا بق عمل وكړو.
- اسلامي اقتصاد يو واضع هدف لري او هغه د ټولنيزي(معاشروي)هوسايني او ورورګلوي مينځ ته راوړنه او ساتنه ده.
- كار دتوليد مو هم فكټر دي ، او كار د عايد د توليدولو او ويشلو او د عايد د لاسته راوړلو قانوني لاره ده.
- سو د حرام دي داسلام له نظره.پيسي يواځي د پيروپلور (( Exchange وسيله او د دارايي زخيره (Store of wealth ) ده او په پيسو باندي دسود اخستل حرام دي.
ثبات په اسلامي اقتصادي سيستم كې په اسلام كې سود سخت منع كړي شوي دي.او اسلامي اقتصاد غواړي چه دپيسو برارونه په كاروبار كې د شراكت (Equity)په بنا وشي،يعني د سودي قرض په بنا نه بلكې په نورو لارو لكه مشاركه، مضاربه او داسي نورواسلامي لارو په بنا پروژي تمويل (Financ) شي. ددي څخه څرګنديږي چه اسلامي اقتصاد په حصصويا شراكت (Equity base) ولاړ سيستم دي او بلمقابل كپيټلستي سيستم په سودي قرض باندي ولاړ دي. د ثبا ت د كتلو لاري: د يو ه اقتصادي سيستم ثبات كېدي شي چه په تجربي (Empirical) او يا په تحليلي(Analytical)ډول سره وڅيړل شي. څرنګه چه تر اوسه داسي يو هيواد نشته چه په پوره ډول يي اسلامي اقتصادي سيتم عملي كړي وي .نو مونږ كوښښ كووه چه د تحليلي طريقي څخه كار واخلو او په دي ډول د اسلامي اقتصادي سيستم ثبات وښيو، ددي هدف لپاره مونږ كولي شو چه لږ ترلږه دري دليلونه د اسلامي اقتصادي سيستم دثبات لپاره وړاندي كړو.
- ډېر اقتصاد پوهان په دي نظر دي چه دكپيټلستي سيستم د نا ثباتي يوه اهمه وجه داده چه داسيستم په سودي قرض باندي ولاړ دي يعني زياتري پروژي اويا پابريكې په سود ي قرض باندي چليږي چه دغه دبي ثباتي غټ عامل دي.يو اقتصاد پوه (( مينسكي،(Minsky)) دا نظر لري چه معا صر كپيټلستي سيستم په لنډ مها له قرضو با ندي ولاړ دي، يعني كمپينو زياتره ماشين آلات يا كپيټلl ( ) په قرضي پيسو باندي اخستل شوي دي، او كله چه ددغه لنډ مهاله قرضونو د واپس كولو وخت راشي كميني نور لنډ مهاله قرض اخلي تر څو پخواني قرض سره له سوده واپس كړي او داسلسله دوام پيداكوي.كه چيري كمپني خوش قسمته وي او گټه زياته وكړي نو ښه تر ښه ټول قرض به اداكړي، مګر كه كمپني تاوان وكړي ،او يا اقتصادي زوال مينځ ته راشي نو بيا دكمپني سره پيسي نوي چه قرض واپس كړي او كمپني له مينځه ځي،يا (Bank carupt) كيږي.هينري سايمن (Henry Simon) يو بل اقتصاد پوه وايي: د اقتصادي بي سباتي خطر كميدلي شي كه چيري قرض وانه خستل شي خوصوصاّ لنډ مها له قرض، يعني كه چير ي دشراكت ((Equityپه بنا پانګونه وشي،
- سفته بازي (Speculation):
ددي لپاره دپيسو تقا ضا اوساتنه چه لوړ سود ور باندي وګټل شي يا د پيسو احتكار آميزه تقاضا (Speculative demand of Money) هم د اقتصادي سيستم د بي ثبا تي يو عامل ګڼل كېږ.په اسلامي سيستم كې دغه د نا سباتي وجه ډېره كميږي له يوه اړخه په لاسلام كې سود منع دي له بله اړخه د زكات عملي كول به خلك دي ته وهڅوي چه ازافي پيسي له ځان سره ونه ساتي كومي چه ددي (Speculation)هدف له پاره پكاريږي،همدا رنګه اسلامي اخلاقي اوامر احتكار سخت منع كوي نو ځكه پدي سيستم كې(Speculative) فعاليت كم دي.
- نړيواله تميلونه: (International Finance):
كه چيري نويوال پانګه اچونه او دپيسو انتقال له يوه هيواده بل هيواد ته په نظركې ونيسو نو دمعمولي سود (Interest rate)په فرق سره ديوه هيواد څخه بل هيواد ته خلك پيسس نقلوي ، او پدي وجه په يوه هيواد كې كله پيسي زياتيږي او كله كميږي چه دا هم د ا قتصادي بي ثباتي يو عامل دي.
كله چه په يوه هيواد كي د سود حد زيات وي هيواد ته له بهر څخه پيسي داخليږي (Capital inflow) او كله چه د سدود حد كم شي،له هغه هيواد څخه پيسي بهرته انتقاليږي ، (Capital outflow) صورت نيسي،چه په دي سره د يوه هيواد د پولي واحد ارزښت ناسبا طه كيږي .
په اسلامي اقتصادي سيستم كې سود نشته او پانګه اچونه دګټي او تاوان د شريكولو په بنيادكېږي ، يعني اسلامي سيستم په حصصو(Shares ,Equity)باندي ولاړ دي او دا داوږدي مودي لپاره وي نو ځكه كه په يوه اسلامي هيوا كې دګټي اندازه زياته او يا كمه شي عوام په لنډ وخت كې پيسي د يوه هيوا د نه بل ته نه انتقالوي ، يعني كه معمولي د ګټي توپير وجود هم ولري ډېر خلك به نه غواړي چه خپل حصص (Shares)له يوه هيواد څخه بل هيواد ته واړوي (په يوه هيواد كې خرڅ او بل كې واخلي).ځكه دوي داوږده مودت لپاره پانګونه كړي وي .
[سمادول] دا هم وګورۍ
- اسلامىاقتصاد
- داسلامي اقتصاد ظهور
- اسلامي بانك
- داسلامي اقتصادي سيستم اصول
- اسلامي اقتصادي سيستم
- داسلامي اقتصاد پرتله له نورو اقتصادي سيستمونو
- Ecological Economics
- Economics
- Economic system
- Economist
- Economic history (includes list by country)
- Primary sector of industry
- Secondary sector of industry
- Tertiary sector of industry
- Quaternary sector of industry
[سمادول] اخځليكونه
-
- د معاصر اسلامي اقتصاد معرفت, ليكوال: بشيرالله “نجيمي وردګ”