احسان الله جرس
د Wikipedia لخوا
احسان الله جرس د محمد ترين زوى پر1363لمريز كال د وږي(سنبلې) پر شپږمه نېټه د كندهارښار د لويې ويالې د "ډبرو پله" په سيمه كې زوكړى دى ، اوس د البېروني ښوونځي په اتم ټولګي كې خپلې منځنۍ زده كړې پرمخ بيايي. لومړنى شعر يې پر 1378ل ليكلى دى؛ له نېكه مرغه جرس په ډېر وړكتوب كې د ښو شاعرانه پنځونو لپاره پياوړى مټ او لوړ استعداد لري، په لنډه موده كې يې ځان دهنرتوب او شعرتوب لويې نړۍ ته ورلنډ كړ.كه څه هم دشعري استعداد غزېدو ته يې فضا ډېره تنګه وه او د پرمختګ زمينه يې ډېره نه وه برابره، خو بياهم ډېر زيار يې وګاله او ډېر خنډونه يې له خپلې لارې څخه لرې كړل، خو يو شمېر يې لا پاتې دي. كه د نورو ادبي او فرهنګي ملګرو هڅونې او په دې برخه كې مرستې نه وي، دى به ونه شي كړاى د خپل كاله په تنګه فضا كې وده وكړي او يا يې څوك د هنر پر قدر وپوهېږي، د ملګرو په بركت پر ډېرو كږلېچونو او پېچومو راواوښت او خپل هنري او ادبي استعداد يې وځلاوه. ده دقافيه وال تر څنګ ازاد شعرونه هم كښلي او اوس اوس يې د لنډو كيسو پر ليكلو هم پيل كړى دى. غزليزه ژبه او شعري توازن يې ډېر پاموړ دي،كه له شعر سره يې مينه همداسې توده پاتې شوه، په راتلونكي كې به خپلې وياړمنې ټولنې ته ډېرې ښې هنري بېلګې وړاندې كړي. د جرس ځينې شعرونه په طلوع افغان ورځپاڼه، ارغندجريده، هيله، ګندهارا، كندهار، خلافت او نورو مجلو كې خپاره شوي چې ډېرو خلكو ستايلي دي. جرس څه له پاسه د څو مياشتو په موده كې يوه ټولګه شاعري وكړه، خو په دې وروستيو كې يې دا اندازه لږه شوې، نو هيله ده جرس يو ځل بيا پرليكلو پيل وكړي او په خپلو ښايسته شعرونو د مينه والو سترګې سړې او ذوقونه خړوب كړي.
دحسن كتاب
زما چې دزړګي رنګين كابل زخمي زخمي ښكاري
كوم يوه ظالم ورته خنجر په لاس كې ونيوه
نه درومي پېغلوټي اوس ګودر ته دپخوا په شان
ښايي كوم غماز ترېنه ګودر په لاس كې ونيوه
زما معصوم زړګى يې په سكروټو راته وريت وريت كړ
ستا سركښو سترګو چې نظر په لاس كې ونيوه
راشه پرځيګر درته دخيال څو ستوري وكرم
ځوان "محمديار"راته هنر په لاس كې ونيوه
ستورى چېرې نه وم، خو په ستورو يې حساب كړمه
كله چې دحسن كتاب، لمر په لاس كې ونيوه
څنګه به داستا دحسن ځل ته غزل نه ليكم
ستا دوصل شپو چې ژر سحر په لاس كې ونيوه
زما چې دغزل پركندهار باندې سپرلى راغى
ژېړ ګل مې جانان ته نغمه ګر په لاس كې ونيوه