د ننګرهار ولايت
د Wikipedia لخوا
ننګرهار | |
پلازمېنه • کوارډيناټ |
جلال آباد • |
د وګړو شمېر (2002) • ګڼه ګونه |
1,089,000 [1] • /km² |
مساحت |
7,727 km² |
وخت | UTC+4:30 |
اهمه ژبه/ژبې | پښتو |
ننګرهار د افغانستان په څلوردېرشو ولايتونو کې د يو ولايت نوم دی. دا ولايت ددغه هېواد په ختيځه سيمه كې پروت دى او ددغه ولايت د پلازمېنې نوم جلال آباد دی. د اټکل له مخې ددې ولايت د وګړو شمېر له ۲۰۰۰۰۰۰ نه هم ډېره ده.
نيوليک |
[سمادول] نګارهارا په اوستا کې
په تاريخي لحاظ دغه ولايت په بېلا بېلو نومونو (نګار، نګارا ، نګاراهار، نګر....) ياد شوی . له دغه ولايت څخه پر ١٣٤٥ کي لومړی لغمان او بيا پر ١٣٤٨ ترې کونړ بېل او ځانګړي ولايتونه وګڼل شول. ددغه ولايت تاريخي سابقه يې د پخوانيو آريايانو له مدنيت سره اړيكه لري.د بوديزم دين په دې سيمه كې ډېره پرمختيا كړېده. د چينايي ګرځند هېوان تسنګ له قوله، نګارهارا Nagarahara د كلمې يادونه د اوستا په كتاب كې شوېده چې مطلب يې همدغه د ننګرهارسيمه ده. د لرغون پېژندونكو له كيدنو څرګندېږي چې له پينځلس زرو څخه زياتې وړې او منځني كچ مجسمې په مختلفو حالاتو كې له ننګرهار، په ځانګړي توګه له هډې څخه په لاس راغلي دي چې ډېره برخه يې د پاريس موزيم ته وړل شوي دي.دامجسمې د مميلادي دوېمې او شپږمې پېړۍ پورې اړه لري. يو بل ګرځند فاهبين دا آثار د دوهمې ميلادي پېړۍ دمخه بولي.
[سمادول] د بوديزم اهم ټاټوبې
ننګرهار دبوديزم اصلي او مهم ټاټوبې تشكيلوي. كه چېرې له لعلپورې، باسول نه تر بهسودو او درونټې پورې سيمه په دقت سره وكتل شي د غرو په لمنو كې د كابل د سين په غاړه په زرګونو واړه او غټ غارونه او د بوديزم عبادت ځايونه ليدل كېږي چې په هريو كې يې مذهبي مراسم ترسره كول او له دې عبادت ځايونو څخه په زرګونو مجسمې او اثار په لاس راغلي چې ټول د قاچاق په ډول له ملكه بهر وړل شوي.
په ننګرهار كې يوه لويه عباده خانه چې هلته د بوديزم ښوونه كېده هډې ته نژدې پرده ده. د بوديزم د علماؤ او ډول، ډول ژوو انځورونه يې د عبادتخانو په دېوالونو انځورول او د مرمر له غټو كاڼو څخه به يې په ډېر مهارت مجسمې جوړولې او انځورولې. هډه د جلال آباد د جنوب ختيځ لور ته د يو ستر ښار نوم ؤ چې د هند او باميانو ترمنځ يې موقعيت درلود. درې كاله مخكې هم د وچ ډنډ ترڅنګ د بوديزم د يوې مذهبي راهبې قبر د يو ګنبذې لاندې موجود ؤ، چې د سړك پراخولو له امله ونړوله شوه.
د جلا ل اباد جنوبي لوري ته اته کيلو متره لري هډه پرته ده چي پکي د بودايي دوري ډير ښه په زړه پوري اثار خوندي وو. له ډير و لري لري ملکونو څخه به خلک د دي ليدو ته راتلل ، دي سيمي ته د اسلام تر رارسيدو پخوا ننګرهار د بودايي معدنيت مهم مرکز او د ساکياموني سرهر تاګونم بودا د کوپړۍ يو هډوکي دلته ښخ وو، ځکه هډه بلل کيدله
[سمادول] د ولايت پلازمېنه
د ننګرهار ولايت مركز د جلال آباد ښار دى. جلال آباد پر (٩٨٩-٩٩٠ه ق کلونو کي او شمالي هندوستان د پاچا جلال الدين اکبر مغل (٩٦٣-١٠١٤ه ق ) په حکم د کابل صوبي ( ولايت ) ديوان ( مستوفي ) خواجه شمس الدين خواني( ١٠٠٨ ه ق ) جوړ کړي دی. دا ښار په ۱۸۸۰ زېږيز كال کې د سېلاب په اغيز وران شو او د نوي ښاري پلان له مخې بيا ورغول شو.
