اسد الله زمری
د Wikipedia لخوا
اسدالله زمری د حاجي عبدالحمید زوی په ۱۳۳۳ کال کې د لغمان په ولایت کې زیږیدلی.
[سمادول] زده کړې
د لښکرګاه د لیسې ترتمامولو وروسته ئې خپل لوړ تحصیلات د ماستري تر درجې پورې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پو هنځي کې سرته رسولي دي . د هیواد په بیلابیلو حقوقي ارګانونو کې د دندې تر سره کولو وروسته په ۱۳۷۲ لمریز کال له خواږه وطن نه وتلو ته اړ شو اوتر اوسه په المان کې د پردېسۍ تریخ ژوند تیروي . دی له ۱۳۵۶ کال راهیسې شعرونه لیکي.
[سمادول] چاپ شوي آثار
۱. اوښکې او سکروټې ؛لومړۍ شعری ټولګه دچاپ کال ۱۳۶۶ . ۲.د لمبو کلی ؛ دوهمه شعري ټولګه د چاپ کال ۱۳۷۹ . ۳.په افغا نستان کې داساسي قوانینو تدوین او د ځینو حقوقي موازینو څرنګوالي ته یوه کتنه ؛دچاپ کال ۱۳۶۸ .
[سمادول] د شعر بیلګه
افغان
مسلمان که مې دي سپین د دواړو سترګو
نو هندو مې دې ددوو سترګو تور
د سني او دشیعه توپیر مې نه موند
ټول جهان مې پسې وکوت کور به کور
هزاره، ترکمن، بلوڅ، پښتون او ازبک
پنځه ؛ګوتې د یو لاس دې د سوک زور
پشه یې،نورستاني او قزلباش هم
دي زامن د افغان پلار ، افغانې مور
په جملو او کلمو کله بیلېږې ؟
ده پښتو د دري ژبي سکه خور
دتاریخ د معلم نوی سبق دادی:
چی پرون دی وو تربور ، نن ددې ورور
که مې وېنه په رګو کې پښتنه ده
هر تاجیک ګڼمه خپل سکنې ورور
دوطن دمور اولاد یو بې توپېره
یو مو ژوند دی، یو مو مرګ او یومو ګور
بیلوي او جنګوي مو،چې، دښمن دي
دتاریخ لاس به یې مخ کړی ورته تور