Web Analytics Made Easy - Statcounter

See also ebooksgratis.com: no banners, no cookies, totally FREE.

CLASSICISTRANIERI HOME PAGE - YOUTUBE CHANNEL
Privacy Policy Cookie Policy Terms and Conditions
احمد ظاهر - Wikipedia

احمد ظاهر

د Wikipedia لخوا

احمد ظاهر
احمد ظاهر

احمد ظاهر، د هنر هغه توتي دى،چې وخت او زمانه يې له غېږې نشي غورځولى، تر څو،چې وخت او زمانه وي ددغه سندغاړي نوم به مو هم پر شونډو غوړيږي. هغه يو رښتينى او د هنر پر مانا پوه سندرغاړى و؛ يو داسې سندرغاړى، چې د هنر له سندريز ډنډ نه راپورته شوى و. د هغه غږ او د سندرو سيورى به تر پېرونو پېرونو د خلكو پر ذهنونو او فكرونو غوړېدلى وي، دغه سيوري ته به ډېر" له غمه شنه " زړونه او ډېر نيمګړي ارمانونه پراته وي. احمدظاهر د ارمانجنو زړونو د تندې د خړوب نوم دى، يو داسې نوم، چې د ماشوم، زلمي او سپين ږيري درېواړو په خولو كې ګرځي. احمد ظاهر لا ډېر كوچنى و، چې له ساز او موسيقۍ سره يې مينه وه، پلار يې " ډاكټر عبدالظاهر" د وخت صدر اعظم و، ټولنيز چاپېريال او پر ټولنه واكمنو شرايطو دې ته نه پرېښوده، چې زوى يې يوه داسې ډنډ ته ولويږي، چې هنرپوهان يې د سندرو او عام خلك يې د چټليو او مرداريو ډنډ بولي. احمد ظاهر ددغه سندريز ډنډ د لامبو لېوال و، هغه د بنديزونو پروا ونه كړه او ځان يې د هنر د شنو اوبو ماهى كړ. ظاهر هويدا لومړنى كس و، چې له احمدظاهر سره يې د هغه په ژونديتابه او د صدراعظم په خوشالولو كې د منځګړي رول ولوباوه. هغه په خپل كوډګر ليك سره صدراعظم ډاكټر عبدالظاهر دې ته اړ اېست، چې د احمدظاهر د هنري چارو ملاتړ وكړي. احمد ظاهر دغه مهال د حبيبيې لېسې د هنري ډلې غړى و. نوموړي د كابل نندارې په يوه جوړ شوي كنسرت كې د "حبيبيه ستوري" ستاينوم ترلاسه كړ. دغه ستاينوم ظاهر نور هم وهڅاوه، چې د هنر او موسيقۍ لاره ټينګ و ساتي. احمد ظاهر په خپلو سندرو كې تر ډېره بريده پر شعر او كمپوز ټينګار كاوه، همدغه شعر او كمپوز و، چې د احمد ظاهر شخصيت يې د يوه رښتيني هنرمند په توګه راجوت كړ. يوڅه وخت وروسته احمد ظاهر له خپل پلار سره هند ته لاړ. په هند كې يې د هنر او موسيقۍ په برخه كې ډېر پرمختګ وكړ او كله، چې بېرته هېواد ته راستنېده،له ځان سره يې نوي څيزونه او نوښتونه هم راوړي وو. د احمد ظاهر تر ټولو غوره نوښت دا و،چې د ختيزې او لويديزې موسيقۍ د الاتو په ګډون سره يې هېوادنۍ موسيقۍ ته يو نوى رنګ ور وباښه. احمد ظاهر، چې كله فارغ شو په كابل او هندكې يې پيداګوژي ولوسته او يوڅه وخت يې په " كابل ټايمز" او " افغان فلم " كې كار وكړ. پر 1350ل كال د احمد ظاهر د بخت ستورى راوخوت. هغه د كال غوره سندرغاړى ونومول شو او دغه نوم يې تر ډېره ژوندى وساته. احمد ظاهر 13 كلن و، چې ګوتې يې پر هارمونيه، فلوت او اكوردين روږدې شوې. احمد ظاهر درې ځله واده وكړ، خو دده په وينا يوه هم نېكمرغه نه كړ. له لومړنۍ مېرمنې نه يې د احمد رشاد په نوم يو زوى پاتې شو. له وروستنۍ مېرمنې يې د شبنم په نوم لور پاتې ده، چې دده تر مرګ يوه ورځ وروسته و زېږېده. احمد ظاهر د ژوندانه په لوړ ژورو كې له ګڼ شمېر ستونزو او خنډونو سره مخ شو، وګواښل شو ، بندي شو او په پاى كې د 1358 كال د غبرګولي د مياشتې په 23 مه نېټه په يوه ترافيكي پېښه كې ووژل شو. احمدظاهر مړشو، كه ووژل شو؟