جلال آباد پنځه ناحيې لري ننګرهار پخوا هغه سيمه وه چي له سروبي څخه د خيبر تر تورخمه غځيدلي وه او د جنوب لخوا سپين غر پري راګرځيدلي په تاريخي لخاظ ننګرهار د پښتو ژبي پلار خوشال خان خټک ( ١٠٢٢-١١٠٠ه ق کي هم داسي ياد کړي:
اپريدي مومند شينواري ګوره څه کا
د مغلو لښکر پروت په ننګرهار دي
سراج العمارت او د امير شهيد بڼ چې هلته د امير حبيب الله خان او امان الله خان مقبرې هم شته چې د ليدلو ځايونه دي او په خوګياڼيو كې د نملې (مملې) بڼ يو تاريخي حثيت لري. جلال اباد د افغانستان د پاچا اعلحضرت سراج الملت و الدين امير حبيب الله ( ١٣١٩-١٣٣٧ ه ق) ژمنی پايتخت و ، په جلا ل اباد کي د سراج العمارت باغ ،کوکب او باغ شاهي په نومونو باغونه لري ، نوموړي امير او زوی يې امان الله شاه غازي په باغ امير شهيد کي ښخ دي .
[سمادول] وټه
[سمادول] جغرافيه او اداري جوړښت
ننګرهار په ختيځو ولاياتو كې يو مهم ولايت دى. دا ولايت ۷۶۱۶ كيلو متر مربع مساحت لري. دا ولايت نژدې شپږ سو ه متره د بحر د سطحي څخه په جګوالي پروت دی. جلا ل اباد ښار په شرقي طول البلد ٧٠ درجي ٢٧ دقيقي ٥٤ سانيي او شمالي عرض البلد ٣٤ درجي ٢٦ دقيقي او ٢٠ سانيو کي واقع دي او د اداري وېش له مخې په لاندې ولسواليو وېشل شوېدى.
-
- جلال آباد (د ولايت مركز)
- سور رود
- حصارك
- شېرزاد
- خوګياڼي
- چپرهار
- پچير و اګام
- هسكه مېنه
- رودات
- اچين
- نازيان
- دُربابا
- شينواري
- مومند دره
- ګوشتې
- بهسود
- كامه
- دره نور
- ښېوه
- اګام
- غني خيل
- لال پور
[سمادول] اقليم او آب و هوا
ننګرهار د هغه د پېداوار له مخې د مديترانه يي اقليم لرونكې او د استوا د كرښې لاندې ګڼل شوېدى. ځكه چې د مالټې، نارنج، خرما، شولو او ګنيو پېداوار هلته ډېر دي. وچ او تود اوړې او معتدل باراني ژمې لري چې دا وضعه يې په هوارو ځمكو كې صدق كوي. مګر د سپين غره سيمې او د كنړ درې چې صنوبري او ستنې لرونكو پاڼو لكه لمنځه او څېړۍ په ځنګلونو پوښل شوي، ډېرې موسمي بارانونه لري، لېكن د بهسود او كامې په برخه كې ټيټ غرونه د تېرو پاڼو لرونكو ونو ځنګلونه لري. اورښت پكې زياتره په ژمي او د پسرلي په پېل كې اوري، د اورښت كلنۍ اندازه يې د ۱۲۵۰-۴۰۰ ملي مترو په منځ كې تغېر مومي او د تودوخې منځنۍ درجه ۲۱ او لوړه يې د اسد په مياشت كې ۴۸ درجو ته پورته كېږي.
[سمادول] جغرافيايي او پوځي حالت
ننګرهار د پاکستان سره ګډه پوله لري، او د همدې سيمې خلک او د پېښور خلک د يو بل سره خورا نژدې اړيکې هم لري. هر کال ډېرۍ خلک د ډيورنډ پولې دواړه خوا تګ راتګ کوي. ددې ولايت اوسينی والي ګل آغا شېرزی دی.
د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۶ زېږیز کال د مارچ په مياشت کې په ننګرهار ولايت کې H5N1 وموندل شول.
[سمادول] نښلوونكي لوى لارې
د كابل تورخم لوى سړك له ننګرهار څخه تېرېږي. د كابل تورخم د سړك په دې تېر نېږدې كې پوره كرېړ شوې چې د نقليه وسيلو لپاره د ګټې وړ وګرځېد. د جلال آباد- اسمار د سړك كرېړ اچولو چارې لا پرمخ روانې دي چې په نږدې راتلونكي كې به بشپړ شي.
[سمادول] سياست
د ننګرهار ولايت اوسينی والي ګل آغا شېرزی دی.
[سمادول] باندنۍ تړنې
- د ننګرهار ولايت نخشه (PDF)
د افغانستان ولايتونه | |||
---|---|---|---|
اروزګان • بادغیس • بامیان • بدخشان • بغلان • بلخ • پروان • پکتیا • پکتیکا • پنجشېر • تخار • جوزجان • خوست • دايکندي • زابل • سرپل • سمنګان • غزني • غور فاریاب • فَراه • کندهار • کابل • کاپیسا • کندوز • کڼر • لغمان • لوګر • ننګرهار • نورستان • نیمروز • وردګ • هرات • هلمند |