محبوب الله "پاچا" د احمدظاهر له نږدې ملګرو ګڼل كېده. يوه ورځ پاچا،احمدظاهر او د ظاهر دوه خويندې د سالنګ په لور په مېله ووتل. د تګ پرمهال يې ډېر څښلي و، پاچا پر جلب ، احمد ظاهر يې ترڅنګ او خويندې يې په وروستيو سېټونو كې كښېناستې. موټر په كيڼ لاس په ډېر سرعت سره حركت كاوه، احمد ظاهر د تبلې پر غږولو بوخت و، ناڅاپه يوغټ لارۍ موټر ورسره مخامخ كيږي، موټر له غره سره ټكر كيږي، چپه كيږي او د سېټ يوه اوسپنيزه ميله د احمد ظاهر پر ككرۍ وربرابريږي. احمد ظاهر لومړى د پروان د چاريكارو روغتون ته وړل كيږي، هلته يې درملنه ناشونې وي، وروسته كابل ته وړل كيږي، خو تر درملنې مخكې ساه وركوي. د كابل د ترافيكو دوخت مدير" نعيم خان" وايي، پر احمد ظاهر د ډزو هبره غلطه ده، دا يو تصادف و، پر پاچا د جرم اثبات نه كېده، ځكه د جرم داسې څرګنده نښه نه وه، چې هغه مو پرې نيولى واى. د نعيم خان برخلاف ، ځينې پر دې ګروهه دي، چې پاچا رشوت خوړلى و، احمد ظاهر يې په چل سالنګ ته بوت او هلته يې د ګلبهار د نساجۍ د مرستيال " سنګر" په مرسته وواژهاو په خپله بهر ته لاړ. دا، چې احمد ظاهر مړشو او كه ووژل شو، دا لا د يوې معما په بڼه پاتې ده، خو راتلونكي بهيرونه ښايي د ددې پېښې جزئيات نور هم بربنډ كړي. احمدظاهر او څو خاطرې:  يوه ورځ "ګرځندوى " ته مخامخ له خپلو ملګرو سره پر خبرو بوخت و، چې پلار يې راغى. كله يې ، چې د پلار سترګې پرې ولګېدې ويې كنځه او ويې ويل: كلونه كلونه سفير، وزير او صدراعظم پاتې شوى يم، خو خلك مې اوس ستا په نوم پېژني.  ډاكټر ظاهر له صدارت څلورلارې نه د قواى مركز د روغتون په لور رهي و. پر لاره پر نجونو پېښ شو، هغوى سره وسپڼېدې: هغه دى د احمد ظاهر پلار!! ډاكټر غوسه شو:”صدر اعظم مې نه بولي خو د احمد ظاهر پلار مې بولي”!  يوځل د جلال اباد بهسودو ته تللى و، چې ګوډۍ ( كاغذپران) والوزوي. د كاغذ پران په سيالۍ كې ګڼ شمېر كسانو برخه اخستې وه. خلك هيله من و، چې احمد ظاهر به يې ګټي، خو احمد ظاهر ناكام شو او ګوډي پران يې ازاد شو.  يوه ورځ سپين زر رسټورانټ ته ننوت، چاى، ډوډۍ يې لانه و راغوښتي،چې د رسټورانټ څښتن يې په مخ كې راشين شو او پور يې ترې وغوښت. احمدظاهر پر جيبونو لاس وواهه ، خو څه پكې نه و. د رسټورانټ څښتن ته يې وويل، چې كنسرت به وركړم، پور به دې پرې خلاص شي. حبيب قادري؛ ګام پر ګام برياليتوب!

په نورو ژبو کې


aa - ab - af - ak - als - am - an - ang - ar - arc - as - ast - av - ay - az - ba - bar - bat_smg - bcl - be - be_x_old - bg - bh - bi - bm - bn - bo - bpy - br - bs - bug - bxr - ca - cbk_zam - cdo - ce - ceb - ch - cho - chr - chy - co - cr - crh - cs - csb - cu - cv - cy - da - de - diq - dsb - dv - dz - ee - el - eml - en - eo - es - et - eu - ext - fa - ff - fi - fiu_vro - fj - fo - fr - frp - fur - fy - ga - gan - gd - gl - glk - gn - got - gu - gv - ha - hak - haw - he - hi - hif - ho - hr - hsb - ht - hu - hy - hz - ia - id - ie - ig - ii - ik - ilo - io - is - it - iu - ja - jbo - jv - ka - kaa - kab - kg - ki - kj - kk - kl - km - kn - ko - kr - ks - ksh - ku - kv - kw - ky - la - lad - lb - lbe - lg - li - lij - lmo - ln - lo - lt - lv - map_bms - mdf - mg - mh - mi - mk - ml - mn - mo - mr - mt - mus - my - myv - mzn - na - nah - nap - nds - nds_nl - ne - new - ng - nl - nn - no - nov - nrm - nv - ny - oc - om - or - os - pa - pag - pam - pap - pdc - pi - pih - pl - pms - ps - pt - qu - quality - rm - rmy - rn - ro - roa_rup - roa_tara - ru - rw - sa - sah - sc - scn - sco - sd - se - sg - sh - si - simple - sk - sl - sm - sn - so - sr - srn - ss - st - stq - su - sv - sw - szl - ta - te - tet - tg - th - ti - tk - tl - tlh - tn - to - tpi - tr - ts - tt - tum - tw - ty - udm - ug - uk - ur - uz - ve - vec - vi - vls - vo - wa - war - wo - wuu - xal - xh - yi - yo - za - zea - zh - zh_classical - zh_min_nan - zh_yue - zu -